د ښاغلي جهاني: پاک ضمیر او سیاسي جرائت

د لراوبر اداره | نوومبر 16th, 2009


تقریبا د ۱۳۸۸ لمريزکال د ولسمشریزو ټاکنو څخه څلور میاشتي وړاندي ما، عبدالنافع همت او هارون حکیمي د جهاني صاحب پر صحت ږغېدو. همت صاحب وویل چي جهاني صاحب ډېر سخت ناروغ دﺉ او خدای دي روغ صحت ورته ورکړي موږ ټولو د لوی خدای دربار ته دده د روغتیا په اړه د دعا لاسونه پورته کړه.
ما ور غبرګه کړه چي ولي پر جهاني صاحب باندي  یو سیمینار نه جوړو. ښاغلي همت وویل چي ما ددې کار لپاره څو ځلي کوښښ کړي دﺉ خو چا مرسته نه ده راسره کړې او بل دا چي که داسي یو سیمینار جوړو نو باید جهاني صاحب پکي حاضر وي. ده زیاته کړه چي ما په دې اړه له جهاني صاحب سره خبري هم وکړې او هغه راته وویل که تاسو داسي یو سیمینار جوړوی نو باید زموږ دفتر ته  یوه دعوت نامه هم راولیږي چي بیا هغوی ماته رخصتي راکړي خو پدې اړه ما له ډېرو کسانو سره خبري وکړې چي هیچا زما سره مرسته ونکړه نو وروسته زه هم زړه توری سوم او قرار کښیناستم.
ما ورته وویل چي داسي ده دا کار به زه درته وکړم او زه پدې اړه همدا اوس له محمود کرزي سره خبري کوم او فکر کوم چي هغه به پدې اړه زموږ سره مرسته وکړي او بل څومره پیسو ته به اړتیا وي. ده وویل چي زما سره دده د سیمینار په اړه د تیر کال یوه محاسبه سته در به یې کړم ما هغه محاسبه ځیني واخیسته او له ده څخه رخصت سوم. 
 زه ماښام د محمود کرزي لیدو ته ورغلم او تر بانډار وروسته مي ده ته همدا خبره ور یاده کړه. محمود کرزي وویل چي دا خو ډېره ښه خبره ده بس وبه یې کړو. ما ورته د دعوت نامې مشکل هم رامخ ته کړ ده ویل چي هغه به هم وسي او تر دې ویلو وروسته یې ټلیفون ته لاس کړ او د جهاني صاحب نمبر یې دایر کړ. د جهاني صاحب ټلیفون ته زنګ ورتلۍ خو چا ټلیفون پورته نه کړ.
 تر لږ ځنډ وروسته د جهاني صاحب د صحت څخه محمود خپل ورور ولسمشر حامد کرزی هم خبر کړ. ولسمشر کرزي خپل سکرتر (یما) ته امر وکړ چي د جهاني نمبر رخ کړي. یما د جهاني صاحب نمبر دایر کړ زنګ ورتلۍ خو چا ټلیفون پورته نه کړ.
 ما ته محمود وویل چي زه دوې ورځي وروسته امریکا ته ځم خپله به یې ووینم بیا به حال در کړم. تقریبا څلور ورځي وروسته ما ته محمود له دوبۍ څخه ایمل راولیږي. ده لیکلي وه چي ما له جهاني صاحب سره په ټلیفون کي خبري وکړې او هغه ته مي دا جریان ووایه خو ده ویل چي زه سخت ناروغ یم چي جوړ سوم بیا به یې ګورو نو اوس ستاسو خوښه ده چي دده په غیاب کي سیمینار جوړوۍ او که نه.
 ما ورته ولیکل چي جهاني صاحب خپله حاضر وي دا به ډېر ښه وي.
 تر دې تقریبا دوې میاشتي وروسته زه او محمود کرزي دده په دفتر کي ناست و چي یوه کس دروازه ټک ټک کړه او وروسته دفتر ته راننوت. ددغه کس یوه پاڼه په لاس کي وه چي د لر او بر ویب پاڼي څخه یې را پرینټ کړې وه. چي سرلیک یې و (عبدالباري جهاني: چاته به رایه ورکوو) او هغه پاڼه یې محمود کرزي ته ورکړه او محمود هم په خورا ډېر دقت ولوستل.
په دغه لیکنه کي جهاني صاحب پښتنو ته سپارښتنه کړې وه، چي رایه دي ډاکټر صاحب اشرف غني ته ورکړي، د حامد کرزي دوره یې د پښتنو د عام وژني دوره بللي وه داسي دوره یې چي ګټه یې یوازي ټوپکسالارانو او خپلو ورونو ته رسيږي او دې ته ورته نور شیان.
 زموږ سره پدې مجلس کي یو څو نور لیکوالان هم ناست ول او هغو غوښتل چي د محمود جان د خوشحالۍ لپاره جهاني صاحب سخت وټکوي. خو ما او محمود کرزي یې دفاع وکړه. ما وویل جهاني صاحب یو دروند او لوی شخصیت دﺉ هغه ته جواب ورکول به د ګټي پر ځای تاوان ورسوي او بل دا چي په زرګونو کسان د ورځي په کرزي صاحب پسې داسي شیان لیکي هغوی ته جواب نه ورکول کیږي او په جهاني صاحب پسې بیا دستي مټي رانغاړئ او هغه ته جواب ورکوئ. او بل دا چي جهاني صاحب ډېر سخت ناروغ دﺉ، که د هغه درناوی او د ناروغۍ خیال یې ونه ساتل سي بیا خو به نو دا ډېره بده وي.
 محمود هم زما د خبری تاید وکړ. یو لیکوال چي زموږ په منځ کي ناست و هغه ویل چي بس جواب یې زه ورکوم ما څو واره د هغه خبره ور رد کړه خو پیسي بیا بل ډول شي دي ځکه چي یوې مقالي په هغه وخت کي سل ډالره ارزښت درلود. محمود و هغه لیکوال ته وویل چي توندي خبري مه ورته لیکئ خو داسي ولیکي چي محمود وايي زما ټوله کړه وړه او تجارت جهاني صاحب ته معلوم دﺉ نو زه نه پوهیږم چي ده ولي په ما پسې داسي یو شی لیکلی دﺉ.
 هغه لیکوال ولاړ سو چي خپل کارونه مخ ته بوزي زه او محمود یوازي په خونه کي پاته سوو. ما محمود ته وویل چي تېره ورځ ما ته ښاغلي استاد محمد معصوم هوتک ایمل لیږلي و او هغه تازه له امریکا څخه د جهاني صاحب د لېدو څخه بیرته خپل کور کاناډا ته راستون سوی و. ده ما ته لیکلي و چي د جهاني صاحب ناروغي دومره سخته و چي اوس یې خپل کارونه راڅخه هیر کړي دي.
 محمود وویل چي کیدای سي دا د جهاني صاحب په نامه بل چا لیکلی وی وي ما ورته وویل بلي دا هم امکان لري ځکه چي هغه خو سخت ناروغ دﺉ. په زړه کي مي وویل چي تاسو جهاني نه پیژني چي دهغه د خپل نظر په څرګندولو کي د هیچا پروا نه لري.  
 زما د معلوماتو له مخي هغه لیکوال بیا هغه لیکنه ونکړه او د هغه پر ځای په کندهار کي یوه لیکوال دروند جهاني صاحب ته سپکي سپوري ویلي وې.
 ما جهاني صاحب ته خپل یو کتاب (امر باالمعروف) هم ډالۍ کړی دﺉ خو تر اوسه مي له نږې نه دﺉ لیدلي خو خدای دي زما دغه ارمان پوره کړي چي خپل جهاني له نږې ووینم او په غیږ کې ونیسم.
 دې ته وایې سپېڅلي ضمیر او سیاسي جرات چي د خپل نظر په څرګندولو کي یې د یو فعاله ولسمشر پروا هم ونکړه.
 خدای دي تل دا پاکه خاوره ددغسي لویو انسانانو له شتون څخه نه خالي کوي.
 


