کور / سياسي / خپل قام له غلامۍ ایستل او ازادول د حضرت موسی علیه السلام سنت دي

خپل قام له غلامۍ ایستل او ازادول د حضرت موسی علیه السلام سنت دي

لیکوال: رشیدخان اپریدی
چوکاټيانو، ملایانو، خانانو او د پنجاب پرکټيانو؛ ایا د پښتنو ملي حقوق د امن، عزت، احترام، د ژوند حق او خپل وسائیل غوښتل د پاکستان په چوکاټ، د خانانو په ککرو او د پنجاب د پرکټو په ایجنډا کې ایا دا نکته نه شي ځائېدئ!؟
ملایانو، تاسي هم ووایاست ایا د مظلومو او محکومو ولسونو او د پښتنو ملي خپلواکي غوښتل د اسلام سره په ټکر کې ده!؟
ایا د مظلوم او محکوم سره دریدل، خپل اولس و قوم د غلامۍ څخه ژغورل او آزادول د خدای امر، د پغمبرۍ شېوهٔ او د حضرت موسی علیه السلام سنت نه ده؟
خپل قام د غلامۍ نه ویستل او ازادول د حضرت موسی سنت دي او په پغمبري سنت عمل کول د خدای د نېکو
بنده ګانو کار او دنده ده.

دا د خیر او برکت عمل دی چي د ثواب باعث کیږي، د ظالم او مظلوم حاکم و محکوم فرعون و موسی تر منځ په معرکه کې خدای پاک هم د مظلوم، محکوم او موسی ملګری دی.