دکلي خان
د پنځو دقيقو غيرت د ټول عمر بې غيرتيا
د كلي خان و
. ټولو كليوالو يې عزت كاوو. ده هم له كليوالو سره په ستونزمنو وختو كي مرسته كوله. نوم، غيرت، عزت، ځمكي، بزګران هر څه يې درلودل. هر وخت به يې د كليوالو شخړي هوارولې. د نور كليو خانانو او ملكانو هم ورته دره ناوى درلود. د دوى په كلي كي يو ګاونډى چي د بل كلي و د خان د كور تر څنګ پروت و. په كور كي يې يوازي ښځه او ماشومان ول خاوند يې په غريبي پسي تللى و.
يوه ورځ يې زوى د ګاونډي له زوى سره جنګ شو
. هغه هلك په ډبره باندي د ده زوى وويستى. سر يې مات شو ويني ځيني وبهېدې. كالي يې ټول په وينو رنګ شول. كور ته ولاړى. څو شېبې وروسته خان كور ته راغلى. كه ګوري د زوى كالي يې ټول په وينو سره دي. له ښځي يې پوښتنه وكړه. هغې حال ورته ووايو. دغونه و چي د ګاونډي ښځه ورته راغله. خان ته يې وويل:
–
زما زوى ستا له زوى سره جنګ كړى دى. ستا د زوى سر يې ورمات كړى دى. كه تاسي پر موږ هره جرمانه ږدئ موږ يې دركوو.
–
د كوچنيانو جنګ دى پروا نه لري. ما بخښلي ياست.
ښځه په خوښۍ كورته ولاړه
.
د شپې چي خان پرېوت له ځان سره فكرونو يو ووړ
. چي نن دې پردي هلك زما د زوى سر ورمات كو ما وبخښى صبا مي تربورونه راځي ما وهي زما زوى وهي. په ما به يې د بې غيرته خيال راشي. د شپې يې توپنچه راواخيسته د ګاوڼدي كره ورواوښت. هلك په خونه كي له مور سره پروت و. تر لاس يې ونيو راويښ يې كو د باندي يې راويوست. ټك-ټك هلك يې په انګړ كي وويست. مور يې له خوبه راكښېناسته كه ګوري هلك نسته. انګړ ته چي راووته هلك په ځمكه په وينو كي لژند پروت دى. چيغي يې كړې.
سهار عسكر راغلل خان يې بوتلى
. د قاضي له خوا د پاڼسۍ امر باندي وخوت. خو څه روپۍ يې قاضي او عسكرو ته وركړې. قاضي د پاڼسۍ په ځاى د عمر كيد وركو.
ښځه يې د پلار كره ولاړه
. ځمكي، روپۍ هر څه يې ولاړو. څه وخت وروسته يې خسر كوچنيان له كوره وشړل. مېرمني يې اخېر فقر شروع كو زمن يې باندي ساتل. د خان غيرت، ژوند، نوم، دنيا هر څه له خاورو سره خاوري شول. كوم وخت چي يې خان جېل ته بوتلى هلته له ډېري سپكي رويې سره مخامخ شو. جارو به يې واهو، تشناب به يې پاكاوو او نور داسي كارونه به يې كول چي ده تر اوسه په خپل ژوند كي نه و كړي. كله-كله خو به د عسكرو له ښكنځلو او وهلو سره هم مخامخ شو. له ځان سره به يې ويل:
–
د پنځو دقيقو غيرت د ټول عمر بې غيرتيا .