امريکايي بې پيلوټه الوتکو ۸ وسله وال وژلي دي

د لراوبر اداره | نوومبر 20th, 2009


امريکايي بې پيلوټه الوتکو نن د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه کي بمونه غورځولي ، د ايتلافي ځواکونو ادعا کړې چي په دې بمباريو کي يې ۸ وسله وال کسان وژلي دي ، دا سيمه تر دې مخکي هم د بې پيلوټه الوتکو لخوا بمباري سوې وه .
بله خوا له شمالي وزيرستان څخه طالبانو خبرداری ورکړی دی چي تر څو د اتيلافي ځواکونو او پنجابي پوځ عمليات پای ته ونه رسيږي دوی به پر دولتي تاسيساتو او ټولګټو سيمو خپلو بمي بريدونو ته ادامه ورکړي تر څو له دې لاري پر دولت فشار واچوي چي عمليات پای ته ورسوي او خبرو اترو ته حاضر سي .
د يادوني وړ ده چي په شمالي وزيرستان کي د پنجاب پوځ عملياتو ، هوايي بمباريو او وسله والو لخوا په بمي چاودنو کي په سلګونو پښتانه وژل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024