کندهار والي: زندانيانو اعتصاب نه دى مات کړى

56 | نوومبر 10th, 2009


د كندهار ولايت چارواكي وايي چې تر اوسه هم ددغه ولايت په مركزي زندان كي د سياسي بنديانو لخوا د نه خوړو اعتصاب روان دى

د كندهار والي توريالي ويسا د سه شنبې تر غرمې وروسته يوې خبري غونډي ته وويل چي، بنديانو ته يي دوه ځله هيئت استولي، خو تر اوسه هم زندانيانو خپل اعتصاب نه دي مات كړى.

ددغه زندان ځينو بنديانو وايې چي، دوى ته بايد د بشري حقونو، د كندهار د ولايتي شورا او ژورنالستانو يو ګډ هيئت ورشي، څو يې ستونزي په سمه توګه وڅېړل شي.

د كندهار والي توريالي ويسا يوځل بيا ژمنه کړې چي، دوى به د بنديانو د غوښتنو سره سم يو بل هيئت هم زندان ته واستوي

د كندهار په زندان كي نن درېيمه ورځ ده چي، سياسي بنديانو د نه خوړو اعتصاب كړى، دا ځكه چې دوى وايي ورته سم خواړه او روغتيايي اسانتياوي نه وركول كېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024