د کورنيو چارو وزارت مخالفين او غله نيولي

56 | نوومبر 15th, 2009


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي چي د هيواد په بيلابيلو برخو كي يې په پوځي عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه كړي او شل تنه وسله وال مخالفين او غله يې هم نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت په خپره شوې اعلاميه كي راغلي چي څوارلس تنه د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ كي نيول شوي چي يوولس تنه يې د تحقيقاتو لپاره د ملي امنيت ادارې ته سپارل شوي دي.
په اعلاميه كي ويل شوي چي شپږ تنه غله له څو ميله وسلې او مهماتو سره په كندز ولايت كي نيول شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024