کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف يې د صليبيانو سازشونه (۲)

عثماني امپراطوري او پر خلاف يې د صليبيانو سازشونه (۲)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول  (۲)

دعثماني امپراطورۍ او صلیبي متحدې اروپا ترمنځ کشمکش
په دې تاریخي ناول کې ډیرې داسې پیښې مخته راځی چې زمونږ دهیواد د اوسني کړکیچن حال سره سر خوري ، همداراز په دې ناول کې د یو شمیرکسانو نومونه یادشوي دي چې شونې به وي په تصادفي توګه دیو شمیر وګړو د نومونو سره یو شانته والې ولري . خو ټول کړچار مثبت دې او د لیکوال خپل آند څرګندوي .
اوس تاسې ددې تاریخي ناول دویمه برخه لولئ:



علي د برهان الدین سره یو ځاې د بروصې شاهي ماڼۍ ته ور ننوت ، په دغه وخت کې د محل په خونه کې سلطان مراد ، دهغه زوې بایزید ، د بایزید زوې ارطغرل ، سلیمان ، عیسې ، موسې ،محمد او دڅونورو غټو وړو سالارانو په ګډون د ښار څو امیرین او دعدليي د امورو مشران هم ناست وو . کله چې برهان الدین اوعلي خونې ته ورننوتل نو سلطان مراد دخپله ځایه را پورته شو او هغوې ته یې ښه راغلاست ووایه ، شونې ده چې دغه ښه راغلاست به د برهان الدین د تشویق له پاره و، په دې وخت کې برهان الدین دعلی په غوږ کې څه وویل ، نو علی ور مخته شو او دسلطان سره یې په لاس روغبړ وکړ . ددې وروسته یې د نورو ناستو خلکو سره دروغبړ کولو وروسته چې کله هغه د ولي عهد بایزید لورې ته را ورسید نو د روغبړ وروسته بایزید هغه د خپل ځان تر څنګ کیناوه ، او هغه ته یې په غوږونو کې څه وویل :
په دې وخت کې سلطان مراد ډیر خوښ ښکاریده ، خپل زوې بایزید ته یې مخ کړ او ورڅخه یې وپوښتل : زما قدرمنه زویه ! ایا ته دعلې سره د په وا څخه پیژندګلوی لرې ؟»
بایزید په ډیر ادب سره خپل پلار ته مخ را واړاو او ورته یې وویل :
« عالیقدره سلطانه! ما د علي سره څو ځلي د حرب و ضرب په مکتب کې لیدنه کتنه کړې وه ، زه لا د په وا څخه د هغه د جنګی او حربي فن اوپوهې څخه پوره پوره خبر یم »
وروسته له دې خبرې بایزید علي د خپل ځان تر څنګ په یوه خالي ځاې کې کیناوه،تر لږه وخته پورې د ماڼۍ په دې خونه کې چپه چپتیا شوه ، یو ناڅاپه د سلطان اواز را پورته شو او علي ته یې په وینا کې وویل : «دخیرالدین زویه ! تر هر څه دمخه زه تاته په دې خاطر چې تا دحرب و ضرب په مکتب کې دیني او عسکرې روزنه په ډیره ښه او اعلي درجه تر سره کړې د زړه له خلاصه مبارکي وایم ، ددې تر مخه زما د زوې استاد ، دروند برهان الدین ، به ماته کله کله ستا د وړتیاو په هکله معلومات راکاوه ، همدا اراز هغه ستا دکورنۍ د حالاتو څخه هم وخت په وخت خبرولم ،او زه ستاسې د ټول حال احوال نه پوره خبریم ، زما زوې بایزید هم په دې پوه دې چې څه ډول ستا پلار او بیا دهغې پسې ستا ورور د دښمنانو په لاسو وژل شوي دی ، او اوس اوس خبر شوې یم چې ستا بل ورور هم د نوم ورکو دښمنانو په لټه کې دې .»
