دشهیدوا فغانانوپه وړاندې دامریکایانوتازه جنایات

د لراوبر اداره | نوومبر 18th, 2009



څوکاله وړاندې یوه استرلیایي ټلویزوني شبکې داسې ویډیومیندلې وه چې یرغلګرسرتیري یې ښودل چې دشهیدوشویو وګړو جسدونه سوزوي دې خبرې هغه مهال تریوه حده عکس العمل راوپاراوه اودنړۍ هربادرکه انسان دصلیبی عسکرودغه عمل یوه غیربشری کړنه وبلله .


مګرله هغه راپدیخوادافغانستان په لري پرتوغرنیو اوکلیوالو سیموکې امریکایي وحشي سرتیري هره ورځ داسې اعمال اوجنایات ترسره کوي چې سړی یې په اورېدو لړزیږي خولکه څنګه چې ښکاره دغه جنایات ترډېره پټ ساتل کیږی اوعامه رسنۍ چې له مخې غربپاله پالیسي لري ځانونه  پرې ناګاراچوي اونه غواړي ترڅوداډول حقائق رابرسیره شي سره له  دې چې مشرامریکایی جنرال دخپلو پوځیانو لخوا دعامه ځورونو اووژنو دکمښت خبره کوي خوحقائق بیابل څه دی .


دهېواد دمختلفو ولایتوخلک چې په وروستیوکې یې دامریکایانوعملیات په سیموکې تیرشوي وايی چې دامریکایی اونورویرغلګروعسکرورویه  ترپخواڅوبرابره ناوړه شوېده اواوس یې نورو نارواوو ته لاس اچولی دلته به  دمیدان وردګوولایت دسیدابادولسوالۍ دیوه تن اوسیدونکي هغه ترخې کیسې واورو چې په دې نږدې موده کې ددوی په سیمه کې پېښې شویدي بایدیادونه وکړو چې دغه پیښې دنوموړي دسترګولیدلي حالات دي چې دنوموړې سیمې خلکو په ډک زړه زغملي دي .


۱ :همداپرون شپه چې دعقرب ۲۶ مه  کیږی دسیدابادولسوالۍ دسالارو دبازارنه دقبلې په خوادکروخیلوپه کلي کې زمونږدیوه تن ولسي هیوادوال انجنیرمالک په کورامریکایانو چاپه واچوله یرغلګرپه نیمه شپه په  کورورواوښتل انجنیرمالک دکوریوه زنانه  اودکورني یوبل تن ځوان صابریې چې دکابل پوهنتون محصل وه په ډزو شهیدان کړل دغه رازیې دیو سپین ږیري اودووتنو ځوانانوپه شمول دکوردری تنه نورغړي لاس تړلي چورلکوته وغورځول له دې  وروسته یې دکورکالی اوسامانونه راټول   کړي په شهیدانویې غورځولي اوبیایې اورورکړ چې ترسهاربلیده دسیمې خلک چې ورغلي وایی چې شهیدجسدونه  یومخ سوي وه اودکوټې سوزیدلي چت هم پرې راپرېوتی وه غرمه مهال دشهیدانو جنازه شوې خودکورنیو دنورو بندیانونارینه غړو تراوسه درک نه دی معلوم چې  په کومه خوایې وړي .


۲ :څه موده وړاندې چې نږدې دمیزان دمیاشتې شلم به وه  همدې سیمې ته نږدې دسیداباددملي خېلوپه کلي کې امریکایانودمامورمعصوم په نامه د یوه بې وزلی افغان په کورچاپه واچوله له بدمرغه دنوموړي کره په دې شپه څوتنه دوستان میلمانه هم وه چې یویې دلوړې دشش کلاڅخه دلته ډاکټرته راغلی وه اوماښام پرې ناوخته شوی وه اوبل دجغتو له ولسوالۍ څخه میلمه راغلی وه دکلیوالوپه ویناماخستن یوولس بجې امریکایانو دلړمې دکلي سره څرخکې کینولي اوبیاله دې ځایه پیاده ورروان شول دشپې یوه نیمه بجه به وه چې  دمامورمعصوم دکوردروازه یې په بمونوورواولوزوله اوسمدلاسه په کورورننوتل په دې یرغل کې هم بې رحمه امریکایانو میلمانه سره له دووتنو  کوروالاووپه شهادت ورسول وروسته یې په کورکې دزنانه و دګېڼوپه شمول دارزښت وړشیان لوټ کړل اونورکورته یې اورورواچاوه .


