پېښور : زر تنه مُلکيان او ۳۶ مهاجرين برمته سوي دي
په پېښور کښي د پاکستاني پوځيانو له خوا د چڼيزو عملياتو په لړ کښي شاوخوا زر تنه افغان مُلکيان په تروريستي پيښو کښي د لاس لرلو په تور برمته سوي دي چي ددوی په منځ کښي د ځايي اوسېدونکو تر څنګ ۳۶ تنه مهاجرين هم شامل دي .
د پاکستاني منابعو د خبر له مخي پدغو نيول سويو نژدې زرو کسانو کښي ۳۶ تنه مهاجرين شامل دي چي د اسنادو د نه لرلو په تور نيول سوي دي او پر ځينو نورو باندي په تروريستي پيښو کښي د لاس لرلو تور پوري دئ .
پاکستاني پوليسو په پېښور کښي د خپلو چڼيزو عملياتو په ترڅ کښي د نژدې زرو تنو ملکيانو له منځه د درې کلاشيکوفونو، درې تومانچو او درې کيلو ګرامه چرسو د نيولو خبر هم ورکړئ دئ .
په پېښور او نورو لويو ښارونو کښي د ترسره کېدونکو چاودنو له امله د پاکستاني پوليسوله خوا دغلته کي د مُلکيانو ژوند د لويو ستونزو سره مخامخ سوئ دئ .