د والګي ناروغۍ ١١ افغانان وژلي

56 | نوومبر 10th, 2009


د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي له وقايوي تدبيرونو سره_ سره ښايي په دغه هېواد کې د والګي د ناورغۍ له امله لږ تر لږه له ٢ نه تر ٣ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي .
د روغتيا وزير وايي له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره روغتيايي تدبيرونه نيول شوي او د افغانستان ټولو ولايتونو ته يې اړين دارو درمل ليږلي دي .
د روغتيا وزارت چارواکي وايي د والګي له امله د مړيو شوو افغانانو شمېر ١١ او په دې ناروغۍ د اخته و کسانو شمېر ٧٧٩ ته رسېدلى دى .
د افغانستان دعامې روغتيا وزارت له ټولو خلکو يو ځل بيا وغوښتل چې د دغې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي لپاره دې روغتيايي ويقايوي تدبيرونو ته پاملرنه وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024