کندوز : د تیلو ۳ ټانکرونه په اور لولپه شول

د لراوبر اداره | نوومبر 21st, 2009


نن شپه د اوو بجو په شاخوا کې دکندوزښار دسپين زر چمن ترڅنګ په تيلوبار ټانکرونه په اور لمبه شول . او اوس هم اور پري بل دئ .

دغه شپږ په تيلو بار ټانکرونه چې دسپن زرچمن په سېمه کې ولاړ وو ددغه ولايت دامنې قوماندانې دښوونې او روزنې چارواکې محمدصديق په وينا درې ئي تردي مهاله له منځه تللې دي نوموړې زياتوي چې تردي مهاله يي هيڅ لامل نه دي مالوم چې ټانکرونو ولې اور اخيستې دي.

سېمه داوخت په کلکه دامنيتي مسوولينو له لورې کلابنده ده اوهيچاته اجازه نه ورکول کيږي چې له نږدي څخه ليدنه وکړئ دغه اور دومره زوردي چې شاوخوا سېمې له خپلو لمبو نه روښانه کړئ دي اودغه اورته نږدي سېمې له خلکو نه خالې شوي دي دمحمد صديق په وينا په دغه اورلګيدنه کې تر دي مهاله هيچاته دسر زيان نه دي رسيدلې .

خو له بلې خوایوتن ځايي اوسيدونکې او دتیلوپلرونکې محمدنظربيا وايي چې دغه دتيلوټانکرونه ماذديګر شپږبجې دشيرخان بندر نه راغلې وو چې يوځل يي اور واخيسته هغه وويل چې مونږته يي هيڅ لامل نه دي مالوم همداراز نوموړي وايي چې دغه په تيلو بار ټانکرونه ديوې امريکاېې کمپنې وو چې د پې سې يو (PC1 ) په نامه تيل په کې بار وو .

تر دي مهاله هيچا ددغې پېښې مسووليت په غاړه نه دي اخيستې ديادونې وړ ده چې کله کله دبغلان په ولايت کې په ځانګړي ډول دبغلان جديد په سېمه کې تيره پنجشنبه ورته پېښه رامنځ ته شوي وه چې پړه يي وسلوالو طالبانو په غاړه اخيستې وه .

Copyright Larawbar 2007-2024