عثماني امپراطوري او پر خلاف يې د صليبيانو سازشونه (۳)

د لراوبر اداره | نوومبر 20th, 2009


مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول . دعثماني امپراطورۍ او صلیبي متحدې اروپا ترمنځ کشمکش په دې تاریخي ناول کې ډیرې داسې پیښې مخته راځی چې زمونږ دهیواد د اوسنيو کړکیچنو حالاتو سره سمون خوري ، همداراز په دې ناول کې د یو شمیرکسانو نومونه یادشوي دي چې شونې به وي په تصادفي توګه دیو شمیر وګړو د نومونو سره یو شانته والې ولري . خو ټول کړچار مثبت دې او د لیکوال خپل آند څرګندوي . اوس تاسې ددې تاریخي ناول دریمه برخه لولئ:


(۳) *****۴


علي پاشا به اوس هره ورځ د فوځ مرکز ته ورته . هلته به یې ډیر وخت د بایزید سره او د خپل هغه لښکر په پیژندګلوۍ کې تیراوه چې ددې تر قوماندې لاندې و او له دې سره یوځاې د بلغاریایانو د ځپلو له پاره استول کیده . علي پاشا هڅه کوله چې خپل لښکر د خپل فکر په مطابق منظم کړي . یو ماښام ناوخته کله چې هغه خپل کور ته راغې نو ویې کتل چې مور یې په بستر باندې پرته ده او د درد او تکلیف څخه یې شکایت کاوه ، د سختې یخنۍ او توفاني هواو د لږیدو په اساس دهغې لوڅې پښې ډیرې بدې زخمی شوې وې . کله چې هغه حویلۍ ته را ننوت ، نو قیرات خپلې لور سریان ته ورغږ کړ . دهغې ددې غږ سره نه یواځّې سریان راغله بلکه ریونا هم را منډه کړه او دهغې خونې ته ورننوته . هغه و کتل چې ریونا او سریان دواړه په لمڅي د پرتې قیرات په سر ولاړ ې دي ، د ریونا په لاسو کې د وازګې ډک لوښې و ، په داسې حال کې چې سریان سره په لوښي کې د اور سکروټې پرتې وې ، دا سې معلومیده چې علي ته دا ټول هر څه ډاګیزه شوې و . هغه مخته راغې ، لمړۍ یې د ریونا څخه د وازګې لوښې واخست ، بیا یې هغه لوښې چې سریان په کې د اور سکروټې را خیستې وې دهغې څخه واخست ، دواړه لوښې یې پر ځمکه کیښودل ، اوبیا یې د ریونا او سریان په لور وکتل او ویې ویل : «تاسې دواړه چې بل هر څه کول غواړئ و یې کړئ ، زه به دخپلې مور دپښو زخم په پله و سوزوم .» دهغې دخبرو په اوریدو سره ریونا په ډیره غممجنه توګه وویل : « مونږ خو ډوډۍ تیاروله ، هغه مونږ دواړو خویندو تیار کړیده ، اوس مونږ درې واړو ستا انتظار کاوه ،» په دې خبره ریونا اوسریان دواړه تر څنګ پروت لمڅي باندې کیناستې . علي پاشا چپ چاپ خپل کار پیل کړ ، لمړۍ یې د خپلې مور دپښو زخمې ځایونه په وازګې باندې ډک کړل اوبیا یې د اور د سکروټو په واسطه هغه وازګي ویلي کړې ، خو مور یې ددرد او تکلیف له لاسه اه او زارۍ کولې ، دخپلې مور په دغه حال باندې دعلي د سترګو څخه اوښکې را روانې شوې ، د ریونا تر څنګ ناستې سریان هم دخپلې مور او ورور په دې حال باندې په ژړا پیل وکړ . ریونا چې دا حال لید په خپله هم ډیره غمګینه شوه ، سریان یې د خپل ځان سره را ونغاړله ، قیرات دغه هر څه په سترګو کتل ، نو خپل ځوې علي پاشا ته یې وویل : زویه ، علي ! ستا سې په سترګو کې دغه اوښکو زما زړه سوري کړ ، زویه ! په دغه ناوړه حالاتو کې الله ماته یواځې ته ستره پانګه ګرځولې یې .