کور / سياسي / په پاکستان کي پښتانه ملتپال ګوندونه او پارليمان !!!

په پاکستان کي پښتانه ملتپال ګوندونه او پارليمان !!!

لیکوال: ر.مومند

کوم قام (ټبر) چي په کوم هيواد کي په اکثريت کي وى نو هغه قام د وطن پرستۍ سياست کوي ـ 

او کوم قام چي په يو هيواد کي اقليت کي وې نو هغه د قام پرست سياست نه د خپل قام دفاع کوي چى هغوې له حقونه وګټې او اکثريتى قام دده حقونه تر پښو لاندې نه کړې ـ 

له هندوستانه د پاکستان د بیلېدو مخکې د پښتنو دوه قام پرست یا ملتپال ګوندونه يا تحريکونه وو چي د يو مشري باچاخان بابا کوله او د بل خان عبدالصمد خان شهيد کوله ـ 

خان شهيد سره اکثره د جنوبي پښتونخوا پښتانه وو او باچاخان بابا سره اکثره د موجوده  خيبر پښتونخوا خلک وو ـ بلکه د پاکستان د هندوستان نه د جدا کيدو په وخت کى د باچاخان بابا پارټۍ د موجوده خيبر پښتونخوا  په دويم ځل حکمرانه پارټۍ هم وه ـ 

پاکستان چي جوړ شو  ـ د باچاخان ګوند د موجوده خيبر پښتونخوا صوابى حکمران وو او د باچاخان مشر ورور ډاکټر خان صيب  د صوبى وزير اعلى وو ـ 

پاکستان چى لږ راجوړ شو او ړومبۍ ورځي وې چى د باچاخان د ګوند حکومت ېې ختم کړو او قيوم خان کشميرى یې د صوبې وزير اعلى کړو ـ د خيبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ  کي د باچاخان د ګونديانو تعداد 34 او د پاکستان د پلويانو تعداد 17 وو ـ  خو بيا یې هم اکثريت د پاکستان لخوا تر پښو لاندې کړل او او اقليت ېې پرى مسلط کړل ـ 

د پاکستان تر جوړيدو وروسته پاکستان باچاخان جيل ته واچولو  او د هغه پلوېانو چى د باچاخان د خوشې کيدو دپاره چارسده بابړه کى احتجاجى جلسه کوله نو  رياست پاکستان پرې حمله وکړه او د شپږ نيم سوه نه زيات د باچاخان د ګوند پلويان ېې شهيدان کړل او نور په سونو ېې ټپيان کړل ـ 

همداسې د موجوده پښتون قام پرست ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پلار عبدالصمد خان اڅکزی هم څو کاله وروسته شهيد کړو ـ دا په پاکستان کى دننه ګوندونه وو خو بيا هم د پښتون وينه ونه دريدله ـ ځکه چى د پاکستان په پارليمان کي د درې سوو نه زيات د پارليمان  چوکۍ دي او د خيبر پښتونخوا او د جنوبي پښتونخوا د پښتنو ټولى چوکۍ پنځوس نه دې ـ نو که دا ټولى هم قام پرست پښتنو ګوندونو له ورکړې نو هم نه قانون جوړه ول او بدلولى او نه حکمران جوړيدى شى ـ 

په 2008 که د باچاخان ګوند اى اين پى ته د خيبر پښتونخوا حکومت ميلاو شو او پښتنو په دريم ځل دوې د صوبى حکمران کړل او د جنوبى پښتونخوا خلکو په 2013 کي محمود خان اڅګزي ته اکثريتى ووټ ورکړو او د صوبې حکمرانۍ ته یې ورسول ـ 

همدا پارليمان او پښتانه قامي ګوندونه او پارليمان موجود وو چى منځنې پښتونخوا ((فاټا)) ته تالبان راوستل شول ـ  دا قامي پارليماني ګوندونه موجود وو چى د پښتنو جماعتونه او ښوونځي په بمونو الوتلې ـ دا پارليمانې ګوندونه موجود وو چى د پښتنو نه سرونه پريکيدل او په سرونو ېې فټ بالونه کيدل ـ دا پارليمانې  ګوندونه موجود وو چى يو لک پښتانه د ترهګرې په نوم دې ډرامه کى ووژل شول ـ دا پارليمان موجود وو چى 32 زره پښتانه بيدرکه کړى شو ـ دا پارليمانى  ګوندونه موجود وو چى پښتنو ښځو سره څه څه ونشول ـ دا پارليمانېان موجود وو چى قدم په قدم د فوځ په چيک پوسټو د د پښتنو تذليل روان وو ـ 

خو دوى  مزاحمت  ونکړو ـ او د مزمت نه مخکى نه لاړل ـ 

وو؛ د فاټا خلکو د خداى نه سوال کاوه چى خدايه قيامت راولې خو دوى مزاحمت ونکړوـ خو خداى ددى سوال بل شکل کى پوره کړو او دوى له یې مسيحا منظور پښتون راوليږو ـ

 په 2018 کى د منظور پښتین په مشرۍ کى د فوځ د کړنو خلاف غير پارليمانى  غورځنګ پي ټي ايم جوړ کړو ـ او هغه مزاحمت ېې شروع کړو چى دغه مزاحمت او احتجاج د نړې ګوټ ګوټ ته ورسيدو ـ او په دې مزاحمت  او احتجاجونو ېې ډير بيګناه پښتانه چى فوځ ورک کړې وو راخلاص کړل شول ـ په چيک پوسټو د پښتنو بيعزتى کمې شوى ـ  فوځ به چى کوم پښتون ورک او بيا قتل کړو نو د يرى نه به خلک جنازې له نه ورتلل ـ او  نن په  هغه مايوسه قوم  کى دومره جرٸت پيدا شوى دى چى فوځ څوک قتل کړى نو پى ټى ايم ېې په مزاحمت دومره مجبوره کړې چى سرکار هم ورته شهيد وایي ـ 

د منظور پشتون او پى ټى ايم  مطالبې د حقیقت موندني کمیسون او نوري  مطالببې لا نه دي پوره چى چا پښتنو سره ظلم کړى د عدالت کټهرا کي ودريږې ـ خو منظور پشتون قوم کى هغه جرٸت پيدا کړو چي نړۍ ورته حيرانه ده ـ   

د منظور پښتین او پى ټى ايم  مزل سخت خو منزل روښانه دى او هغه د پښتنو اتحاد او اتفاق او بيا خپلواکې د منظور پاشتین منزل دى ـ 

((منظور پښتون ،پى ټى ايم او ټولو پښتنو ته دي د پى ټى ايم پينځمه کلیزه مبارک وې ))