۹ ملیونه افغانان د ورځی تر یو ډالر لږ عاید لری

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 5th, 2009


د ملګرو ملتونو د بشری همکارۍ د انسجام اداره د خپلي تازه سروې په نتیجه کی وایی چی په افغانستان کی د ۹ ملیونو انسانانو ژوند د ورځی حتی تر ۶۶ سنټه هم په لږ عاید سره چلیږی چی دا په نړۍ کی بدترین حالت دی ، او په ملیونونو نور افغانان هم د میاشتی صرف ۴۲ ډالره عاید لری . سروې زیاتوی چی په افغانستان کی د سِواد اندازه ۲۶٪ ده ، د لنګون پر مهال صرف ۲۴٪ ماشومان د مسلکی کسانو پر لاس زوکیږی ، تر ۳۰٪ لږ خلک صحی اوبو ته لاس رسي لری ، څه باندی ۹۰٪ خلک د حفظ الصحې د نشتوالي او ناروغیو د خپرېدو سره مخامخ دي ، تقریبأ ۲۰٪ خلک په کورونو کی برق لری ، د ټول نفوس نیمایی یې تر ۱۵ کلنی لږ عمر لری چی دا ټول د سترو بهرنیو کومکونو سره سره د نړۍ کښته ترین او خراب ترین حالت انځوروی .
د یو بل خبر له مخی چی ایساف ورکړ د افغانستان په ختیځ کی یو امریکایی عسکر د طالبانو په مخامخ ډزو سره ووژل سو .

Copyright Larawbar 2007-2024