کور / تازه خبرونه / ناټو د افغان ځواكونو د روزني مسئوليت اخيستى

ناټو د افغان ځواكونو د روزني مسئوليت اخيستى

ناټو ځواکونو پرون د افغان پوځ او پوليسو د روزنې مسووليت واخيست، امريکا چي د روزنې د ماموريت ډېره برخه پرمخ بيايي، اوس به يې د روزنې دغه ماموريت د ناټو په مشرۍ د روزنې په يوه نوي ماموريت بدل شي.

د ناټو د عمومي قوماندان مرستيال تورنجنرال مايکل وارډ وويل، کېداى شي د ناټو زيات روزونکي به افغانستان ته راشي چي د سيمه ييزو ځواکونو په ځواكمنولو کي مرسته وکړي.

وارډ وويل پلان دا دى، چي تر راروان کاله پوري د افغان ملي اردو د عسکرو شمېر يولک او څلور دېرش زره او د پوليسو شمېر شپږنوي زره او اته سوه ته ورسيږي.