په دې وخت کې برهان الدین سمدستي وویل « درونده سلطانه ! علي ته لږ څه د مخه دا بد خبر راغې چې د هغه بل ورور مجدالدین هم دهمدې نوم ورکو دښمنانو په لاس وژل شوې دې . اوس علي د خپلې کونډې مور اوخور یواځنۍ هیله ده . درونده سلطانه ! ده هم اراده کړې چې په هر حال به د خپل پلار او دواړو ورونو ددښمنانو په لټې پسې وځي او هغوې ته به دخپلو کړو سزا ورکوي . درونده سلطانه ! ددې مور سوګند کړې چې تر هغې به پڼي پښو ته رانه وړې تر څو یې چې د خپل میړه قاتلانو ته سزا نه وي ورکړې . په دې خاطر قدرمنه ! دیخنۍ په دې موسم کې د هغې پښې د یخ له لاسه پړکې شکیږي . دې خپلې مور ته زاري کوي چې هغه دې پڼې په پښو کړي خو هغه په خپل سوګند کلکه ولاړه ده . د یخنۍ په دغسې موسم کې علي او دهغې خور سریان دخپلې مور د پښو د چاودنو او ټپونو د ډکولو له پاره د وازګې په ویلي کولو او دهغې په ټپونو کې د هغې د ور اچولو په واسطه علاج کوي ، قدرمنه سلطانه ! زه هیله من یم چې علي به د خپلو دښمنانو څهخه د بدلې په اخستلو کې بریالي شي . »
د برهان الدین په دې خبرو د ماڼۍ په دې ستره خونه کې د لږ څه وخت له پاره یوځل بیا چپه چپتیا خپره شوه. بیا هر یوه په ډیره دردناکه ژبه دعلي سره د هغه د ورور د ښهادت په خاطر د زړه خواله وکړه ، په همدې وخت کې یو ځل بیا د سلطان اواز په خونه کې راغبرګ شو.
د خیرالدین زویه ! ته اوس یوازې علي نه یې بلکه علي پاشا یې . شونې ده چې محترم برهان الدین به تاته په دې هکله خبر درکړې وي ، ما تا ته د پاشا لقب درکړې ، او نه یواځې د ښار خلک په دې خبره خبر شوې بلکه مونږ په لښکر کې هم دا خبره ډاګیزه کړې ده . دنن څخه وروسته به تاته علي نه بلکه د علي پاشا په نامه غږ کیږی . نو علي پاشا ! واوره : زه تاته یو کار درسپارم ، زه هیله من یم چې هغه کار به ستا د جنګي وړتیاو سبب وګرځي او هم به ستا له پاره د تجربې اساس ثابت شي . همدا راز دهمدې عسکري دندې په ترسره کولو کې به ته د خپل پلار او دواړو ورونو د قاتلانو په پیداکولو کې هم بریالې شي.
د خیرالدین زویه ! د بلغاریي حکمران سیسمان دخپلو دوو شهزاد ګانو ، سائرکن او ایکسلا، سره یو ځاې زمونږ په نوو سوبه شوو سیمو کې د شپینیو یرغلونو یوه لړۍ پیل کړې ، دوې کله په مقدونیه کې وینه تویونکي عملیات تر سره کوي او کله د تهریس په سیمه کې . دهغوې ددغې یرغلونو په پایلو کې زمونږ لښکریانو ته زیان رسیدلې دې . زه به ستا په مشرۍ تا ته یو لښکر درکړم ، تاته د یوې اونۍ وخت هم درکوم په دې وخت کې خپل ځان تیار کړه ، په دې لړ کې به زما زوې بایزید تا ته پوره لارښوونه وکړي. ددې وروسته به ته د خپل لښکر سره یو ځاې هغې لورې ته کوچ کوې ، اود بلغاریي د حکمران سره به ټکر ته ورځي زه هیله لرم چې ته به هغې ته ماتې ورکړې ، داسې ماتې چې په راتلونکې کې هغه بیا زمونږ په سیمو باندې دشپینیو یرغلونو جوګه نه شي .
