په هلمند كي نهه كسه وژل شوي

56 | نوومبر 5th, 2009


د هلمند ولايت په باباجي سيمه كي د ماينونو په چاودنه كې نهه كسه وژل شوي دي .
كه څه هم په هلمند كې د بريتانيوي ځواكونو د خبري څانګي مسوول رسنيو ته ويلي چي وژل شوي كسان ټول وسلوال طالبان دي خو ځايي خلك وايي چي وژل شوي كسان طالبان نه د دوى دوستان او د سيمې اوسيدونكي وه.
د سيمې اوسيدونكي دا هم وايي چي دغه كسان په مايني چاودنو كې نه په بمبارۍ او راكټي بريد كې وژل شوي دي .
ويل كيږي چې په وژل شويو كسانو كې دوه ماشومان هم شامل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024