د کابل چاپ ورځپاڼو نننيو ګڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | نوومبر 16th, 2009


په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره په افغانستان كې د اداري فساد په اړه د مبارزې لپاره د نړيوالو په غوښتنو او دريځ تبصرې كړې.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان په اړه د اسلامي هيوادونو د كانفرانس په دريځ تبصره كړې او ليكلي، كه څه هم دغه كانفرانس د اوس لپاره چوپتيا غوره كړې، خو كولې شي پخپلو هلو ځلو سره په افغانستان كې شته ستونزې هوارې كړي.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې په افغانستان كې له زندانيانو سره د امريكا د چلند په اړه د بشري حقوقو د ادارو انتقاد راخستې او په عينې حال كې غوښتې دي، چې امريكا بايد د افغان بنديانو په اړه خپله تګلاره سمه كړي.

ورځپاڼې په دوام كې د بشر د حقوقو د دريو نړيوالو ادارو دا غوښتنه هم راخستې، چې په افغانستان كې بايد د افغانستان قوانين پلې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ښوونكو ستونزې څيړلې او د پوهنې د وزارت وروستي اقدام ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا دا ځلې به په رښتيا هم د ښوونكو معاشونه لوړ شي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د نوي حكومت په اړه د نړيوالو غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې لومړې بايد له شتو ستونزو سره د چلند لارې چارې ولټولې شي.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د تيرو اتو كلونو پيښو ته كتنه كړې او ليكلي،چې د ځينو ستونزو په وړاندې افغانان او نړيواله ټولنه ګډ مسؤليت لري.

ورځپاڼې افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو د اغيزمن تيا په اړه د روسيى د بهرنيو چارو د وزارت د وياند وروستۍ څرګندونې د امريكايانو له پلمې يو ډول استفاده بللې او ليكلي، چې روسيه په افغانستان كې د امريكا پوځي حضور نه خوښوي.

ويسا:

د خپل لومړي مخ په سر كې له ولسمشر كرزي سره د امريكا د اوسنۍ ادارې د ځينو چارواكو اختلافاتو ته په اشارې ليكلي، چې اوس امريكا غواړي افغانستان په لسو امنيتي ټاپوګانو وويشي.

خو ورځپاڼې په دوام كې د الجزيرې د ټلويويزني چينل په حواله ليكلي، چې ولسمشر كرزې به هيڅ كله هم دغه پلان و نه مني او د هغه مرسته نه وي په ولايتي چارواكو څه نه كيږي.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې له افغان بنديانو سره د امريكا په اوسني چلند انتقاد كړې او د بشر د حقوقو د ادارو په حواله يى ليكلي، چې ملكي وكيلانو ته اجازه نه وركولې كيږي، چې د بګرام د زندان حالت وڅيړي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې له طالبانو سره د افغان دولت او امريكا د خبرو په امكان تبصره كړې او پدې ترڅ كې د افغانستان په امنيتي وضعې د هغې اغيزې څيړلې دي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې په فساد د تورنو ځينو پخوانيو چارواكو د نومونو د رسوا كولو لپاره د لوى څارنوالۍ په وروستي اقدام انتقاد كړې او ليكلي، چې دا د فساد د عاملانو د وركولو يوه هڅه ده.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرى په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي،چې د امريكا هدف د القاعده او د هغې د افراطي متحدينو ماتې ده.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغانستان په اړه د ايران په سياستونو تبصره كړې او ليكلي، چې دغه هيواد له اسلام قلعه نه، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ دروازه ده د نفوس د يوى نقطې په توګه كار اخلي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې له اوسني بهير نه د خلكو د ملاتړ په اړه د يوې سروې په نتايجو تبصره كړې او ليكلي،چې په سلو كې اويا خلك له اوسني بهير نه خوښ او د هغې ملاتړ كوي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې په شتو امنيتي ستونزو تبصره كړې او د هغې د هواري غوره لار يى د افغان امنيتي ځواكونو روزل بللې.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د فرانسې د خبري اژانس په حواله ليكلي،چې حامد كرزى خپل حكومت له جګړه مارانو څخه نشي پاكولې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ښاغلې كرزى غواړي، چې پخپل هيواد كې د اداري فساد ريښې وچي كړي، خو د هغه په حكومت كې د جګړه مارانو موجوديت كولې شي دې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه كې له زياتو ستونزو سره مخ كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ترهګرۍ په خلاف روانې مبارزې ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې ليكلي، تر هغو، چې د افغانانو هيلې پوره نشي دا مبارزه نشي بريالۍ كيدلې.

Copyright Larawbar 2007-2024