د خیرالدین زویه ! زه پوهیږم چې ته د هغو سیمو سره اشنا نه یې ، خو زه به ستا سره خپل څوکسه نائبین او دهغوې تر څنګ د لارې لارښود هم و استوم . دوې به په هغو سیمو کې ستا لارښوونه کوی ، او په دې کارو کې به ستا ملاتړې وي . واوره ! که چیرې ته په دې عسکري دنده کې بریمند شوې نو زما د زوې بایزید وروسته به ته دویم کس یې چې زما په وړاندې به د عزت او وقار خاوند اوسی . ایا ته ددې کار له پاره تیار یې ؟
علي پاشا د ځواب نه مخته د سلطان په لور په ژوره توګه او غور سره وکتل ، اوبیا یې سلطان مراد ته وویل :
محترم سلطان ! که چیرې د سیسمان حکمران د اوسپنې یا کاڼي څخه نه وي جوړ شوې نو زه به دهغه دغه سرکښې ، دهغه دغه ړوند غضب ، او دهغه ټوله بهادري ، اونارینتوب دهغه په سفالت ، رزالت او د هغې په حماقت باندې بدل کړم . دهغه ټوله تخریب کاري ، دهغه ټوله وران ویجاړ غوښتنه ، ظلم او تیرې به په تورو تیارو کې ډوب کړم . درونده سلطانه ! زه تا ته ډاډ درکوم چې زه به د بلغاریه د حکمران سیسمان ، هره هنګامه او …..دهغه له پاره د مرګ په تحفه بدله کړم .
د علي پاشا ددې ځواب په اوریدو سره یواځې سلطان مراد نه ، بلکه هلته دناستو ټولو خلکو په څیرو باندې د خوښۍ نښې را ښکاره شوې ، په دې خاطر سلطان مراد یو ځل بیا علي ته مخ را واړاوه اوورته یې وویل :
«علي پاشا ! رښتیا چې ستا ځواب زما زړه خوشحاله کړ. زه ستا ددې جرأت ، وړتیا او اعلې فکر ډیره ستاینه کوم . ډاډه یم چې ته به دهمغه ځوانانو په څیر را مخته شې لکه څنګه چې دریاب اشنا څاڅکي په بحر باندې بدلیږي . زه هیله لرم چې ته به د بلغاریه د حکمران په لښکرو لکه د توپاني سیلیو په څیر یرغل وروړې او خپله بریا او لوړتیا به پرې ترلاسه کړې .
د سلطان مراد د چوپتیا وروست علي پاشا سلطان ته د ډاډ ورکولو په خاطر وویل :
درونده سلطانه ! زه به هیڅکله هم تا ناهیلې نه کړم ، هغه هیلې چې تا زما له وجود سره تړلي ،زه به هڅه وکړم چې ستا دهغې هیلو په مطابق و خیژم .
سلطان په ډیرې مینې سره وویل چې :
دخیرالدین زویه ! ستا د راتلو تر مخه مې چې تاته دکوم لښکر د حواله کولو هوډ کړې نو دهغې په هکله مې د بایزید سره هم خبرې کړې دي ، اوس ته د بایزید سره ولاړ ښه ، هغه به تاته دهمدې لښکر په هکله نور معلومات هم درکړي هغه به تا دلښکر سره او لښکر به له تاسره معرفي کړي .
د سلطان مراد دې خبرو ته د ځواب ورکولو په ځاې علي پاشا دخپله ځایه پورته شو ځکه چې په همدې وخت کې د سلطان مراد زوې او ولي عهد بایزید هم دخپله ځایه پورته شوې و. خو د خونې څخه د وتلو تر مخه سلطان مراد علي پاشا او بایزید ته په ولاړه ولاړه وویل چې :
علي پاشا ! زه پوهیږم چې ته په عمر کې زما د لمسو په ځاې یې ، ته د بایزید د زامنو هر یو ارطغرل ، سلیمان ، عیسې ، موسې او محمد په څیر یې . په دې ټولو کې محمد تر ټولو کشر دې او ته را ته دهمغې همزولې ښکارې . دعمر په دې وخت کې چې کوم عسکري دنده تا ته درسپارل کیږي که چیرې ته په هغې کې بریالي شې نو په سلطنت کې به ستا هماغه ځاې وي دکوم په هکله چې ته تر اوسه پورې فکر هم نه شې کولې .
