امريكا: كرزى دي په فساد ككړ چارواكي محاكمه كړي

56 | نوومبر 5th, 2009


د امریکا متحده ایالات له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي چي په اداری فساد ککړحکومتي چارواکي ونیسي اومحاکمه یې کړي

افغان ولسمشر ته داخبرداری پرون دامریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولن ورکړ.

ښاغلي مولن وویل چي متحده ایالات له کرزي څخه غواړي چې په راتلونکي حکومت کې داداري فساد ستونزې ته د مشخصو اقداماتو په عملي کولو سره جدي پاملرنه وکړي.

هغه وویل له دې پرته که موږ د نړۍ ټول ځواکونه هم افغانستان ته ولیږو په وضعیت کې به کوم مثبت بدلون رانشي.

دامریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې دامریکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته د نورو سرتيرو د استولو په موضوع غور كوي .

Copyright Larawbar 2007-2024