اوباما د افغانستان پر نوې ستراتيژۍ خبري كړي

56 | نوومبر 12th, 2009


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون له خپلو لوړ رتبه پوځي قوماندانانو سره وکتل او د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژۍ یې ورسره خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وایي، اوباما په دې اړه چی ایا افغانستان ته د وسله والو طالبانو پر وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره تر څلویښت زرو پورې نور عسکر واستوې که نه؟ یوې پریکړې ته نژدې شوی دی.

دا د افغانستان د ستراتیژی د څېړلو په اړه له خپلو پوځي او سیاسي لوړ رتبه سلاکارانو سره د اوباما اتمه غونډه ده.

د افغانستان په اړه د ستراتیژی د څیړلو سره سم په امریکایانو کې له دغی جګړی ملاتړ مخ په کمېدو دی او هم ډېری امریکایان د دې جګړې په اړه د اوباما اقدامات نه تاییدوي.
دسپینې ماڼۍ چارواکو پرون وویل، اوباما غواړي دا په ډاګه کړي چې له افغانستان سره به د امریکا ژمنې دایمي نه وي.

په همدې حال كې واشنګټن پوست په كابل كې د امريكا د متحده ايلاتو د سفير كارل ايكن بيري له خولې ليكلي چې تر هغو پورې چې افغان دولت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې جدي نښې نښانې ونه ښيي دغه هيواد ته د نورو عسكرو ليږل د انديښنې وړ دي.

Copyright Larawbar 2007-2024