۵ سوېډني پوځیان زخمیان خو ترجمان یې ووژل سو
دویچه پریس ایجنسی خبر ورکوی چی د مزار شریف د ښار په څلوېښت کیلومترۍ کی د سوېډني پو ځیانو یو زرهپوش د طالبانو پر یو ښخ کړي ماین وخوت چی په نتیجه کی یې پنځه سوېډني پوځیان زخمیان او ترجمان یې ووژل سو . خبر د ټپي عسکرو روغتیایی حالت څرګند نکړ چی هغوی څنګه دي . په مزار شریف کی سوېډني او فنلینډي پوځیان مستقر دي .