افغان ځواکونو ته ترانسپورټي الوتکي ورکړل شوې

56 | نوومبر 15th, 2009


د امريكا متحدو ايالاتو دوه، سي اوه ويشت ډوله، ترانسپورتې الوتكې د افغانستان هوايي ځواكونو ته وركړې.
د كابل په هوايي قول اردو كي په دې مناسبت جوړشوو مراسمو كي د افغانستان د دفاع وزيرجنرال عبدالرحيم وردګ وويل چي دا ددې هيواد د هوايي ځواكونو د پياوړي كولو لپاره اساسي ګام دى.
په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال مك كرسټال په دې مراسمو كي وويل چي دوى ددې هيواد د هوايي ځواكونو د تقويې لپاره خپلو هڅو ته دوام وركوي.
ټاكل شوې ده، تر راتلونكو دوو كلونو پورې اتلس دغه ډول نورې الوتكې هم د افغانستان هوايي ځواكونو ته وركړې شي.

Copyright Larawbar 2007-2024