هیلری کلنټن : موږ نور عملأ د کابل څخه کار غواړو

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 15th, 2009


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن کابل ته خبر دارﺉ ورکړی چی تاسو د امریکا د اوږدې مودې ملاتړ نسی لرلای او حامد کرزﺉ باید کلک او جدی اقدامات وکړی . دې وویل چی د امریکا هدف دلته د القاعده محوه کول دی نه د عصری دیموکراسۍ استقرارول ، او موږ دلته مؤقتی راغلي یو نه دایمی . دې زیاته کړه چی افغان حکومت باید د فساد پر ضد سخت اقدامات وکړی او د بهرنیو امدادی ډالرونو د بېله مجازات کېدو د غبن جدأ مخنیوﺉ به کوی . دې وویل چی کرزﺉ باید د جرمونو پر خلاف یوه محکمه تأسیس کړي او هم د فساد پر ضد یو کمیسیون جوړ کړی . خو څېړونکي وایی چی واشنګټن اوس د حامد کرزي څخه عملی کار غواړی نه غوړي وعدې او د دفع الوقت پلمې .

Copyright Larawbar 2007-2024