د امریکا مالی کسر خپل اوج ته ورسېد

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 12th, 2009


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی په اکتوبر کی د امریکا دولتی کسر خپل ټاپی ( یعنی ۱۷۶٬۴ بلیونو ډالرو ) ته ورسېد . ځکه عایدات لږ سوي خو مصارف آسمان ته رسېدلي دي . کارپوهانو دا کسر ۱۵۰ بلیونه ډالره پیش بینی کړی و ، خو هغه برعکس ۱۷۶٬۴ بلیونه ډالره سو . خبر زیاتوی چی د سږ کال عمومی کسر ۱٬۴۲ ټریلیونه ډالره سوﺉ دی چی دا د امریکا په تاریخ کی سارﺉ نه لری ( دا د ۲۰۰۸ کال د کسر څخه ۹۵۸ بلیونه ډالره ډېرښت ښیًی .) دغه بحران حکومت مجبور کوی چی نور پورونه واخلی او د هغه لوړ سود پسی ورکړی . همدا اوس حکومت ۱۲٬۱ ټریلیونه ډالره پوروړﺉ دی چی زیاته برخه یې د چین او جاپان ده . ماهرین وایی چی که عاجله چاره و نه لټول سی ( چی ظاهرأ نه تر سترګو کیږی ) نو دا مسلسل بحرانونه او کسرونه به امریکایی اقتصاد د ماتېدو او ویلی کېدو په غېږ ورولي .

Copyright Larawbar 2007-2024