دکورماشومان اوزنانه چې په یوه کوټه کې یې شاپه شاکینولي وه سهارچې راوزي نوګوري چې دکورله نوروشیانوسره دشهیدانو جسدونه هم سوزیدلي وه


۳ :بله پیښه څه موده وړاندې دسیداباددسالارو له بازاره جنوب ته دچاردهي په  سیمه کې پیښه شوی وه چې دهارون په نامه یوه بې وزلي ځوان هم پکې ژوندله لاسه ورکړ دنوموړي پلاربزګروه اوده خپله دغزني په ولایت کې له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره کارکاوه چې په دې شپه کورته راغلی وه دنوموړي کورپه داسې ځای کې دی چې دموټرلارنه ده ورغلی نوځکه یرغلګرو ټانګونه لاندې درولی وه اوپیاده ورختلي وه هلته یې زوی اوپلاردواړه په خپل کورکې په شهادت ورسول وروسته یې داسې ناجایزچلندورسره وکړچې ښایي دانسانیت په تاریخ کې نه وي پېښ شوی هغه داچې په داسې حال کې چې دشاوخواسیموخلکو ټولو ورته کتل  دغه دواړه شهیدان امریکایانوپه خره له پاسه واچول اودکورنۍ یوازینی پاته اته کلن ماشوم یې پسې کړچې دټانګونوترځایه یې ورسوي ټولو خلکولیدل چې له شهیدانونه په لاره ترهغه ځایه وینې څڅیدلې وروسته یې ټانګونوته واچول اودسیداباددوتړیو PRT  ته یې یووړل چې بله ورځ یې بیادخلکوله ډېرو غوښتنووروسته شهیدان وروسپارل .


۴ :داخوهغه پېښې وه چې دسیداباددسالاروپه شاوخواکې پیښې شوېدي له دې پرته په نوروسیموکې هم داسې ډیرې پیښې شوي چې هره یوه له بلې هغې زړه بوږنوونکی ده دچک ولسوالۍ دګوډانو په کلي کې دهمدې میاشتې په پیل کې امریکایانوپه یوچپاوکې ملکي خلک له شهادت وروسته په یوډول خاصو کڅوړوکې نغښتي وه چې تریوه شواروزه چې امریکایان په سیمه کې وه شهیدان هم ورسره وه وروسته چې دوی لاړل اوخلکوشهیدان خلاص کړل نو له سینې پورته دمخ اوسرغوښې ټولې رژېدلې وې اویوازې هډوکي اوژامې پاته وه ځینو خلکوویل چې یوډول تیزاب یې پرې استعمال کړي دي ترڅوشهیدان دخلکو له کتلو وایستل شي دغه رازیې څه موده وړاندې دسیداباد ګوربت په غره کې ځینې بوټبانه اوعوام خلک نیولي وه اوپه مرمیو له ویشتووروسته یې داسې موادپرې کارولي وه چې جسدونه یې تک توراوښتي وه .


دنرخ په ولسوالۍ کې له څومیاشتې وړاندې پیښ شوی جنایت نه خوټوله نړۍ خبره شوه چې په عکس العمل کې یې دکابل پوهنتون په شمول دهیواددیوشمیرنوروپوهنتونونو محصلانو او دیندوستو وګړو مظاهرې هم وکړي هلته دامریکایانوپه ټانک باندې ماین الوتی وه چې څوتنه په کې وژل شوي وه وروسته چې دوی ساحه کتلې وه دماین تار چې په کومه خواغځیدلی وه په هماغه برابریې له سرکه لرې په یوه کورچپاووروړی وه په کورکې نارینه څوک نه نوځکه یې ښیښې ورماتې کړې وې ځینو سامانونوته یې اوراچولی وه او وروسته یې دکوټې په یوه تاخ کې ایښې قران کریم راخیستی وه اوپه سرک یې اوروراچولی وه (اعاذناالله )کله چې امریکایان له سیمې تللي  وه دکورښځې ورغلي وې اوله قران کریم نه یې اورمړکړی وه اوواپس یې کورته وړی وه .


