د ماليې وزير صاحب! وخت لرې؟!
وزير صاحب نيكې هيلې او پيرزوينې!
پوهېږم، چې د هېواد اقتصاد بنسټونه شل كلنو ورانيو دومره وران كړي دي، چې جوړېدل يې ډېر كار او فكر غواړي ډېر كار او فكر ډېر وخت غواړي، له دې لامله ماته ستا د وخت د ارزښت احساس شته او زه پوهېږم، چې تا سره به د ليكونو د لوستلو او يا د كوم خوار ملا د اذان د اورېدو وخت نه وي، خو ګوره وزير صاحب!
موږ او تاسو د يوه داسې بدبخت ملت خلك يو، چې دښمن راشي، ماته وركړو، خو د تلو پر مهال له موږ او تاسو څخه داسې انتقام واخلي، چې د هغوى زړونه پر خپلو ځانونو ښه يخ كړو. ته به وايې، چې څه ډول انتقام؟ درته وايم يې وزير صاحب!
هر كله، چې موږ او تاسو د جنګ او ننګ ډګر ته وځو، نو دټولو زړونو جذبې او احساسات يوه چيغه او يو اواز وي، نه تور وي، نه سپين، نه پښتون وي، نه هزاره، نه ژبه مطرح وي او نه رنګ. خو موږ د نړۍ د ټولو ملتونو پر خلاف داسې يو ملت يو، چې اصلي شكست او بدبختي مو تر هرې فتحې او بريا وروسته پيل كېږي، څنګه؟ داسې، چې دښمنان د وتلو پر مهال زموږ او ستاسو تر منځ د كركې او نفرت ذهر وپاشي، زموږ په زړونو او ذهنونو كې د رنګ، ژبې، قوم، سپين او تور بې شمېره غير انساني او غير اسلامي كرښې او بريدونه ايجاد شي. دغه كرښې او بريدونه موږ او تاسې پر ډلو او قبيلو ووېشي او زموږ تورې ددې پر ځاى، چې د تيكو او پوښونو جامې واغوندي بېرته زموږ او ستاسو په وينو سرې شي او همدا هغه شېبه ده، چې زموږ او ستاسو مات شوي دښمنان ترې فوق العاده كيف اخلي!
وزير صاحب! زه تاته نه تاريخ وايم او نه فلسفه، خو دومره پوهېږم، چې مجبور انسانان هم د خداى د قوانينو له بنده ازاد دي او هم د انسانانو. كه ليونى په ليونتوب او ماشوم په ماشومتوب نه واى مجبور څه فكر كوې، چې دومره ازاد به ګرځېدل؟ زه هم يو پښتون يم، په يوه پښتنه كورنۍ او پښتنه ټولنه كې زېږېدلى يم او د خپلې كورنۍ په غېږ كې مې د پښتو په نوم يوه ژبه زده كړې ده، خو په دې يوه خبره كې هم ما اختيار نه درلود. مور او پلار مې پښتانه وو زه مجبور وم پښتون كېدم به، په محيط كې مې پښتو ويل كېده زه مجبور وم زده كوله به مې، په پښتنه سيمه كې مې زوكړه كېده، ما اختيار نه درلود، چې ويلى مې واى:
نه، نه ما د نړۍ په يوه ښېرازه سيمه كې له دنياوالو سره مخامخ كړئ. نه، نه ما د افغانستان په شمال كې تولد كړئ، چې په ځوانۍ كې راسره د جنوب په نوم څوك تعصب ونكړي.
ايا زه ددې جوګه وم، چې ووايم؟:
نه، نه ايسته كړئ زه په پښتو ژبه خبرې نه زده كوم، دا دوزخ ژبه، خو نه د دفتر ده او نه د روزګار، بيا به مې په دولتي ادارو كې نه څوك عريضه قبلوي او نه به مې پر خبره پوهېږي. كه انګليسي نه وي دري او فارسي دې خداى لري، د شعر او هنر ژبې خو دي، د زورورو ژبې خو دي، د دفتر او غوړه مالۍ ژبې خو دي، كه لوى شوم زما به هم ورپورې رنګ ښه وي.