علي پاشا سلطان ته ددې خبرو ځواب په خوله ورنکړ خو خپل سر یې د هغه تر مخه ښکته کړ او دهغې وروسته هغه د بایزید سره یو ځاې د خونې څخه ووت .
*****۳
قیرات او سریان دواړه مور اولور د ریونا په ګډون دخپلې رمې سره یوځاې د حویلې په لور روان و ، او حویلې ته ورننوتل ، ریونا وکتل چې د حویلۍ د اوسیدو برخه دومره پراخه نه ده لیکن ددې حویلۍ انګړ ډیر پراخه دې . حویلۍ ته په ورننوتلو سره سم قیرات او سریان دواړو مور او لور خپلې وزي چې دشلویا پنځه ویشتو څخه ډیرې نه وي د انګړ په یوه برخه کې غوښتل و تړي ، په دې وخت کې ریونا یوه اړخ ته ولاړه وه ، تر یوه وخته پورې هغې هغوې ته کتل اوبیا په تیزۍ سره مخته ولاړه او د رمې د ځناورو په تړلو باندې یې پیل وکړ. قیرات ورته وویل :
« ریونا ! زما لوري ! پریږده ، ته خو دلته زمونږه سره یوه ډیره درنه میلمنه یې او زمونږ سره نه ښایي چې مونږ د یوه میلمه څخه دغه ډول کار واخلو » .
ریونا په ډیر پراخه زړه او دخپلوۍ په توګه یې وویل :
« محترمي قیرات ! تا ماته خپله لور ویلي دي ، نو په دې خاطر ته زما مور یې ، نو ایا دا به ماته د شرم خبره نه وي چې زما مور دې د رمي ځناور تړي او زه دې د هغې سیل کوم. »
قیرات د ریونا ددې خبرې څه ځواب ورنه کړ . پټه خوله پاته شوه ، ریونا خندل او د رمې د ځناور و په تړلو یې پیل وکړ .
کله چې ټولې وزې و تړل شوې نو بیا قیرات وویل :
« زه غواړم چې تا هلته په میلمستون کې کینوم ، بیا به زه او سریان دواړه د وزو څخه پۍ را واخلو ، بیا به ماښامې تیار کړو ، واوره لوري ! زه غواړم له تا څخه ډیر څه و پوښتم، زما لوري !ځه چې تا په میلمستون کې کینوم ، بیا به نو زه اوسریان د وزو څخه د شیدو د اخیستو له پاره راستنې شو او د ډوډۍ انتظام به هم وکړو .»
قیرات غوښتل ریونا میلمستون ته یوسي ،خو ریونا په خپل ځاې باندې ولاړه پاته شوه . تر یوه وخته پورې مسکۍ وه ، او بیا یې قیرات ته وویل :
«واوره مورې ! ته دا بده مه ګڼه ، اوس خو تاماته خپله لور ویلې دي ، په دې اساس زه د سریان په څیر تاته دمور غږ کولې شم ، که زه د لور په څیر په میلمستون کې کینم او ته کار وکړې دا به زما له پاره د زغم وړ نه وي ، نو په دې خاطر د یوې لور په څیر له تانه غواړم چې ته ولاړه ښه او ماښامې تیار کړه ، زه او زما خور سریان به دواړه د وزو څخه شیده را واخلو . دهغې وروسته چې ته څه غواړې زما څخه و پوښتې بیا هغه و پوښته ، زه تاته ډاډ درکوم چې زه به ستا د هرې خبرې ، د هر سوال ځواب غلې درنه کړم . »
په دې وخت کې سریان هم په منډه د ریونا څنګ ته راغله ، په مینه یې دهغې لاس و نیو او پورته شول ، قیرات تر یوه وخته پورې مسکۍ او خندنۍ وه ، دا سې په ډاګه کیده چې هغې د ریونا مشوره منلې ده . په دې خاطر هغه د په لنځاې په لور ولاړه ، سریان ددې حال په کتلو سره منډه کړه او د شیدو لوښي یې راوړل او د ریونا سره یو ځاې یې د وزو په لوشولو پیل وکړ .
