کور / شعر / ټپيزه

ټپيزه

سترګې يې غټې ملا نرۍ ده
په غاړه يې ښکلې غاړه کۍ ده
په ښکلې پزه يې نتکۍ ده
د کفر لور لکه سپوږمۍ ده
لا پېغله نه ده لا کمکۍ ده
شم ترې قربان تنکۍ منکۍ ده
خوږه له شاتو يې خولګۍ ده
پسته مسته لکه وړۍ ده
وايمه سمه زولوبۍ ده
د ترميده وو وړو ډوډۍ ده
خو بس په څېر د ښاپېرۍ ده
ملګرو دغسې جينۍ ده
تل راته شونډو کې مسکۍ ده
زما ( يرغل ) ښه د يارۍ ده
ساده هم نه ده مکتبۍ ده
( ليلا دغټې کورنۍ ده
په ما غريب باندې يې کله پېرزو شينه )