په کابل کي خپريدونکو ورځپاڼو ته لنډه کتنه
په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او پدې اړه د نړيوالو لخوا د كيدونكو غوښتنو په اړه مطالب خپاره كړي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان نوي حكومت ته د امريكا او نړيوالې ټولنې لخوا په وركړل شوي مهلت تبصره كړې او پوښتلې دي، چې شپږ مياشتې وروسته به څه كيږي؟
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې هم له نوي افغان دولت نه د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته كتنه كړې او ليكلي، چې د امريكا ولسمشر بارك اوبا په كابل كې لوى بدلون غواړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د نوي حكومت د جوړولو لپاره روانو بخثونو او غوښتنو ته په اشارې ليكلي،چې فرمايشي، ايتلافي او مشاركتي حكومتونه ستونزې زيږوي.
په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوي، چې برتانويان له هلمند څخه د وتلو لپاره لس زره افغان ځواكونه روزي او پدې اړه د امريكا او برتانيى ترمنځ خبرې روانې دي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره كيدونكو غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې دا مبارزه بايد د افغان دولت او نړيوالې ټولنې لخوا په ګډه پر مخ بوتلاى شي.
ورځپاڼې په دوام كې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د يو داسې ميكانيزم د جوړولو غوښتنه كړې، چې پكې فساد ته د لاس اچولو ټولې لارې تړلې وي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې له ولسمشر كرزي سره د ناروې د بهرنيو چارو د وزير د ليدنې خبر هم وركړې، چې پكې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ وركړل شوې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د رسنيو په فعاليت تبصره كړې او ليكلي، چې هغه رسنۍ، ملي، اسلامي او افغاني اهداف نلري دروازې يى بايد وتړلې شي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې دا ځلې د خپل لومړي مخ په سركې د پاكستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف په حواله ليكلي، چې ددغه هيواد استخباراتي اداره آې ايس آې د خپلو اهدافو د ترلاسه كولو لپاره له ترورستانو نه كار اخلي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د مولوي وكيل احمد متوكل په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې طالبان له امريكا سره خبرو ته چمتو دي.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې ليكلي، چې برتانيى له طالبانو سره د كابل د پټو خبرو غوښتنه كړې او ليكلي، چې لندن له ولسمشر كرزي نه غوښتي، چې له طالبانو سره موافقې ته ورسيږي او ان له هغوى سره دې د واك د ويشلو لپاره هم اقدام وكړي.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د افغانستان د راتلونكې حكومت په اړه كيدونكو غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې دغو غوښتنو او فرمايشونو افغان ولسمشر په ريښتينې معنې په يو لوى ازمون كې اچولې دې.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼې هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ثبات په ټينګښت او د فساد په كمولو كې د ملي اردو په رول تبصره كړې او ليكلي، چې د ملي اردو روزنې ته بايد جدې پاملرنه وشي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د تيرو اتو كلونو پيښو او شويو تيروتنو ته كتنه كړې او د شتو ستونزو د هواري لپاره يى ددغو تيروتنو د جبيره كولو غوښتنه كړې.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د افغانستان له نوي حكومت نه د نړيوالو غوښتنو او شتو ستونزو ته په اشارې ليكلي، چې نوى حكومت د كرزي لپاره د عسل مياشت نده.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ولسمشر كرزې اوس مهال په هيواد كې دننه او بهر د بې باورۍ له بحران سره مخ دې او دې بايد دا انتخاب كړې، چې د درناوي وړ يو سياستوال وګڼلې شي او كه يو يوازې كس؟
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې دننه او بهر د كډوالو په وړاندې شته ستونزې څيړلې او په هيواد كې دوى ته د ژوند او كار د امكاناتو نشتوالي ته په اشارې دوى يوه مظلومه او محرومه طبقه بللې ده.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د يو ملي كمسيون د جوړولو په اړتيا ټينګار كړې، ځكه د ورځپاڼې په وينا دا كار د حكومت له وسه پورته دې.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې حج ته د تلونكو كسانو په ستونزو تبصره كړې او ليكلي، چې د تير كال د حج له مراسمو نه پاتې شويو كسانو لا هم خپلې پيسې ندې ترلاسه كړي.