م م: ځيني كار كوونكي له افغانستانه باسو

56 | نوومبر 5th, 2009


په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ادارې چارواكي وايي چي د خپلو كاركوونكو د امنيت په خاطر يو شمېر كاركوونكي له افغانستان بهر با امنه ځايونو ته ليږي.
په افغانستان كي د ملګرو ملتونو د ادارې يوې وياندې داكتر نيلاب مبارز نن ازادۍ راديو ته ويلي چي دا پريكړه ورسته له هغې وشوه، چې لس ورځې مخكې د كابل په يوې پيښه كې د دوى شپږ كسه بهرني كاركوونكي ووژل شول او نهه كسه نور ټپيان شول .
ميرمن مبارز د دغو كسانو كره شمېره ونه ښوده خو ويې ويل، چې د دغې ادارې نور كاركوونكي به په افغانستان كې د پخوا په شان خپل كارونه پر مخ وړي .
په كابل كې د ملګرو ملتونو د ادارې پر ملېمستون تر بريد وروسته افغان دولت د د دغې ادارې امنيت لا پسې ټينګ كړ او افغان ولسمشر حامد كرزي هم د ملګرو ملتونو د ادارې مشر بانكي مون سره ژمنه كړې چې د ملګرو ملتونو د كاركوونكو د امنيت لپاره جدي دى.

Copyright Larawbar 2007-2024