ناروې خپلو مرستو ته دوام وركوي
ناروې ويلي چي د افغانستان سره په بيلابيلو برخو په ځانګړې ډول امنيت او بيا رغونه كي خپلو مرستو ته دوام وركوي .
د افغانستان د جمهوري رياست د مطبوعاتي د فتر د خبر له مخې دغه ژمنه تيره ورځ ماسپښين د ناروې د بهرنيو چارو وزير له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په كتنه كې كړې ده.
ناروې له افغانستان سره د مرسته كوونكو هيوادونو له ډلې څخه دى، چي په دغه هيواد كې تر درې سوو ډېر عسكر لري.