المان ۱۲۰نور پوځيان افغانستان ته ليږي

56 | نوومبر 13th, 2009


د المان د دفاع وزير وايي چي دوى به ۱۲۰ نور سرتيري افغانستان ته وليږي.
د دفاع وزير فن ګوتنبرګ چي د المان د سفير او د ايساف ځواكونو د قوماندان سره په كندز كي د الماني سرتيرو سره كتله، خبريالانو ته وويل، المان به خپلي مرستي او همكارۍ له افغانستان سره دوامداره ساتي او د افغان ځواكونو روزنه به هم كوي او په همدې خاطر به د نوي عيسوي كال په پيل كي ۱۲۰ الماني سرتيري افغانستان ته ليږي.
ښاغلي ګوتنبرګ د كندز امنيتي حالت ښه بللى او د خپلو ځواكونو چي د ناټو په چوكاټ كي په كندز كي فعاليت كوي خوښي څركنده كړې.
د المان د دفاع وزير نن دويمه ورځ ده چي افغانستان ته راغلى، د ولسمشر كرزي تر څنګ يې د يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواكو سره هم كتلي.

Copyright Larawbar 2007-2024