Afghan culture Holland 27-28 afghan shpeley by Khoshal.wmv

مهاجرت او کلتوري ارزښتونه

افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ

د لراوبر اداره | دسمبر 7th, 2009


عبدالله احسان - د غونډي چلوونکیپه هالنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې په نوښت او لګښت د افغان ليکوالو ، اديبانو او کورنيو په ګډون تېره شپه ۵ ډسمبر ۲۰۰۹  هالنډ د اوتريخت په ښار کي د مهاجرت اوکلتوري ارزښتونه تر سرليک لاندي څېړنيزه او تفريحي غونډه جوړه سوه .


غونډه د ښاغلي قاري عزيز رحيق لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل سوه ، د غونډي چلوونکی عبدالله احسان و ، وروسته ښاغلي ډاکټر سيد احمد نصير پرانستونکې وينا واوروله . دا غونډه  پر څلورو برخو وېشل سوې وه :


څېړنيزي مقالې او ويناوي


دماشومانوذهني ازموينه


مشاعره


سندري او اتڼونه


په څېړنيزه برخه کي د مهاجرت ، کلتور او کلتوري ارزښتونو پر بېلابېلو برخو په تفصيل سره ژوري ويناوي ، مقالې او څېړني وړاندي سوې .


په دې برخه کي دغو ښاغليو برخه واخيسته :


 



دغونډي لومړی ويناوال د افغاني کلتوري ټولني مشر ډاکټر سيد نصير احمد و چي د پرانستونکي وينا په ترڅ کي د افغانستان او نړۍ پر کلتوري مخکښانو او نومياليو د ژوند او کارنامو په اړه  په تفصيل سره وږغېدی ، نوموړي د افغانستان او نړۍ د مشهورو اشخاصو او عالمانو له جملې څخه د افغاني د نړيوال شخصيت ابن سينا ، خوشال خان خټک ، لوی احمدشابابا او يو شمېر نورو نومونه يادکړه ، نوموړي  افغانان په دې ملامت کړل چي د خپلو ملي مشرانو د شخصيت په اړه ولس ته هغومره څېړني نه دی کړی څومره چي ښايي او ټينګار يې وکړ چي خپل راتلونکي نسل ته د خپلو ملي مشرانو پيژندل د د کلتور په وده کي مهم رول لري .


 


ورپسې قاري عزيز رحيق دموضوع په اړه خپله ژوره وينا واوروله ، نوموړي وويل  هجرت يا مهاجرت د جلاوطنۍ يا بې وطنۍ په معنا دی چي دا يوه ډيره دردناکه معنا لري چي له بده مرغه موږ اوس په دې دردناکه حالت کي قرار لرو ، نوموړي پر مهاجرو ( جلاوطنه ) کورنيو ږغ وکړ چي لمړی دي خپله د کلتور په ساتنه او وده کي يو له بله همږغي او همکار شي او بيا دي خپلو اولادونو او راتلونکي نسل ته د خپل دين او کلتور په لېږدولو کي خپل مسوليت ادا کړي . نوموړي د بېلګي په توګه وويل : که چيري يو پلار لمونځ ، روژه او خپل کلتور پر ځای نکړي هغه ته به سخته وي چي په دې برخه کي دخپلو اولادونو سالمه روزنه وکړای سي .


د افغانستان د چارو څېړونکی انجنير ذکريا پوپل د غونډي بل ويناوال و ، نوموړي د خپلي وينا پر وخت پر دې ټينګار کاوه چي افغانان دي يو د بل خبري ، مخالف نظر اوريدلو کلتور ته وده ورکړي ، له يو چا سره د نظرمخالفت دي د دښمنۍ په معنا نه اخلي ، د نوموړي په اند افغانانو ته د ورپېښو ستونزو  او کړاوونو پېښېدل دنورو علتونو تر څنګ  په خپلو منځونو کي نه زغم هم رول لري .


 


په دې غونډه کي په هالنډ کي د افغانستان جنرال کونسل ډاکټر جمراد جمشېد هم وينا واوروله ، نوموړي د افغاني کلتوري ټولني هڅي وستايلې او په دومره لوی تعداد د افغاني کورنيو راټولېدلو له امله يې خوښي څرګنده کړه ، نوموړي هالنډمېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړ چي په هالنډ کي د افغانستان کونسلګري او کارکوونکي يې د ټولو افغانانو په خدمت کي دي او کونسلګری د افغانانو لپاره د خپل کور حيثيت لري .



وروسته شاعر او خبريال نذير احمد نذير غونډي ته د کلتوري ارزښتونو ساتل او بډاينه تر سرليک لاندي څېړنيزه مقاله واوروله ، نوموړي د کلتور د پيژندني تر څنګ دکلتور زېږېدا ، څانګي ، ډولونو، په کلتور کي د ژبي رول او يو شمېر نورو برخو په تفصيل سره وږغېدی . نوموړي د خپلي وينا په يوه برخه کي پر بهرميشتو کورنيو ږغ وکړ چي په خپل ورځني ژوند کي د خپل کلتور په ساتلو په غير مستقيم او په دغسي غونډو کي په مستقيم ډول د کلتور په وده  او بډاينه کي برخه واخلي .