تر ټولو تازه خبر دا چي تېره شپه ۱۷ نومبر ۲۰۰۹په کندوز ولايت کي بهرنيو پوځيانو يو موټر چلوونکي په سپيو داړلی او زخمي کړی دی .محمد عارف دکندوز ولايت دزرخرې د چهل چنار سېمې اوسيدونکی وايي چي (( چې تيره ورځ ماذديګر دګورتيپې دچم تيپې په سېمه کې دزلمې په نامه دلين ډريور په کور په کندوز کې مېشتو بهرنيو ځواکونو چاپه اچولې ده. چې نوموړې اودهغه ورور يې دسختو وهلو نه وروسته په سپيو داړلې دي.


 زلمې يوټپې طالب چې په حاجې معاون شهرت لرئ دسينددغاړې څخه په خپل موټر کې راپورته کړي وو نوموړې زياتوې چې دزلمې اوس مهال روغتيايي حالت ډير خراب دي او له پزې اوغوږونو نه يي وينه بهيږې خو کله چې له محمدعارف نه پوښتنه وکړه چې ولې يې دغه ټپې يي په خپل موټر کې پورته کاوه هغه په غبرګون کې وويل (( چې وسلوال هم زور لري که چيرته يي نه پورته کوو نو بيا به زلمی د طالبانو له خطر سره مخامخ و)).


له پورتنیو حقایقو څخه په روښانه معلومیږي چې په افغانستان کې ددیموکراسۍ اودبشریت دعلمبردارو کړنې  کومې کچې او پولې ته رسیدلې او لادڅرنګه پیښوتمه کیدلای شي .
داپیښې یوازې په ډیره کمه جغرافیوي محدوده او لنډه زمانه کې شوې دي چې هرڅوک ترې اټکلولای شي چې  دسترافغانستان په سطحه به پیښ شوي اوپیښیدونکی وي .


دتحیروړداده چې اوس هم لاځینې داسې کاڼه ړانده وطنوال لرو چې بهرنیان دغه ددین اوانساني کرامت غلیمان دامن اوپرمختګ استازي بولی اوپدې خاوره دشتون لپاره سم دلایل وایی پورتني حقایق ددې لپاره کافي دي ترڅو روشانه کړي  چې ددیموکراسۍ اودیموکراسي غوښتونکوپه ورا دراغلیو بهرنیانو شتون زمونږ متدین اومسلمان اولس ته په کومه بیه تمامیږي .

د لراوبر يادونه : لراوبر ويبپاڼه له بده مرغه هره ورځ داسي خبرونه او کيسې ترلاسه کوي چي د يوه بشر ، مسلمان ، افغان ، پښتون په توګه يې اوريدل ، لوستل او ترې اګا کېدل احساس نا ارامه کوي او ورځ تر بلي ورځي د افغان ولس په زړونو کي د واکمني ادارې بې کفايتي او بهرنيو ځناورو پوځيانو پر وړاندي د زيات نفرت سبب ګرځي .


لراوبر له خپلو درنو همکارانو مننه کوي چي هغه ناخوالي را سپړي ، ليکي او راليږي چي د افغانستان لپاره د انګريزانو په بي بي سي او امريکا په ازادي ، اشنا ، ډېوه او راتلونکې جوړېدونکې راډيو کي د خپريدو اجازه نه ورکوله کيږي .


څرنګه چي نن سبا په هر کلي ،محل او کور کي ډيجيټل کمرې پيدا کېږي يا په ډيرو موبايل ټيلفونونو کي د عکس او ويډيو اخستلو اسانتيا سته ، لراوبر ويبپاڼه په لراوبر افغان وطن کي له ټولو وروڼو او خويندو هيله کوي چي دداسي ناخوالو پر مهال د خپلو موبايل ټيلفونونو په مرسته اسناد او شواهد راټول کړي او د سيمه ايزو ژورناليستانو په واک کي يې ورکړي يا يې په مخامخ ډول لراوبر ويبپاڼي ته راوليږي .


موږ اوس هم ناهيلي شوي نه يو چي يوه ورځ به له ، مخکنيو او اوسنيو واکمنو او بهرنيانو سره زموږ دبېچاره قام سره د ټولو ناځوانيو او وحشي کړنو په اړه سوال او جواب کيږي ، هلته به دغه اسناد زموږ په درد خوري او بيا به دشهيدانو د هديرو په ويجاړولو او ټوليزو قبرونو په له منځه وړلو څوک ځان نسي خلاصولای .

«

Copyright Larawbar 2007-2024