کور / تازه خبرونه / پاكستان پر دې فكر كوي چي افغان كډوالو ته ځاى وركړي كه نه؟

پاكستان پر دې فكر كوي چي افغان كډوالو ته ځاى وركړي كه نه؟

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په دې هېواد کي تر پرله پسې چاودنو وروسته پر دې له سره فکر کوي چي، ايا افغان کډوالو ته په راتلونکو درو کلونو کي د اوسېدو اجازه ورکړل شي او که نه؟

په دې وروستيو کي پاکستان له دې هېواده، د افغانانو اجباري ايستل پيل کړي دي.

دا په داسي حال کي ده چې افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونوادارې مخکي پرېکړه کړې وه، چي د 2012 م کال تر پايه پوري افغانان په دې هېواد کي د استوګنې حق لري.

د پاکستان حکومت دې پرېکړې، افغان کډوال اندېښمن کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفير مجنون ګلاب ځاځى وايي پاکستان د افغان کډوالو د اجباري ستنولو حق نه لري.

په پاکستان کې يو اعشاريه اووه مليونه قانوني افغانان او شا و خوا يو مليون هغه افغانان ژوند کوي چي قانوني اسناد نه لري.