غلام ولي نوري
کابل، افغانستان



د لراوبر يادونه :


د پښتو معاصر شعر د وتلي او نامتو شاعر او تاريخ ليکونکي ښاغلي عبدالباري جهاني د ناروغۍ له امله له ډيرو سختو کړاونو سره مخامخ سو ، تر دې چي په اونيو اونيو له خبرو ، خوراک او څښاکه ولوېد . زياتره دوستان د ښاغلي جهاني صاحب په اړه د پرله پسې مالوماتو د خپرولو پلوي وه خو ځينو نورو بيا دښاغلي جهاني د ناروغۍ خبر د خپل ولس لپاره يو د خواشينۍ ډک خبر باله او لراوبر ته يې په دې اړه د څه خپرولو مشوره نه ورکوله .
د مهربان خدای جل جلاله په فضل اود پښتنو ددعاګانو په برکت خدای تعالی جهاني صاحب ته له هغه سخت حالت څخه نجات ور په برخه کړ او اوس يې  الحمدلله روغتيا ورځ تر بلي ورځي ښه کيږي .
کاناډا مېشتی افغان ليکوال او څېړونکي ښاغلي محمد معصوم ( هوتک) يو له هغو ډيرو کمو کسانو څخه دی چي له ښاغلي جهاني صاحب سره پرله پسې اړيکي لري ،نوموړي د ښاغلي جهاني دروغتيايي حالت په اړه  لراوبر ته داسي وويل :دجهاني صاحب دناروغۍ په باب بایددرته ووایم چي دپاک خدای په فضل دده روغتیایي حالت اوس دسمېدوپرلورروان دئ . دتداوۍ له نتیجوڅخه یې معالج ډاکټران ترزیاتي اندازې راضي دي . البته دتداوۍ جانبي اعراض یې سته خودهغودله منځه تلوله پاره هم ډاکټران خوشبیني څرګندوي . پاک خدای دي جهاني صاحب تل روغ لري .
له لراوبر سره په وروستيو خبرو کي هم جهاني صاحب د خپلي روغتيا په اړه ډاډ راکړ ، له ټولو خواخوږو او ټول ولس څخه يې ددعاګانو هيله کوله ، ښاغلي جهاني وويل چي د خلکو ددعاو زور دی چي زما روغتيا ورځ په ورځ سميږي .
ښاغلی جهاني دا مهال د امريکا ږغ راډيو ( اشنا ږغ ) له کاره د موقت وخت لپاره رخصت دی ، ډاکټرانو يې سپارښتنه ورته کړېده چي ځان ډير فکري او فزيکي ستړی نکړي .
ښاغلي جهاني صاحب خپلو ټولو مينه والو ته زيری ورکوي چي د اشعارو او اثارو يوه غني ويبپاڼه يې د جوړيدو په حال کي ده چي وخت په وخت به د ښاغلي جهاني نوي ږغيز او ويډيوي اشعار هم مينه والو ته وړاندي کوي .
له پاک رب څخه د جهاني صاحب لپاره د پوره روغتيا او اوږده ژوند غوښتونکي يو ( امين ثم امين )


Copyright Larawbar 2007-2024