د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر او پژواک خبرې اژانس خبرتیا

رحيم ګل څاروان | نوومبر 12th, 2009


 د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر او پژواک خبرې اژانس په پام کې لري ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرغړو او افغان میرمنو لپاره دژورنالیزم په برخه کې دوه میاشتنی کورس دروان کال دعقرب یالړم میاشتې په ۲۳ نیټه دشنبې په ورځ دپوهنې وزارت په تالار کې پیل کړي.
دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دغړو ترڅنګ نورې مینه والې افغان میرمنې هم کولای شي په دغه کورس کې برخه واخلي.
دغه کورس به دهرې شنبې یا خالي په ورځ دماسپښین په یوه نیمه بجه ددوو ساعتونو لپاره دوام ولري.


ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر
دخپرونو او تبلیغاتو څانګه



پته: کابل،ده افغانان، دپوهنې وزارت پنځم پوړ
وخت : دهرې شنبې ورځ دماسپښین ۱/۳۰

Copyright Larawbar 2007-2024