، زویه ! که زما حالت هر څومره هم خراب شي بیا هم چې ما د خپل میړه او زامنو د وژل کیدو او دهغوې د قاتلینو د پیدا کولو له پاره چې د پڼو د نه په پښو کولو کوم سوګند خوړلې دې زه په هغه باندې په پوره متانت سره ولاړه یم ، تر هغې چې دهغوې د قاتلینو څخه بدله وانه خستل شي ،نو زما په مخ کې ددرد نښې او په سترګو کې د اوښکو ګوهر به په نظر درځي . دخپلې مور د خبرو په اوریدو سره علي پاشا سمدستي خپلې اوښکې وچې کړې ، او ورته یې وویل : « اې زما درنې مورې ! که څه هم د ورځې او شپې په دغه طلسم کې ژوند او پایښت هسې عارضي دې ، بیا هم زه تا سره دا وعده کوم چې زه به تا هسې بې اسرې پرینږدم ، درنې مورجانې ! زه به د خپلو دښمنانو د لټون پسې وځم ، دهغوې په سترګو کې به دتوپان په څیر ور ننوځم او دهغوې جسمونه به ټوټې ټوټې کړم . واوره مورجانې ! زما وعده یواځې خالی وعده نه ده ، زما مورجانې ! ته به وګورې چې زه به د سباوون په څیر په خپله وعده کې ریښتونې واوسم . دا قاتلین ، دا دمنافقت وارثین که په غارونو او سوړو کې ور ننوځي او یا په دښتو اوسهرا و کې خپاره شي بیا به هم زه رڼا په لاس دهغوې پسې و ګرځم ، اوپه هر صورت به یې سر قلم کړم او ستا په پښو کې به یې کیږدم ، او دا زیرې به ډیر ژر تاسې ته راوړم.. مورجانې ! ډاډه اوسه ستا تر ټولو کوچنې او اخری زوې علي پاشا به هیڅکله هم تا ناهیلي نه کړی . دخپل زوې په خبرو او هوډ سره قیرات ډیره خوشحاله شوه ، هغې خپل تکلیف ، خفګان او اذیب ټول له یاده وویستل ، بیا یې په ډیره مینه علي پاشا ته مخ را واړاوه ، او ورته یې وویل : علي پاشا ، زویه ! زما دعا له تاسره دي ، زه هیله منده یم چې ته به دخپل دغه هوډ په اساس په خپلو موخو کې بریالې کیږي ، زویه ! څه وخت له دې ځایه کوچ کوې ؟ دخپلې مور دخبرو په اوریدو سره علي پاشا لږ څه ځان سنبال کړ. او بیا یې د خندا نه په ډکه خوله خپلې مور قیرات ته وویل : « مورې ! ما غوښتل تا ته همدا ووایم چې زه سبا د خپل لښکر سره یو ځاې له دې ځایه کوچ کوم. سبا سهر د لمانځه وروسته د لښکر د قوماندې مرکز ته ځم ، او بیا دهغې ځایه وروسته حرکت کوم. مورې ! ته به زما له اړخه ډاډمنه او بې اندیښنې اوسی، زما په نه موجودیت کې نه یواځې برهان الدین بلکه په پله سلطان او دهغه زوې بایزید له اړخه به هم ستاسو دکفالت او خوندیتوب له پاره اهتمام کیږی. د علي پاشا ددې خبرو په ځواب کې قیرات لږ څه چپ خوله پاته شوه او بیا یې علي پاشا ته په خبرو پیل وکړ. علي زویه ! ستا له راتګ نه څو لمحې تر مخه د ریونا سره ناسته وم او دهغې د پوښتنو ځوابونه مې ورکول . هغې له ماڅخه پوښتل چې ایا زمونږ د کور مالي لاسته راوړنه یواځې همدا شل پنځه ویشت وزې دې ؟ ما هغې ته وویل چې نه ، مونږ ددې نه اخوا یو باغ لرو او تر څنګ یې یوه ټوټه زمکه هم شته ، چې زمونږ ګذاره پرې په ښه توګه کیږي. ددې خبرو وروسته د وچې هوا د رالږیدو په اساس زما په پښو کې داسې زخمونه را پیدا شو چې له ما څخه یې د ریونا سره خبرې کول هیر کړل . په همدې وخت کې ته هم را ننو تې . ددې خبرو کولو وروسته قیرات بیا لږ څه ساه واخسته ، بیا را پورته شوه او کیناسته ، د کیناستو سره سم یې ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویل : « ریونا لورې ! اوس چې علي پاشا سبا سهر د خپل لښکر سره هغه لورې ته کوچ کوی نو ته هم خپل ځان تیار کړه ، چې ته هم د هغه سره یوځاې هغه لورې ته وخوزیږي . خو ګوره لورې ! ما تاته تر اوسه پورې دا نه دې ویلې او یواځې زه او زما لور سریان په دې خبر یو چې ما تاته دلته ستا د تم کیدو په وخت کې نوی کالې او څه نور ضروري سامان تیار کړې دې . هغه به تا ته سبا سهر د کوچ کولو په وخت کې در وښیم تر څو یې له ځانه سره یوسې . په دې خبره باندې ریونا سمدستې ځواب ورکړ او نیوکه یې پرې وکړه : « اې زما مورجانې! تا زه په خپل کور کې د یوې درنې میلمنې به توګه و ساتلم ، حال دا چې زه د یوې مجرمې او د قاتلانو د لور په څیر هغو دوو کسو وسله والو تر دې ځایه راوړې وم. خو دلته چې ما ته تاسې کوم عزت او درنښت راکړ نو په مسیح سوګند یادووم چې هغه به زه هیڅکله هم له یاده و نه باسم . زه به تل په دې غه کور کې دغه څو شپې په خپلې سینې کې یادې ساتم. ددې خبرو وروسته قیرات همت وکړ او را پورته شوه او ټولو ته یې وویل : « راځئ چې د هر څه دمخه لومړۍ ډوډۍ وخورو ، دهغې وروسته به زه او سریان دواړه یو ځاې ستاسې د دواړو د تللو تیارې و نیسو . علي پاشا ، ریونا ، او سریان درې واړه پورته شول ، د ډوډۍ لوښې یې کیښوول ، په میلمستون کې یې ډوډۍ وخوړه ، او د ډوډۍ نه وروسته څلور واړو یو ځاې د ریونا او علي پاشا د تللو له پاره تیارې و نیو . سبا سهر علي پاشا ریونا له ځانه سره یو ځاې د لښکر د قوماندې مرکز ته یوړه او بیا یې د بروصې د ښار څخه د لښکر سره یو ځاې کوچ وکړ . *****۵ لمر،ټوله ورځ، په هر شې او هر موجود باندې خپلې وړانګې غوړولې وې اوکله چې ډوبیدو ته ور نژدې شو نو رڼا یې هم سوکه سوکه په کمیدو شوه . د شپې تورو تیارو هر شې په خپله غیږ کې واخست ، په دې وخت کې علي پاشا دخپل لښکر سره یو ځاې په یونا ن کې د رومیلیا ولایت ته ور ننوتې و . هغه د خپل لښکر څخه مخته روان و . ترڅنګ یې ریونا هم په خپل آس سپره روانه وه . د علي پاشا تر شا دهغه معاونین، دهغه واړه سالاران ، او نور لارښوونکې را روان وو، او د ټولو شا ته هغه ځواکمن لښکر را ته چې د بلغاریي حکمران ته د سزا د ورکولو له پاره د علي پاشا تر قومندانۍ لاندې روان و . نا څاپه ریونا د یوه کلي تر څنګ خپل آس و دراوه ، علي پاشا ته یې وکتل او ورته یې وویل : « محترم علي پاشا ! دغه مخامخ چې کوم کلې تا ته ښکاري ، نوم یې «تولک » دې ، او دا زما پلرنې کلې دې . د ریونا په دې خبره علي پاشا د خپل آس واګې را ښکودې او بیا یې وروسته شاته خپل لښکر ته د دریدو حکم وکړ . دهغه د اشارې سره سم ټول لښکر هملته ځاې په ځاې و درید . په دې وخت کې یو ځل بیا ریونا علي پاشا ته وویل : « محترم علي پاشا! خپل لښکر ته همدلته د خیمو دښخولو حکم وکړه ، او ته له ماسره زما تر کوره پورې ولاړ ښه ،» د ریونا اواز د ډیرې مینې او جذبې څخه ډک و . خو علي پاشا دریونا ددې خبرې ځواب ورنکړ. تر لږ څه وخته پورې هغه ریونا ته په ډیر غور سره کتل ، په دې وخت کې د نرې شمال په لګیدو سره د ریونا اوږده ویښتان باد الوزل . علي پاشا و کتل چې ریونا نوې بلوغ ته رسیدلې او تازه یې د ځوانۍ په دهلیز کې قدم ایښودې دې ، د نسوانیت نښې د هغې په مخ باندې راښکاریدې ، د ځنډ په دغه ګړیو کې ریونا هم د صبح کاذب (درواغجن سهار) په څیر په پټه خوله د علي پاشا په لور کتلې ، بیا ددغه چپوالې څخه ریونا تنګه شوه ،اوعلي پاشا ته یې وویل : «علي پاشا! ته په کوم فکر کي ډوب شوې ؟ ایا ته له ما سره زما تر کلی او زما تر کوره پورې نه ځې ؟ علې پاشا محسوس کړه چې د ریونا اواز ډیر متین ، او په خپل ځان د باور څخه ډک دې . ریونا تر لږ څه ځنډه پورې چپه خوله وه او بیا یې وویل : علي پاشا ! داسې بریښې چې ته زمونږ له اړخه د خپل ځان له پاره خطر احساسوې ، شاید چې ته فکر وکړې چې هسې نه چې په کوم جال او یا کومه فتنه کې وا نه چول شې ، خو زه ډاډ درکوم چې مونږ به تا هیڅکله هم د ضرور ت بندې نه کړو . ځکه چې مونږه د هوس او حرص بندګان نه یو ، او نه خلک ته ازار رسونکي یو. مونږ خلک د ظلم ، تیرې او ستم او درد سره نا آشنا یو ، زه تاته ډاډ درکوم چې که چیرې ته زما سره زما تر حویلۍ پورې ولاړ شې نو نه یواځې زه بلکه زما مور او پلار به هم ستا د پاره د وفا او اخلاص نه ډک مهربانه بیا مومې ، زه پوهیږم چې ته زما ددې غوښتنې په هکله په تذبذب کې پریوتې ، خو زه تا ته یقین درکوم چې که چیرې زما د کلي کوم کس هم تاته په خیرنو سترګو وکتل نو زه به دهغه له پاره په هره لاره کې صلیب ، په هر قدم کې تیندک وهونکې و دریږم . د ریونا په دې خبرو علي پاشا خوښې احساسوله ، او بیا یې ریونا ته مخ واړاوه او ورته یې وویل : « ریونا ! ته به زما څه ساتنه وکړې ، ته په خپله د ځوانۍ خوب او د ګلاب د شاخ په څیر نازکه یې . زه غواړم ته تنها خپلې خویلۍ ته ولاړه شې او خپل مور اوپلار ته ووایې چې څه ډول یو شمیر خلکو ته له دې ځایه په زور پورته کړې او د بروصې ښار ته یوړې ، هلته تاته یوه مهربانه مور ، یوه خوږه کشره خور او یو نا پیژندلي ځوان سره مخ شوې ، هغوې ستا ساتنه وکړه او بیا یې ته بیرته په خوندې توګه تر دې ځایه را ورسولې ، ګوره ریونا ! زه د خپل لښکر سره مخته ځم ، او کوم کار