په خوست كي ۶۷ پروژې بشپړي شوې

56 | نوومبر 22nd, 2009


د خوست سيمه ييزچارواكي وايي چي ددې ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ كې دبيارغوني اوه شپيته پروژې بشپړي او تېره ورځ ګټي اخيستني ته وسپارل شوې.

د ځاځى ميدان ولسوال قياس وايي چي په دغو پروژو كې د څښلو د اوبو څاګان ،د برېښنا د توليد وړې دستګاوې، د اوبو بندونه، پلونه او پلچكونه او داسې نور شامل دي چي د ملي پيوستون د پروګرام له لاري پنځه ويشت ميليونه افغانۍ پرې لګيدلي دي.

په خبر كې ويل شوي چي، له دغو پروژو څخه څه باندې څلويښت زره خلك ګټه اخلي او دوى غوښتنه كړې چي، په دې سيمه كې په ورته توګه د بيارغوني نورې پروژې هم عملي شي

Copyright Larawbar 2007-2024