د صدارتی نظام پلویان ناکام شول

د لراوبر اداره | نوومبر 10th, 2009



د شمال تلوالې د ولس مشریز نوماند او د نظار شورا پخوانۍ ویاند عبدالله عبدالله د بایللو له ویری نه د دې ته حاضر نه شو چې د ټوټاکنې په دوهم دور کې سربیره پر دې چې سخت ټینګار کاوه ګډون وکړي. نوموړې ِغوښتل چې د بری د ترلاسه کولو وروسته به د افغانستان ریاستې نظام بدلوي او دهغه پرځای صدارتی ټینګوي. دا جوته نه ده چې د عبدالله څه ګته ده چې د افغانستان ریاستی سیاسی جوړښت چې د دایرکت دیموکراسۍ یا سیده ولسواکۍ پربنست ولاړه ده او وګړي سم دم خپل ولس مشر ټاکي د هغه پر ځای پارلمالی نظام چې د غیر مستقیم ولسواکۍ یانې ولس خپل مشر د ولس جرګې د غړي د اکثریت راې په اساس وټاکي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې پراخ بڼسته او افغانستان شموله سیاسی سیاسی ګوندونه نشته نو څنګه شونې ده چې پارلمانی نظام منځ ته راشي. د بلې خوا تراوسه پورې د ربانی او د حکمتیار (د جمهور ریس او صدراعظم) د جګړو ترخې خاطر د افغانانو په یاد کې پاتې دي. جوته خبره ده کې چې عبدالله په یواځیتوب ګټلی نشي خو په آئتلافی یا د تلوالي په نظام کې بیا به عبدالله پنځوس سلنه ګتلې شي. د بلې خوا عبدالله غواړی چې د صدارتی نظام له لارې د فدرالي نظام د پاره لاره هواره کړي او په پاې کې د افغانستان په شمال خراسان جوړه کړي او افغان د افغانستان د ولس ملي هویت به توګه له منځه یوسي . دا د شمال د تلوالې بیان شوې او نا بیان شوې سیاسی هیلې او آرزوګانې دي چې د هغوی د لاس ته راوړلو د پاره د هر کورنۍ او بهرنۍ افغان او افغانستان دښمن سره په دې هیله یو ځای کیږي چې د افغانستان څخه به خراسان یا آریانا جوړه کړي. خو د شمال تلوالې په وړاندې او د صدارتي نظام پلویانو ته د افغان ولس یو ځواب دیٔ ( څو چې پاتې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي).

عبدالله باید په دې باندې پوه شي چې د 1992-1996 کلونو تر منځ د کورنیو جګړو له مجرمو ډلو د مشرانو له جملې څخه ګڼل کیږي. عبدالله د طالبانو په مهال په کورنیو جګړو کې مستقیمه ونډه درلوده او د روسیی او ایران څخه په ښکاره ډول وسلې او پیسې ترلاسه کول. عبدالله د افغانستان د موزیم او د افغانستان د سفارتونو په چور او چپاول کې مجرم کس ګڼل کیږي. عبدالله هغه څوک دې چې کله امریکایی الوتکې د افغانستان د پښتونخوا په سیموکې چې بمباری کولې چک چک کاوه عبدالله هغه وخت غوښتل چې ټول پښتنو د طالب په نامه وځپل شي. عبدالله هغه څوک دی چې د بن به کنفرانس کې شهادت ورکاوه چې پښتانه په افغانستان کې  38 فیصده ده  او نباید د افغانستان په دولتي جوړښت کې تر اته دیرش فیصده ډیر برخه ورته ورکړل شي او ملګرو ملتونه هم د عبدالله سره ومنله او اود منځ مهالې په جوړښت پښتنو ته اته دیرش فیصده برخه ورکړه. خو اوس دا سپین سترګې عبدالله یو دم پښتون شو( لعنت الله اللکاذبین ).

عبدالله غواړي چې د ټاکنو د بایلو سره سره خپله ماته کم ارزښت وښیی او له کرزي سره په ائتلاف کې خپل ناکامی جبران کړي البته دلته اسناد شته چې سر بیره پر دې کې چې عبدالله ائتلافی حکومت ردوي خو کم ترکمه د پنځو کلیدي وزارت خانو او د بلخ او پنجشیر او درې نور شمالی ولایاتو کې تل پاتې د شمال تلوالې په ګټه او ترقوماندې لاندې والیان غواړي. عبدالله او ډله يي ارګ ته د رسېدو لپاره ، له هيڅ ډول درواغ ویلو ، چل ولو ، توطیو او درغلیو څخه ډده نه کوي او د هره شیبه حاظر دی چې د هر افغان دښمنه سره یو ځای شي تر څو د افغان او افغانستان کلمه کمزوره کړي.دا په دې مانا نه ده چې موږ د عبدالله پسې تبلغ کوو موږ د دریش کالو راهیسې د نظار شورا سره پیژند ګلوی لرو.

زما د لیکنې موخه له کرزي څخه ننګه او ملاتړ نه دی بلکې د عبدالله په مشرۍ د شمال د تلوالې د یوې مخ کش مشر د سیاسي کرغېړنو موخو او درغلیو څخه پرده پورته کول دی.

البه د افغانستان د سیاسی شخړې د حلولو د پاره نه کرزی د حل لاره ده او عبدالله خو په هیڅ صورت کې د افغانستان د شخړو د حل لاره نه ده. زه په دې باوریم چې د لویی جرګې له لارې د بهرنیو پوځونو د وتلو د پاره مهال ویش وټاکل شي او طالبانو هم ژمنه وکړي چې د بهرنیانو د وتل د مهال ویش تر پایه پورې اور بند به ټینګوی او افغان اردو د مکلفیت په اساس بیرته ورغول شي ځکه چې هر کله چې په موجوده اردو کې امریکا تنخوا بند کړي په هم هغه ورځ اجیر اردو به ختمیږي. له بده مرغه چې کرزی داسې مشر نه دی چې بیله ائتلافی نظام بل شی هغه زده وي موجوده حکومت هم آئتلافی ده او په هغه کې د وحدت ګوند ، د دوستم جنایت کاره ډله او د نظار شوراد بد نام مشر فهیم قسیم تر منځ ویشل شوي دي خو د شمال تلواله غواړي  چې د عبدالله په مشری پکې پنځه اویا فیصده برخه ولري او د بلخ ولایت والیټوب د عطا د کورنی دپاره مورٍثی شي او ټول غیر پښتني ولسواليو ولایتونه شي. او د لوي افغانستان څخه پښتنو د پاره يو چپن او یوه قره قولی خولی پاته شي او افغانستان رسمآ فارسی ژبې خراسانی آریایی هیواد علان شي. دا هغه ولس واکې نظام دی چې امریکا پرافغانان تحمیلوی. که څه هم کرزی ویلې چي په راتلونکي دوره کي به يې په فساد ککړ کسان ځای ونلري خو دا ډیر سخت دی چې افغانان د کرزی سره دا ومني چې کرزی د جنګسالارانو څخه لاس واخلی او په افغانستان کې اداری فساد به ختم کړي (اوسپنه پر اوسپنه ماتېږي)،( اوبه له سره خړې دي)ځکه چې رشید دوستم د کرزي ملاوتړله ( هغه ملا مات شي چې دوستم یی وتړي) چې خپل د ولس مشری دوهم پړاو پیل کړي. په درنښت .

Copyright Larawbar 2007-2024