کندوز : د آمنيت د تامين په موخه غونډه ترسره شوه

د لراوبر اداره | جنوري 3rd, 2010


پرون دکندوز هوټل دغونډوپه تالارکې دشمالې ولاياتو دآمنيت دتامين په موخه يوه غونډه ترسره شوه .

په دغه غونډه کې دکندوز ولايت دوالې انجينر محمدعمربرسيره دملې دفاع اوکورنيوچارو وزارتونو هيئتانو اوهمدانګه دولايت نظامې مسوولينواويوشمير متنفذينو په کې ګډون کړئ وو

په غونډه کې ډير ې ويناوالو دشمالې ويالاتو دآمنيت په اړه خبرې کولې

هغوې وويل چې دپوليسو اوملې اردو تشکيل کې دي زياتوالې راشئ تر څووکولاې شې دولايتې امنيت دټينګښت په برخه کې لا پياوړې ګامونه واخلې اوتلپاتې سوله رامنځ ته کړئ .

دکندوز ولايت والې په خپلو خبروکې زياته کړه چې اوس دپخوا په پرتله دخلکو ملاتړ دپوليسو څخه زيات شوي دي اوډيرې ځوانان غواړي چې دملي پوليسو اوملې اردو په ليکوکې دهيواد لپاره کاراوخدمت وکړئ .

ديادونې وړ ده چې داډول غونډې په کندوز ولايت کې اکثره وخت ترسره کيږي خودامنيتې وضعې په ښه والې کې دومره چې تمه کيږي ښه والې نه دي راغلې .

Copyright Larawbar 2007-2024