کور / سياسي / منظور پښتون او موسى عليه سلام !!!

منظور پښتون او موسى عليه سلام !!!

لیکوال: ر.مومند

موسى عليه سلام ته چى کله الله حکم ورکړو چى ته لاړ شه بنى اسراؽل قوم دى د مصر نه بوزه او خپل وطن کنعان کى خپل ازاد رياست جوړ کړه ـ
موسى عليه سلام په مصر کى مقيم خپل قوم پسى وګرزيدو چى ماته الله حکم کړى دى چى تاسو خپلى خاورې ته واپس لاړ شې او خپل وطن جوړ کړې ـ
قوم چى دا واريدل نو ډير پرېشانه شو چى زمونږ خو دلته کاروبارونه دى روزګارونه دې ،مال متاع ده دا به مونږ نه پاتې شې ـ
موسى عليه سلام به ورته ووؽلى چى دلته تاسو سره د غلامانو سلوک کيږې ـ د دويمې درجې شهريانو سلوک درسره کيږې ـ
د فرعون قام ته چى کوم سهوليات حاصل دى هغه تاسو ته نه ميلاويږې ـ
چى د فرعون قام ته کوم اجرت ميلاويږې د هغې په نيمه تاسو ته ميلاويږې ـ
تاسو دلته غلامان ياستې ـ
هلته به تاسو ديو ازاد رياست خاوندان ياستې ـ
خو د موسى عليه سلام قوم د دغې لږ مال و متاع دپاره د موسى عليه سلام سره د ازاد خپل وطن په جدوجهد کى حصه نه اخستله ـ
بل طرف ته چى فرعون ته پته ولګیده چى موسى عليه سلام له ما د بنى اسراؽل قوم د بوتللو کوشش کوي ـ نو فرعون هم په موسى عليه سلام ظلمونه او هغه ته رکاوټونه شروع کړل ـ
ځکه چى فرعون ته پته وه چى بنى اسراؽل ډير کاريګر خلک دى او زما د ملک سسټم په دوې روان دى ـ
او که دوې رانه بوتلل نو د ملک نظام به هم تباه شې ـ
خو لنډا داچى چى د موسى عليه سلام جدوجهد الله کامياب کړل او بنى اسراؽل د مصر د درياى نيل نه اخوا پورې وتل ـ
بنى اسراؽل قوم ډير خفه او مايوسه وو او عجيبه وسوسې به یې کولې ـ 40 کاله بنى اسراؽل په صحراګانو کى ګرزيدل او موسى عليه سلام به ورته ووؽلى چى لا کنعان خاورې ته د الله د طرف نه د داخليدو اجازت نشته ـ
40 کاله باد الله بنى اسراؽل قوم نه هله اجازه ورکړه چى ددوې قوم کى اکثره خلک مړه وو او د ازاد فکر ځوانان پکى زيات شوې وو ـ نو الله ورته ووؽلى چى وس خپلى خاورې ته داخل شې او ځانله خپل ازاد او خپلواکه وطن جوړ کړې ـ
أيا په پاکستان کى دننه پښتون غلام او د دويمى درجى شهرې نه دى !
آيا پښتون ته پکى اجرت ،سهولت او انصاف ميلاو دى ؟
أيا په پښتون قام ظلم جبر او د پښتون نسل کشې نه ده روانه ؟
آيا پاکستان کى پښتنو د ازادې دپاره د ډار نه د خپلواک وطن جدوجهد نه دى پريښې ؟
او آيا زمونږ زوړ سياسى قيادت د ازادۍ د جدوجهد نه مايوسه او کنفيوز نه دى؟
او آيا د ددى مايوسه، غلام او محکومه قوم دپاره الله د فرعون ((موجوده پاکستان)) دپاره منظور پشتون يو مسيحا ندى راليږلى ؟
وس د قوم فيصله ده چى د فرعون د لښکر سره ودريږى که د مايوسه او کنفيوز قيادت سره او که د خپلواکې جدوجهد کى منظور پشتون او پى ټى مي لښکر سره ـ
ځکه چى ازادې د الله دومره خوښه ده چى د موسى عليه سلام د پيغمبرې ټوله دوره د ازادې او د يو خپلواک وطن دپاره ده ـ