کابل: د امريکا د پوځي اډې مخ ته چاودنه وسوه

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 13th, 2009


رویټرز خبر ورکوی چی نن سهار پر اته بجی د کابل څخه دباندی جلال آباد ته پر تلونکی سړک یو موټر چی د منفلقه موادو څخه ډک و ، د امریکایانو په قطار کی ووهل سو چی ۶ امریکایی او افغان پوځیان او قراردادیان یې زخمیان کړل . غفار سیدزاده د کابل د پولیسو جنایی آمر وویل چی موږ څلور بهرني عسکر ولیدل چی د صحنې څخه یې انتقالول خو خبر نه یو چی هغوی مړه وو او که ټپیان . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسؤلیت ومانه . د یوبل خبر له مخی د انګلستان صدراعظم ګورډن براون پر خپلو ملګرو نن ږغ وکړ چی باید افغانستان ته نور پنځه زره پوځیان ولیږی .


په لومړنيو رپورټونو کي ويل سوي وه چي ياده سوې چاودنه د امريکې په پوځي اډه کي سوې خو وروسته څرګنده سوه چي چاودنه د اډې مخ ته رامنځته سوې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024