۴۶ پوليس له مسلکي زده کړو فارغه سول
د میدان وردګ ولایت (۴۶) تنه ملي پولیس د مسلکي زدکړو وروسته په دندو وګومارل شول .
دلړم۲۰ مه د میدان وردګ ولایت د امنیي قوماندانۍ (۴۶) تنه ساتن منان او سربازان دترکیې ولایتي ډلې باتجربه استادانولخوا د اولسمې(۱۷) مې دورې روزنیز پرګرام له لارې دوه میاشتو مسلکي زدکړو ورسته فارغ او دجوړو شوو مراسمو په ترڅ کې برې لیکونه پرې د ولسمشر سلاکار وزیروحیدالله سباوون،ددی ولایت والي محمد حلیم فدایي،ولایتي ډلې مشر،امنیي قومااندان ،ملي امنیت ریس او ولایتي شورا ریسانو لخوا ووېشل شول.
په میدان وردګ ولایت کې دترکیې ولایتي بیارغاونې ډله دخپلو پرمختیایي کارونو ترڅنګ د افغان ملي پولیسو په مسلکي روزلو او دهغوۍ د ظرفیتونو په لوړولو هم بوخت دي، نن دهمدغه مراسمو په اړه ولایتي ډلې په تم ځای کې په جوړې شوې غونډه کې ولسمشرسلاکاروزیروحیدالله سباوون ،ولایت والي محمد حلیم فدایي،ولایتي ډلې مشر ترکر،امنیي قوماندان جنرال مظفرالدین،ملي امنیت ریس شیرتکانه،ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان،ایساف ځواکونو مشرګیبل او یو شمیر د پولیسو ساتنمنانو او سربازانو ګډون کړې وو .
لومړی دپولیسو ترکیي استاز په خپلوخبروکې فارغ شوو پولیسو ته وویل داسي کارونه هیڅکه مه ترسره کوۍ چې ولسونه یي نه خوښوي چې دا کار ستاسو او ولس ترمنځ فاصلې زیاتوي، سلاکار وزیرپه خپلو خبرو کې وویل د تخلیف په مراسمو کې قران او بلې خواته ټوپک ددی ښکارندوۍ دي چې موږ مسلمانان یو او اسلام او هیواد ساتنه به په ټوپک کوو، که چیرته موږ په خپل اقرار کي صادق یونو په ریښتیا کې بریالیتوب زموږپه غاړه دی،ورپسې ښاغلي والي په خپلو خبروکې دپولیسو دمسلکي روزنې ترڅنګ په څلورو اخلاقي ارزښتونو ټینګار وکړو چې ولس ته ژمنتوب،مسولیت احساس(وظیفه پيژندنه)،وطن پالنه او دهرډول اداري فساد څخه پاک پولیس، ددغه ارزښتونو په درلودلو سره شته ستونزو او ننګونو ته ځواب ویلې شي ،ولایتي ډلې مشرترکر د پولیسو د روزنې ترڅنګ په دي ولایت کې بیارغاونې بهیرته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه که موږ د ولایت هرې ولسوالۍ ته نظروکړو نو لږترلږه به زموږ دوه اساسي پروژې هلته پلې شوې وي او خپلو لازیاتو مرستو ته به دوام ورکړو .
دامنیي قوماندان جنرال مظفرالدین د ولایتي ډلې دغه سترې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې دافغانستان په اوسنیو شرایطوکې ملي پولیس دډیرو ستروننګونو او ستونزوسره لاسوګریوان دي، پولیس دقانون دپلې کولوترڅنګ اوس په جګړیېزډکرکې ښکیل دي، موږ اوس دجکړې په څنګ کې موثره زده کړه هم ترلاسه کړه او دا ستربریالیتوب دی، ترڅو ترلاسه کړې معلومات په عملي ساحه کې پلې کړو،ورپسې دفارغ شوو ساتنمنانوپه استازیتوب جاوید ولسونو او ولایت دمقام ته ډاډ ورکړو چې دترلاسه کړو معلوماتو څخه به عملي ساحه کې استفاده کوي، دخپل هېواد دځمکنۍ بشپرتیا څخه به شپه او ورځ ساتنه کوي .
د غونډې په پای کې د ۴۶ فارغ شوو سربازانواو ساتنمنانو دسوګند مراسم ترسره شول او دفراغت برې لیکونه او تحفې پرې ووېشل شوي. دیادونې وړ ده چې ترکیې ولایتي ډله په دې ولایت کې دتیرو کلونو په جریان کې په ۱۷ روزنیزودورو (۵۵۱)تنو ملي پولیسوته په مسلکي برخه لکه انداخت،سلاح پاکول، بیړنیو مرستو، مخابره، تروریزم،نشه یي توکیو سره دمبارزې، ماینونو په کشف،دبیړنیوحالاتو په وړاندې غبرګون او د خلکو سره د اړیکو په ساتلوکې زده کړې ورکړې دي.