ايا زه ددې وړ وم، چې ويلي مې واى؟:
نه، نه ما مه پښتون كوئ دا قوم به د سبا ورځې تر ټولو پاتې قوم وي. څوك به مې د طالب په نامه وژني څوك د بل، څوك به مې د جاهل په لقب نمانځي څوك د افغان غول. څوك به رانه ننني انتقامونه اخلي او څوك پروني….
وزير صاحب! دا اختيار كه ما نه درلود هغوى هم نه درلود، چې له ما څخه خپل قوم خپله ژبه او خپل ځان درانه ګڼي او د نړۍ په هېڅ ګوټ كې هېڅوك پر دې خبرو اختيار نه لري. دا عام البشر مجبوري يوه داسې مجبوري ده، چې ټول بشريت پكې په شريك ډول راګېر دى.
رښتيا وزير صاحب! خبره رانه بلې خوا ته لاړه، څو ورځې مخكې مې په تا پورې اړونده په يوه اداره كې عاجل كار پېښ شو.
د لاس پر ځاى مې عريضه په كمپيوټر ولېكله، خو پخپله دوزخي ژبه مې وليكله، ستا د يوه رئيس (محمد شاه صفي) دفتر ته ورسېدم او خپله عريضه مې ورته په مخكې كېښوده. رئيس دې عريضه بېرته راوغورځوله، چې ترې ومې پوښتل ولې؟
ويې ويل: ايرا به درى نوشته كن من به پشتو نه مى فامم!
ما، چې ورته خپل مشكل او عذر وړاندې كاوه رئيس دې راباندې راسور شو او له عريضې نه جګړه جوړه شوه، زما عريضه او كار تر اوسه پر دې ځنډېدلي، چې ولې مې عريضه په دري ژبه نه وه ليكلې. وزير صاحب اوس ته ووايه!
_ په اساسي قانون كې، خو دواړه ژبې رسمي ګڼل شوي دي په دواړو ژبو د مكتوب او خط و كتابت ليكل جرم نه دى، دا ماده په اسياسي قانون كې اضافه لېكل شوې؟ ستا رئيسانو نه ده ليدلې؟ او كه د زورور اوبه په بره خېژي؟
_ستا رئيسانو ته دا اجازه شته، چې په رسمي چارو كې هم د ژبې، قوم او سمت عقدې وپالي؟
_ كه ستا رئيسان له نورو خلكو دا هيله لري، چې ټول دې د دوى په ژبه خبرې وكړي ايا يو بل افغان هم ستا له رئيسانو هيله كولى شي، چې په رسمي دفترونو كې بايد د كار لپاره اقلاً د خپل وطن ملي ژبې دواړه زده كړي؟ِ
او ايا….؟؟؟
ګران وزير صاحب! نور دې وخت نه نيسم، خو دا مې واوره، چې:.
موږ ته لا ډېر مزل په مخكې دى. موږ او تاسو لا د ملت د بيارغونې الفبا هم نه دي لوستي. كه موږ او تاسو په دې حساسه تاريخي شيبه كې هم عقدې او تعصبونه وپالو زموږ راتلونكى به څه وي؟
ما د يوه افغان په توګه تاته د زړه درد ورساوه، ته جدي او د كار سړى يې باور لرم، چې د خپل وزارت چېنل به له داسې بدرنګو خلكو څخه پاك كړې، چې هم ستا حيثيت ته صدمه رسوي او هم د ملت جوړونې احساس ته. كه داسې ونكړې د يوې داسې ورځې امكان هم شته، چې موږ به ستا د رئيسانو په اړه د شاعر دا خبره زمزمه كوو چې:
ښـــه خـــوى بـــد كــــړو د يار، بدو همراهانو
چې سپين مزى په تور لاس وغړې تور شي
مننه وزير صاحب!
د يوه جدي او مثبت بدلون په هيله دې تر بل ليكه په خداى سپارم، خو ګوره ياد لره، چې بل ليك به بل ليك وي!
درنښت
ستا يو ځورېدلى مجبور افغان ورور
كابل