چې را سپارل شوې د هغې د تر سره کولو هڅه به وکړم . خو بیرته په را ستنیدو سره سم به ستا کلي ته راوګرځم او دلته به بیا زه د خپل ورور دکونډی «نریوس » د هغې د زامنو « کندام اوخیسار » سره ووینم ، هغه سامان چې زما مور تا ته زما د ورندار او دهغې دکوچنیانو له پاره درکړې هغه له ځانه سره یوسه ، هغه سامان او نقدو روپیو کڅوړه به نریوس ته ورکړې ، او زما ، زما د مور او خور له اړخه به ورته ډیر سلام وکړې ، کوچنیانو ته به زما له اړخه مینه ورکړې او نریوس ته به زما له اړخه ډاډ ورکړې چې زه د خپلې دندې د تر سره کولو وروسته ستا د کلي په لور حتما را ګرځم. ریونا د علي پاشا د خبرو په منځ کې را و غورځیده او دهغې خبرې یې ورغوڅې کړې ، او په لړزیدلې اواز یې علي پاشا ته وویل : « علي پاشا ! هغه توجیه چې تا وړاندې کړه زه هغه هیڅکله هم نه منم . که چیرې ته په کلي کې خپل ځانته کومه خطره نه احساسوې ، که چیرې په دې کلي کې ته زما مور اوپلار خپل خیر غوښتونکي او دخپل ځان له پاره مخلص منې نو بیا به ته حتما له ما سره زما تر حویلۍ پورې زما د پاکوالي او بې ګناهۍ د ثبوت په خاطر ځې ، تر څو زما مور او پلار ډاډمن شي چې څومره ورځې چې زه د هغوې څخه لرې وم په دغه وخت کې ما خپل عصمت ، ابرو او عزت په مکمله توګه ساتلې او د هیچا په لاسو بې ابرو شوې نه یم . زما هیله ده چې زما دا غوښتنه به او زما دا ارزو به ټکر نه کړې . ریونا چپ شوه ، اوعلي پاشا تر یوه وخته پورې په فکر کې ډوب شو او سوچ یې کاوه ، بیا یې ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویل : « ګوره ریونا ! زه پوهیږم چې ته د خوشحالونکو ګلونو په څیر او د روانو ویالو غوندې زمزمه کونکې نغمه یې ، زه پوهیږم چې ته داسې ګل نه یې چې بوې و نلرې او نه داسې میوه یې چې تخم و نه لرې ، زه ستا په وفا ، خلوص اونیت کې هیڅ شک نه لرم ، اوس نو که ته په خپله خبره اصرار کوې نو زه له تاسره تللو ته تیار یم . د علي پاشا خبرو په ریونا کې نوې روح را تازه کړ ، هغې ته یې نوې ځواک ورکړ نو په دې خاطر یې غوښتل د علي پاشا د ممنونیت له پاره څه ووایې چې علي پاشا وګرځید او خپلو سالارانو او نائیبینو ته یې وویل : « زما دوستانو ! خپل لښکر ته د لته د پړاو کولو حکم وکړئ ، د ریونا په نامه دغه نجلۍ چې د بروصې د ښاره له ما سره یو ځاې راغلي ددغې مخته کلي اوسیدونکې ده ، زه له دې سره د دې تر کوره پورې ملتیا کوم ، ما د په وا څخه تاسې ته دا ویلي دي چې په دې کلي کې زما د مشر ورور مجدالدین کونډه او دهغه دوه کوچنیان اوسیږي ، زه به دهغوې سره هم یو ځل وینم ، په دې دوران کې د لښکر له پاره د غذا د تیارولو حکم هم ورکړئ ، له هغې وروسته به مونږ دوباره کوچ کوو . د علي پاشا سالارانو دعلي پاشا ددې خبرې سره موافقه وکړه بیا د هغوې څخه یوه په لوړ اواز سره لښکر ته د پړاو کولو حکم وکړ ، او علي پاشا د ریونا