طالبان په نورستان کی خپل حکومت جوړوی
الجزیره خبر ورکوی چی طالبان په کامدیش کی پر امریکایی پوستو د حملې څخه یوه میاشت وروسته ( چی په نتیجه کی یې اته امریکایی پوځیان ووژل او هغوی هم له دې ولایته ووتل ) اوس نورستان ولایت بېله ډاره په ښکاره توګه اداره کوی . د طالبانو یو قوماندان دوست محمد هلته د چارو مسؤل دی . طالبانو د ولایت په ډیرو برخو کی خپله محکمه او د امر باالمعرف نهی عن المنکر اداره عملأ پرانیستې ده . هغوی وایی چی موږ د خلکو سره په مستقیم تماس کی یو او د ستونزو په حلولو کی مشورې او مرستي ورسره کوو . امریکایی پوځیان صرف د ولایت په مرکز کی پاته دي ، نور ټول ولایت د طالبانو په کنټرول کی دی .