د وزو د شیدو اخستلو وروسته ریونا او سریان دواړه د په لنځاې په لور ولاړې او د قیرات سره یې یو ځاې د ډوډۍ د په لې کار تر سره کړ .
د ډوډۍ د تیارولو وروسته درې واړه د په لنځاې څخه بهر را ووتې، ولاړې او په تشناب کې یې خپل لاسونه او مخونه پریمنځل ، په همدې وخت کې د بروصې د جوماتونو څخه د ماښام د لمانځه اذانونه هم پیل شول . د اذان د اوریدو سره سم قیرات او سریان دواړه ولاړې او اودسونه یې وکړل او بیا یې د ریونا تر مخه په میلمستون کې لمونځونه اداءکړل . تر هغې چې سریان او قیرات لمونځونه ادا کول ریونا هغوې ته په ډیر ذوق سره بلکه په حیرانونکي توګه کتل. د لمانځه د اداء کولو وروسته قیرات اوسریان دواړه د ریونا تر څنګ کیناستې او دعلي پاشا د راتلو په خاطر یې په خپلو منځو کې خبرې پیل کړې .
د لږ ځنډ وروسته علی پاشاهم حویلۍ ته را ننوت ، خپل آس یې د رمې د ځناورو تر څنګ و تړه . کله چې هغه د انګړ څخه داوسیدو د ځاې په لور را ته ، مور یې ورته ور غږ کړ او هغه یې د میلمستون په لور را وباله . علي پاشا میلمستون ته ور ننوت ، او دخپلې مور تر څنګ کیناست ، موریې ورته وکتل او ویې ویل :
« زویه علي پاشا ! ما په ډیره بې صبرۍ سره ستا انتظار کاوه ، حویلۍ ته د راننوتلو سره سم مونږ د وزو څخه پۍ اخستي او دغو دواړو یو ځاې د ماښام ډوډۍ تیاره کړې ده . ټولو په ډیره بې قرارۍ سره ستا انتظار کاوه . حقیقت دادې چې ما غوښتل د ریونا څخه ډیر څه وپوښتم . خو ما غوښتل چې هر څه ستا تر مخه وپو ښتم . په دې خاطر مو په ډیره بیړه ستا انتظار کاوه چې تر راشې او بیا دریونا سره خبرې وکړو.
قیرات تر همدې ځایه خبرې وکړې چې علي پاشا یې په خبرو کې را ننوت او ویې ویل :
« مورجانې ! تا خو ریونا دلته د راتلو سره سم په کار لږولې ده ، دا خو په دې کور کې یو درنه میلمنه ده . دا چې بیرته ولاړه شي ، هلته به خپل پلار ، مور او نورو دوستانو ته څه وایې ؟ ورته به وایې چې کوم مسلمانان چې هلته په بروصه کې اوسیږي هغوې ددې څخه کار اخست . »
په وا له دې چې قیرات د علي پاشا ددې خبرې ځواب ورکړي ، نو ریونا په داسې حال کې چې لړزیده ،شرمیده او ژبه یې نښته په خبرو پیل وکړ . هغه علي پاشا ته مخ واړاوه او ورته یې وویل :
محترم علي پاشا ! زه ستا د فکر سره موافقه نه یم .تا ته به معلومه وي چې هغو دوو ځوانانوچې زه تر دې ځایه راوستم او دبروصې دښار بیرون یی تاسو ته وسپارلم او بیا هلته دغرو په لمنو کې ستا مور زما سره خبرې پیل کړې نو ستا مور ماته د لور په نامه غږ وکړ ، نو دلته حویلۍ ته د راتګ نه وروسته کله چې ستا مور د وزو څخه د پیود اخستلو له پاره ولاړه ، نو ما به دا څه ډول زغملې واې چې هغه ښځه چې ماته يي لور ویلې هغه دې د وزو څخه شیده را لوشي او زه دې ورته سیلانې ولاړه اوسم . په دې خاطر ما د وزو څخه شیده په خپله خوښه را لوشلې دي . زه دې کار ته هیچا نه یم مجبوره کړې ، داسې و ګڼه چې په دې کار کولو زه ډیره زیاته خوشحالي احساسوم . او دا چې ما په میلمستون کې کومه ډوډۍ تیاره کړې هغه هم ما د خپلې یوې دندې په توګه تیاره کړې . ته ډاډه اوسه چې زه به د بیرته تللو په وخت کې هیچاته ګیله او شکایت و نه کړم چې تاسې زما څخه کار اخستې دې.»