سره یو ځاې دهغې دکلې (تولک ) په لور ولاړ . ریونا په ډیره خوشحالۍ سره په خپل آس سپره د علي پاشا د آس تر څنګ څنګ روانه وه ، خپل کلي ته ننوته او بیا د یوې ډیرې سترې حویلۍ تر مخ و دریده . دخپله آسه ښکته شوه ، او دحویلۍ دروازه یې و ټکوله ، ترڅنګ یې علي پاشا ته وویل : علي پاشا ، زما محترمه ! دا زمونږه حویلۍ ده ، زه حیرانه یم چې زما د کتلو سره سم به زما د پلار څه حال شي ؟ علي پاشا د ریونا ددې خبرې ځواب ورنکړ ، هغه هم د آسه ښکته شو او د دروازې تر شا و درید . کله چې په یوه وار ټک ټک سره دروازه پرانستل نه شوه ، نو هغې یو ځل بیا دروازه و ټکوله ، ددویم ځل په ټکولو سره د لږ ځنډ وروسته دروازه پرانستل شوه او یوه زړه ښځه را ښکاره شو ،کله چې دې زړې ددروازې تر څنګ ریونا وکتله نو دخوښۍ نه په کالیو کې نه ځایده ، مخته راغله او په ډیره بې صبرۍ سره یې ریونا په غیږ کې و نیوله ، بیا یې دهغې مخ ، تندې ، سترګې او ان تر شونډو پورې ښکل کړل . علي پاشا فکر کاوه چې دغه زړه ښځه چې د ریونا سره دومره مینه کوي نو دهغې مور ده ، بیا ریونا دخپلې مور څخه را بیله شوه ، او دعلي پاشا په لور یې وکتل او ویې ویل : علي پاشا! دا زما مور «کیتهنا »ده. زړې کیتهنا په پلټونکو سترګو سره دعلي پاشا په لور وکتل ، بیا یې مخ د حویلۍ دانګړ لورې ته کړ او په لوړ اواز یې غږ کړ . رستاکه …..رستاکه … را منډه کړه ، راښه ووینه چې څوک راغلې ؟ زړې کیتهنا په دې غږ سره یو زوړ سړې دروازې ته په منډه منډه راغې اوڅنګه یې چې سترګې په ریونا و لګیدې نو دخوشحالۍ څخه نور په ځان نه پوهیده ، هغه هم را مخته شو او ریونا یې په غیږ کې و نیوله او ډیره مینه یې ورسره وکړه ، دهغه څخه د را جدا کیدو وروسته ریونا علي پاشا ته هغه هم ور وپیژاند. هغه د ریونا پلار رستاک و . بیا یې خپلې مور او پلار ته مخ واړاوه او ورته یې وویل : اې زما مورجانې ! اې زما پلار جانه ! دغه ځوان چې ما ورته ستاسې تر مخه علي پاشا وویلې ، دا څوک دې ؟ د کومه ځایه راغلي ؟ زه ولې ددې سره دلته راغلې یم ؟ زه به ستاسې ددې ټولو بوښتنو ځواب دلږ څه ارام او کیناستو وروسته درکړم . ایا تاسې ما او علي پاشا ته بلنه نه راکوئ چې دننه درشو . رستاک سمدستې را مخته شو او دروازه یې پرانسته او په ډیره مینه او شفقت سره یې وویل : ریوناجانې لورې ! دا ته څنګه خبرې کوې ، دا حویلۍ خو همستا ده ، او ته له مونږ ه څخه ددا ډول اجازې اخستلو اړتیا نه لرې . ریونا په خندا سره دعلي پاشا سره یو ځاې حویلۍ ته ور ننوته ، علي پاشا یې په میلمستون کې کیناوه ، خپل او دعلي پاشا آسونه یې په اخور و تړل ، خپله مور یې په اشارې سره بلې خونې ته را وبلله ، او هلته یې ورته د مسلمانانو په لاس تر بروصې پورې د تګ او د بروصې په ښار کې د علي پاشا د مور ،خور او په پله د علي پاشا د ښه سلوک او ښیګڼې اوبیا دهغه ځایه دبیرته د را تللو په