کور / تازه خبرونه / په شاه جوي ولسوالي كي ځانمرګى بريد شوئ

په شاه جوي ولسوالي كي ځانمرګى بريد شوئ

دزابل ولايت په شاه جوي ولسوالي كي ځانمرګى بريد شوئ

دزابل ولايت امنتي چارواكي وايي پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه كله چه د سيمه څخه دبهرنيو ځواكونو ګزمه دتيريدلو په حال كي وه چه ځانمرګي بريدكوونګي خپل د چاوديدونكو توكو ډك موتر سيكل دبهرنيو له ټانګ سره وجنګوئ .

د زابل مرستيال والي ګلاب شاه علي خيل وايي پيښه نن دغرمه مهال دشاه جوي مركزته څيرمه رامنځته شوي نومړي زياته كړه چه په پيښه كي دوه بهرنيان او څلورعام وګړي ژوبل شوي چه دده په خبره ټپيان يي دشاه جوي مركزي روغتون ته ليږدولي چه روغتيايي حالت يي دډاډوړ دي .

قاري يوسف احمدي چه ځان دوسله والو طالبان وياند بولي, ديادي پيښي مسوليت په غاړه اخستي نوموړي وايي په پيښه كي يي ۱۰ بهرنيان وژلي او دوه ټاكنونه ويجاړكړي دي .

ديادوني وړه ده چه په شاجوي دروان كال په بهير كي داشپږم ځانمرګي بريدكوونكي دي چه پكي ددولتي چارواكوترڅنګ زيات شمير ملكي وګړوته مرګ ژوبله اړوي .