د ریونا ددې خبرو سره د علي پاشا په مخ دخوښۍ نښې را ښکاره شوې ،ددې وروسته یې د خپلې مور په لور وکتل او ویې ویل :
« اې زما مورجانې ! ته چې څه غواړې د ریونا څخه و پوښتې نو هغه وپوښته ، زه به یې هم واورم ، ته دهغې څخه څه پوښتل غواړې ؟
قیرات په ډیره غور سره د ریونا په لور وکتل اوبیا یې وویل :
«ریونا جانې لورې ! تر هغې ورځې چې زما ځوې مجدالدین دکوره څخه وتلې تر نن پورې نژدې شپږ کاله کیږي ، هغه د خپل پلار او ورور د قاتلانو د لټون او هغوې ته د سزا ورکولو له پاره وتلې و .د کومې ورځې څخه چې هغه له دې ځایه رخصت اخستي و په هغه وخت کې علي پاشا نا بالغه و ، علي د هغه په نه موجودیت کې بلوغ ته رسیدلې . لورجانې ! هغه وخت چې هغه له دې ځایه رخصت شوې نو له ما څخه غلطي شوي وه ، ما هغه ته ویلي و چې تر هغې چې ته دخپل پلار او او ورور وژونکې پیدا نه کړې او هغوې ته سزا ورنکړې بیرته به نه را ګرزیږې . افسوس زما په بدقسمتۍ باندې ، ما خپل دا زوې هم له لاسه ورکړ . ګوره لوري ! تا ویل چې مجدالدین په رومیلیاکې د کومې نجلۍ سره واده کړې ، نو که ماته د هغه نجلۍ او دهغې د زامنو نومونه ووایې چې زما د زوې څخه ترې پیدا شوی دي .
ریونا په ډیره نرمه او ټیټه ژبه وویل :
«اې زما مورجانې ! دکومې نجلۍ سره چې ستا زوې مجدالدین واده کړې و ، هغه ډیره زیاته ښایسته ، ډیره د نیک خوی او ښه اخلاقو خاونده ، دډیرې درندې او شریفې کورنۍ پورې اړه لري . دهغې نوم «نریوس » دې . مجدالدین د نریوس سره نزدې پنځه کاله په وا واده کړې . ددې واده په پایلو کې د هغوې دوه زامن پیدا شول . دمشر نوم یې «کندان » دې چې اوس څلور کلن شوې دې . دکوچنی نوم یې «خیسار» دې او فکر کوم چې هغه به اوس د دوو کالو وي .
په حقیقت کې نریوس زمونږ د کلی د یوې کُنډی لور ده ، ستا زوې مجدالدین ته شک پیدا شوې و چې دهغه د ورور او پلار وژونکی او قاتلان زمونږ د کلي اوسیدونکي دي ، په دې خاطر به هغه ډیر وخت زمونږ دکلي په لور تګ را تګ کاوه ، دهمدې تګ را تګ په وخت کې هغه د نریوس او دهغې د مور سره لیدنه وشوه ، د نریوس د مور نوم « پربیسا» دې ، ډیره د نیکو اخلاقو خاونده ښځه ده . ددغو لیدنو کتنو پایلې دا شوې چې مجدالدین د نریوس د مور ډیر خوښ شو . او په دې ترتیب یې ورسره د نریو س د واده پروګرام جوړ کړ.
