ارګ د كرزي لوړي ته چمتووالى نيسي

56 | نوومبر 5th, 2009


د افغانستان د ارګ په ماڼۍ كي چارواكي وايي، چې د ولسمشر كرزي د لوړې د مراسمو لپاره تيارى نيسي .
د افغان ولسمشر يو وياند احمد ضيا سيامك په پنج شنبې ويلي چې تاكل شوې ده، په دغو مراسمو كې يو شمير لوړ پوړې بهرني چارواكي هم ګډون وكړي .
د نوموړي په وينا په دغو مراسمو كي چي تر راتلونكو دريوو اونيو پورې به تر سره شي د پاكستان صدراعظم اصف علي زرداري له مخه د ګډون تيارى ښودلې و .
وياند زياتوي چې ولسمشر كرزى پر خپله كابينه هم كار كوي څو كارپوه كسان غوره او په دنده يې وګماري .
دا هر څه ورسته له هغه كيږي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون د دوشنبې په ورځ ولسمشر حامد كرزى تر راتلونكو پينځو كلونو پورې بيا ځلي د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان كړ .

Copyright Larawbar 2007-2024