په كابل كي ځانمرګي بريد ۶ كسان ژوبل كړي

56 | نوومبر 13th, 2009


نن سهار د كابل ښار د هودخيلو په سيمه كي، پر بهرنيو ځواكونو يوه ځان وژونكې حمله وشوه، چي شپږ كسان يې ټپيان كړل.
د كابل د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې امر جنرال سيد عبدالغفار سيد زاده د پيښي په ځاى كي خبريالانو ته وويل، په دې حمله كي درې بهرني پوځيان او درې عام افغانان ژوبل شوي دي.
عيني شاهدانو وويل چې دوى د پيښې په ځاى كې پر ټپيانوسربيره مړي هم ليدلي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې پيښې مسووليت منلى او ادعا كوي چې د بهرنيو ځواكونو څلور ټانكونه يې ويجاړ كړي او شل سرتيري يې وژلي، خو د كابل امنيتي چارواكي دا ادعا ردوي.
حمله د كابل جلال اباد پر لويه لاره ، په هودخيلو سيمه كي د امريكايي ځواكونو د يوې اډې مخي ته شوې چي د جمعې په ورځ ورته افغانان سامانونه راوړي او دلته يې پر بهرنيو ځواكونو پلوري.

Copyright Larawbar 2007-2024