دسلطان مراد تر څنګ د جنګیدو وروسته ، کله چې ستا زوې مجدالدین فارغ شو نو بیا هغه د خپلې ښځې سره یو ځاې هملته زمونږ په کلي اوسیده ، او ډیر وخت به د قاتلانو په لټون پسې ووت ، هغه ته دا شک هم و چې زما کورنۍ هم د قاتلانو په ډله کې شامله ده . زه نه غواړم چې دلته خپل پاکوالې بیان کړم چې زما کورنۍ په دې قتل کې شامله ده او که نه . او ما له تاسره وعده کړې ده چې زه به بیرته د ستنیدو سره سم په دې هکله تحقیق کوم . که چیرې زما کورنۍ هم ستا د زوې او میړه په وژلو کې ګډون درلود نو زه به دهغې په هکله هم تاسې ته ووایم . بیا هم زه دا خبره منم چې ستا د زوې مجدالدین قاتلین زما د کاکا زامن دي . زه به دهغوې نومونه هم تاسې ته درکړم . او هڅه به وکړم چې کله چې علي پاشا دهغوې د لټون پسې وځي نو دهغوې د ځاې ځیګې په هکله به هم ورته پوره پوره معلومات ورکړم . که چیرې په دې لړ کې علي پاشا ته زما د نورې مرستې اړتیا وي نو هغه به هم ترې و نه سپموم . زه ستاسو د اخلاقو او کړچار څخه ډیره اغیزمنه شوي یم . زه په دې ډیره هم خفه یم چې ستا د میړه د ښهادت وروسته تا هوډ کړې چې ته به تر هغې پڼې پښوته را نه وړې تر څو چې د هغې قاتلینو سزا نه وی لیدلې او په دې لاره کې دا دې ستا دوه زامن هم په ښهادت ور رسیدل .
تر دې ځایه ریونا خبرې وکړې او نوره چپ پاته شوه ، څه فکر یې وکړ، اوبیا یې خپلې خبرې پیل کړې .
« اې مورجانې !تا دخپل زوې مجدالدین د ښځې نریوس او دهغې د زامنو په هکله و پوښتل . نو ما چې دهغوې په اړه څومره پوهه درلوده تاسې ته مې وویله ، اوس به زه تاته د خپل ځان په اړوند هم خبره وکړ م. تاسې ټول پوهیږئ چې زما نوم ریونا دې . زه د خپل مور اوپلار یواځنۍ لور یم . په کوم کلي کې چې مونږ اوسیږو زما پلار دهمغې کلی سردار دې ، زما دپلار نوم رستاک دې ، او د مور نوم مې کیتهنا دې ، دواړه ژوندی دي او له ماسره ډیره زیاته مینه کوي ، کله چې هغوې ته ډاګیزه شي چې زه چا تښتولې یم ، نو په هغوې به ژوند کول ستونزمن شي ، په دې وخت کې ، اې مورجانې ! ، له تانه غواړم چې که چیرې ته ماته اجازه راکړې چې بیرته ولاړه شم نوهیله ده چې ما ژر تر ژره له چا سره یوځاې و لیږې تر څو زما د مور او پلار په غم کې کمښت راشي . خو یو څه باید ووایم چې ما له دې ځایه د کوم پردي سره مه استوه ، ما دخپل زوې علي پاشا سره یو ځاې ولیږه . زه ستا په زوې باندې باور کولې شم ، ځکه چې ما ستاسې اخلاق او کړچار له نژدې وکوت ، اوتر څنګ به یې زه د علي پاشا سره د هغه د پلار او دواړو ورونو د قاتلینو په لټون کې بسپنه وکړم . زه هیله لرم چې علي پاشا به په خپل دغه مقصد کې بریالې شي .»