دافغاني کلتوري ټولني د مېلمنو او غړو لخوا د ټولني سره يوه اندازه نقدي مرستي هم ترسره سوې ،  په دې ترڅ کي د اريانا ټکټ پلورنځی مشر احمدشاکير واصفي د ټولني سره د ۷۰۰ يورو نقدي مرسته وکړه چي دا همکاري يې د ټولني د مشرتابه او غړو لخوا وستايل سو، ځينو نورو برخوالو هم له ټولني سره مرسته وکړه او يو شمېر نورو هره مياشت ټولني ته ۵ يورو په ورکولو سره د ټولني غړيتوب ترلاسه کړ .


 


وروسته هالنډميشتي تنکي ځوان مختاراحمد احسان په کلتوري پرمختګ کي د سپورټ په اړه خپله تحقيقي مقاله او د افغانستان او نړۍ د سپورټ په اړه مفصل په زړه پوري معلومات د غونډي برخه والو ته وړاندي کړه .نوموړي پر بهرميشتو کورنيو ږغ وکړ چي خپل ماشومان داسي سپورټونو ته وهڅوي کوم چي د اسلام په مقدس دين کي حرام نه وي خو د روغتيا لپاره ګټور وي ، چي هم راتلونکی افغان نسل له ذهني او بدني غښتلتيا څخه برخمن وي  او هم له ډيرو عبثو چارو څخه راګرځيدلی وي .


نوموړي افغان رسنۍ په ځانګړي ډول تلويزيونونه په دې ملامت کړل چي د افغانستان د ملي سپورټونو په اړه يې د نه پاملرني له امله بهرميشتي افغانان د خپل هيواد سپورټونو سره اشنايي نلري .


 


د ملي هينداره درې مياشتۍ او احمدشابابا علمي او کلتوري مرکز مسول ليکوال اوشاعر ښاغلي ننګيالي خان بڅرکی چي ددې غونډي مشر ټاکل سوی و هم په خپل وار سره د خپلي وينا په ترڅ کي د افغاني کلتوري ټولني سره د لس کلن شناخت د يادوني تر څنګ د دې ټولني لخوا دعلمي کتابونو خپرول ، دعلمي غونډو او کنفراسونو جوړول ، د ملي شخصيتونو په وياړ او ملي ورځي نمانځل  او داسي نوري کلتوري هڅي وستايلې ، نوموړي د خپلي وينا په يوه برخه کي وويل : د يوې ټولني تر ټولو لومړۍ دنده د خپلي ژبي ساتل ، وده ورکول او د راتلونکي نسل روزني ته پاملرنه ده ،نوموړي پر کورنيو ږغ وکړ چي د کلتوري ټولنو سره په همکاري دي په خپلو ښارونو کي د خپلو بچيو لپاره د ښووني او روزني مرکزونه جوړ کړي .


 


د لومړۍ برخي وروستی ويناوال ښاغلي اجمل ننګ وو ، نوموړي د کلتورد بډايني په اړه تر لنډي وينا وروسته دغونډي دوهمه برخه ( د ماشومانو ذهني ازموينه ) وچلوله ، له شاوخوا  دوولس ماشومانو څخه ذهني پوښتني وسوې ، ګټونکو ماشومانو ته د هغوی د خوښۍ او تشويق لپاره د ټولني لخوا جايزې ورکړه سوې .


 


ماخستن ۸ بجې دډوډۍ خوړلو تر نيم ساعته تفرېح وروسته د ټولني لخوا لاندنيو ۳ کسانو ته د هغوی د ښو لاسته راوړنو له امله ستاينليکونه او د ټولني لخوا جايزې ورکړه سوې  :


۱ (ساحل کټوازی ) دهالنډ په کچه دتکوانډو په سياليو کي د لومړي مقام ګټونکی


۲  (هديه عابد )


۳  (مختار احمد احسان )


 


د غونډي دريمه برخه (مشاعره ) د تکړه وياند احمدشا بهاند لخوا مخته بېول کېده ، په دې برخه کي دغو شاعرانو شعرونه ولوستل :


ننګيالی خان بڅرکی


نذير احمد نذير


يارمحمد عليزی


احمدشابهاند


اجمل ننګ


احسان الله احسان


امين کټوازی



د وخت د کموالی له امله ټولو شاعرانو ته نوبت ونه رسېد او د غونډه سندريزه برخه د تکړه سندرغاړي يارمحمدعليزی لخوا پيل سوه ، خوږې سندري وويل سوې ، ځوانانو مست اتڼونه وکړه ، د يادوني وړ ده چي په دې غونډه کي د غرغښت کلتوري ټولني لخوا راغليو ځوانانو په اتڼ کي برخه واخسته او په زړه پوري مست اتڼونه يې په پرله پسې توګه يې د غونډي د برخوالو لخوا تود هرکلی کېدی .


غونډي ته استاد خوشال چي د جرمني له هامبورګ څخه يې تشريف راوړی و په  بينجو ( جاپاني ) او شپېلۍ ږغولو لا ډيره ښکلا ورکړه چي د غونډي برخه والو په تودو چکچکو بدرګه کاوه .


دا غونډه چي ماځيګر پر ۵ بجې پيل سوې وه د شپې پر يوولس نيمي بجې هنرمندانو ته د ټولني لخوا د تازه ګلونو د ګېډيو په ډالۍ کولو او له ټولو مېلمنو څخه په منني پای ته ورسېده .


 


ددې غونډي ويډيوي ټوټې : Afghan culture Holland 27-28 afghan shpeley by Khoshal.wmvAfghan culture Holland 27-28 afghan shpeley by Khoshal.wmvAfghan culture Holland 27-28 afghan shpeley by Khoshal.wmv


 


 


 



















Copyright Larawbar 2007-2024