کور / #PTM / په هره غونډه کې د افغانستان ملي بیرغ د لوى افغانستان/ پښتونستان هڅو لپاره تر دې بل لوى ثبوت!؟

په هره غونډه کې د افغانستان ملي بیرغ د لوى افغانستان/ پښتونستان هڅو لپاره تر دې بل لوى ثبوت!؟

د #PTM په هره غونډه کې د افغانستان ملي بیرغ د لوى افغانستان/ پښتونستان هڅو لپاره تر دې بل لوى ثبوت څه کېدلاى!؟
په ښکاره وايي دا د پښتون خاوره ده، دا د افغان خاوره ده، دلته موږ خپل اختیار او خپل قانون غواړو!
يوه ورځ به داسې هم راشي چې په ښکاره به ووايي چې دا د افغان خاوره ده دلته باید موږ په ملي هویت( تذکره) تګ او راتګ وکړو او په دې سره به د لوى قوم پښتون له بدن څخه جُدا کړى شوي برخې بيا سره پيوند شي او په وخت سره به قوت پيدا کړي، په خپله به تيت و پرک، خواره واره ولسونه سره راټول شي او لوى افغانستان به رامنځته شي.

دا کار دومره اسانه ندى وخت غواړي، قربانۍ غواړي، په خلکو کې ملي شعور پيدا کول غواړي او د لر او بر پښتانو ليک دود او فرهنګي مساوات هم خواره مهم دى، که په مثال کې يې راوړم کوزو پښتانو به حساب په اُردو/پنجابي ويل لکه:” ايک، دو، تين…. چوده،پندره” خو نن سبا لر پښتانه ټول سوچه او خوږه پښتو وايي او هم ليکي، دوى د #PTM په راتګ خپل ملي اتلان هم وپېژندل پخوا علما اقبال او قعد اعظم تاريخونه دوى ته بيان کېدل او اوس ورته د خوشحال خان، ميرزمان خان، غازي امان الله خان، احمدشاه بابا او نور… د دوى اتلان دي. دا ټول چا وکړل؟ #PTM وکړل.

زما وروڼو! دا خلک لسګونه کاله د پنجاب د رياست لاندې رالوى شوي او مړه شوي دي، تعليمي سويه يې ترموږ لوږه ده، ښځو او نرانو يې تر موږ ډېر تعلیم کړى دى، ښځو ته يې د تعلیم په برخه کې بنديزونه نشته، ډاکټران او پرمختللي شفاخانې لري، انجنیران لري، اوبه او برېښنا لري، پاخه سړکونه لري… اوداسې ډېر څه دي چې دوى يې لري او موږ يې لس کاله وروسته هم نشو لرلى، نو بيا ولې تا اور اخيستى دى چې منظور ولې ټوپک نه را اخلي؛ د دې ټول د سمون لپاره د عامه پوهوي اړتيا ده، دوى ته د افغاني شعور پېچکاري کولو ته اړتيا ده.

که لنډ يې درته ووايم، بس ملاتړ يې وکړه! ځکه افغانستان او پښتنون قوم ته يې تاوان نشته او ګټې يې بيخي زياتې دي.

لیکنه: فیض الله فیض

#بنو_اولسي_پاڅون

۱۲ فبروري ۲۰۲۳