د قیرات د ځواب دمخه علي پاشا په خبرو پیل وکړ . هغه ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویل :
«ریونا واوره !ستا وړاندیز په پله عملي بڼه نیسي ، زه همدا اوس د سلطان مراد ددرباره راغلې یم . هغه ماته یو عسکرې دنده راسپارلې ده ، خبره داده چې د بلغاریه حکمران سیسمان د خپلو دواړو شهزادګانو هریو سائرکن او ایکسلا سره یو ځاې د مسلمانانو په سیمو شپنې یرغل کوي . هغوې کله په رومیلیا باندې او کله هم په مقدونیه باندې را اوړي ، سلطان زما د قوماندې لاندې یو لښکر تیار کړې او ماته یې حکم کړې چې زه په یوه اونۍ کې دننه دننه ددې ځایه څخه د بلغاریي د حکمران سیسمان د سرکوبۍ او ځپلو په خاطر ولاړ شم . زما سره به څه لارښوونکې او مشران هم وي ، هغوې به له ماسره ددې فوځي دندې په تر سره کولو کې بسپنه کوي . زه نژدې یوه اونۍ وروسته له دې ځایه د خپل لښکر سره یو ځاې هغه لورې ته روانیږم . ته به هم زما سره په دې سفر کې ملګرې اوسې . زه به تا تر ستاسې تر کوره پورې و رسوم او دهغې وروسته به د خپلې دندې د اجرا په خاطر و خوزیږم .
دعلي پاشا په دې ځواب باندې ریونا خورا خوشحاله او ډاډمنه شوه . هغې غوښتل چې علي پاشا ته څه ووایې خو په همدې وخت کې قیرات په خبرو پیل وکړ .
علی پاشا زویه ! ددې نه دا په ډاګه شوه چې سلطان ته په خپل لښکر کې دتل له پاره شامل کړې یې . خو ګوره زما زویه ! زه ډیره زیاته خوشحاله یم چې سلطان مراد ته د خپل لښکر سالار ټاکلې یې او تر څنګ یې درته د پاشا لقب هم درکړې دې .
مورجانې ! ستا خبره سهي ده ، ما ته سلطان د پاشا لقب هم راکړې او تر څنګ یې زه د خپل لښکر سالار هم ټاکلې یم ، هغه ماته دا هم ډاګیزه کړې چې کومه دنده چې ماته را سپارل کیږي که چیرې زه د هغې دندې په اجرا کې بریالې شوم نو دهغه په وړاندې باندې زما حیثیت د ولي عهدبایزید نه وروسته تر ټولو ستر وي .
قیرات د علي پاشا ددې خبرو په اوریدو سره مسکۍ شوه ،هغه ددغې خبر په اوریدو سره ډیره زیاته خوښمنه وه . بیا هغه را پورته شوه او د ریونا په لور یې و کتل او ویې ویل :
« ریونا لورجانې !ته همدلته کینه ، زه او سریان به ډوډۍ را وړو ، او بیا به یې ټول په ګډه وخورو.» ریونا سمدستې له خپله ځایه پورته شوه د قیرات په اوږو یې لاس کیښود ، او بیرته یې په خپل ځاې کنیوله ، اوبیا یې په ډیره مینه قیرات ته وویل : اې مورجانې ! ته په خپل ځاې کینه ، اوس ستا یوه نه دوه لوڼي دي ، زه اوسریان ځو او دواړه به میلمستون ته ډوډۍ راوړو ، بیا به یې ټول په ګډه وخورو . » د ریونا ددې خبرې په اوریدو سره قیرات ډیره خوشحاله شوه ، بیا ریونا اوسریان دواړه را ووتلې ، په ډیره بیړه یې کار پیل کړ، دخوراک حښاک لوښې یې میلمستون ته راوړل او بیا څلور واړه کیناستل او یو ځاې یې ماښامې وخوړ .
پرلپسې لري….