کور / تازه خبرونه / په ختيزو ولايتونو کې د نرسريو کارکوونکي روزل کېږي

په ختيزو ولايتونو کې د نرسريو کارکوونکي روزل کېږي

په ختيځ افغانستان کې د سوداګريزو نرسريو ۲۴۰ تنو کارکوونکيو ته د بزغليو توليدولو روزنه ورکول کېږي. ايډيا نيو په ختيزه سيمه کې د ميوو نرسريو لپاره د بزغلي توليدولو يو اونيز روزنيز پروګرام پيل کړ. د دې روزنې په مرسته به په اتو روزنيزو ناستو کې د ننګرهار، کونړ او لغمان د سوداګريزو نرسريو ۲۴۰ کارکوونکيو ته د بزغليو توليدولو عصري لارې چارې وروښوول شي. دا پروګرام چې د لړم په څلرويشتمه پيل شوى، د ليندۍ تر لومړۍ به اوږد شی. د سيمې ډېری نرسرۍ په دوديزه توګه پر هوارو سطحو بزغلي روزي چې د اوبو زياتوالي، د لمر رڼا کموالي، د باد جريان، او د خرابې تغذيې او افتونو له کبله رامنځته کېدونکي ناروغۍ يې زيانمنولای شي . ددغې ادارې کارکوونکي وايي ددې ستونزې د حل لپاره يې يو پروګرام پيل کړ چې بڼوالو ته د نيالګيو د توليد نوی او ګټورې لارې چارې ورزده کړي.
پدې پروګرام کې د نرسريو کارکوونکيو ته په عملي توګه ورښوول کېږي چې څنګه پر جګو بارو تخم وکري او لوړ کيفيته او ګټور بزغلي لاسته راوړي . په ختيزو ولايتونو کې د ايډيا نيو دا لومړنی روزنيز پروګرام دی چې د نرسريو کارکوونکي له نويو کرنيزو لارو چارو سره اشنا کوي چې ورپسې به يو بل ورته پروګرام د نرسريو کارکوونکي د تخم کارونې او قلمو چمتو کولو په برخه کې وروزي چې له دې سره به د دوی مهارت د نيالګيو توليدولو په برخه کې لا زيات شي.
په راتلونکيو څو مياشتو کې د دغه پروګرام لخوا د يو شمېر روزنيزو پروګرامونو په مرسته به د بزغلي توليدولو فرعي سکتور د دې جوګه شي چې په ختيز افغانستان کې د نيالګيو اړتيا د ګڼ شمېر لوړ کيفيت لرونکيو بوټو په توليدولو پوره او هم پر بهرنيو نيالګيو د کروندګرو تکيه راکمه کړي. ددغې ادارې د کارکوونکو په خبره هڅه کوي چې په ختيځ او شمالي افغانستان کې د کروندګرو د عايد لوړولو په موخه د کرنيز ارزښت کړۍ په هره برخه کې پياوړې کړي.