د پوليو واکسين ٦ پړاو په ټول افغانستان کي پيل سو

56 | نوومبر 15th, 2009


د پوليو يا ګزڼ د واكسين شپږم پړاو د يکشنبې په ورځ په ټول افغانستان كي پيل شواو دري ورځي به دوام وكړي.
د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي چي، په دې كمپاين كي به ددې هيواد په سطحه له پنځوكلونوڅخه اوه ميليونه او اوه لكه كم عمرلرونكو ماشومانو ته د پوليو واكسين او د ويتامين اې څاڅكي وركړل شي.
د عامې روغتيا د وزارت لخوا كړې سروې ښيي چي د ګزڼ شپږ ويشت پيښې په كندهاراو هلمند ولايتونو كې ثبت شوي دي

Copyright Larawbar 2007-2024