اړه تفصیلې خبرې وکړې . رستاک او کیتهنا د خپلې لور ریونا ددې تفصیلې خبرو په اوریدو باندې ډیر زیات خوښ وول . هغوې ته تر ټولو ډیره د ډاډ وړ خبره داوه چې په دې دومره موده کې د هغوې د لور ابرو او عزت پر ځاې پاته شوې دې . ددې وروسته رستاک د خپله ځایه پورته شو او دخپلې لور ریونا او ښځې کیتهنا په لور په کتلو سره یې وویل : راځۍ چې د علي پاشا څنګ ته ورشو ، هغه هلته په میلمستون کې ځانته ناست دې ، هسې نه چې هغه د پردیوالي احساس وکړي ، ریونا جانې لورې ! هغه څه چې تا ویل هغه دې وویل ، اوس چې زه څه ویل غواړم هغه به علي پاشا ته ووایم : د رستاک ددې غوښتنې په اساس ریونا او مور یې دواړه له ځایه را پورته شوې ، بیا درې واړه دهغې خونې څخه را وواتل او د میلمستون په لور و خوځیدل . هلته علي پاشا ځانته ناست و ، کله چې دوې درې واړه میلمستون ته ور ننوتل ، نو علي پاشا د هغوې د درنښت له پاره و درید. دهغې په دغه ادب باندې نه یواځې رستاک بلکه کیتهنا هم مسکۍ شوه ، په داسې حال کې چې ریونا د علي پاشا په دغه درنښت باندې په ډیر ویاړ سره کله علي پاشا او کله هم خپل پلار او مور ته کتل . درې واړه مخته ورغلل او دعلي پاشا تر څنګ کیناستل. تر لږه وخته په میملستون کې چپه چپتیا وه . بیا دغه چوپتیا د ریونا پلار رستاک ماته کړه او ویې ویل : علي پاشا ! زما لور ریونا به تاته په لاره دا ویلي وي چې زه کوم نارینه زوې نه لرم . ریونا زما یوازنې لور ده ، دا زما لور هم ده او زوې مې هم دې . ریونا ماته او زما ښځې ته زمونږ له ځانه هم درنه او ګرانه ده . علي پاشا ! هغه څه چې زه یې ویل غواړم نو دهغې د پیل له مخه دا سې و ګڼه چې زه له تانه اجازه اخلم . اوهغه اجازه داده چې لکه څنګه چې ماتا ته وویلې زما کوم زوې نه شته ، بس یوا ځې همدا ریونا ده نو که چیرې په دې وخت کې زه تاته زوې ووایم ،نو تاته خو به کوم اعتراض نه وي ؟ په ځواب کې علي پاشا په پوره ممنونیت سره رستاک ته ور مخ کړ او ورته یې وویل : زما مشره ! دا ته څنګه خبرې کوې ؟ که چیرې ته او ستا ښځه کیتهنا ما ته زوې ووایي نو زه په لاشریکه خداې سوګند یادوم چې دا به ماته ډیر ستر ویاړ وي . د علي پاشا ددې ځوا ب په اوریدو سره ریونا ، رستاک ، او کیتهنا درې واړه خوشحاله شو ل، لږه شیبه وروسته رستاک د لږ څه ساه اخستلو سره سم بیا په خبرو پیل وکړ . علي پاشا! زویه ! د ریونا د پیښې وروسته زه او دهغې مور ډیر زیات غمجن او اندیښمن وو . شاید ریونا تاته ویلي وې چې څو ورځې د مخه هغه د خپل کاکا کلي ته چې ددې ځایه څخه لږ څه لرې دې ورغلې وه ، هغه زما کشر ورور دې ، او دهغې د ټولو کشر زوې سره د ریونا کوژده شوې وه ، خو کیداې شې چې هغه د کومې غلېې انګیرنې په واسطه وژل شوې وي ، په دې خاطر هغه ستا د ورور په وژلو کې په لاس لرلو کې نه حسابیږي . خو تر هغې چې زما د ورور د مشرانو زامنو پورې اړه لري نو دهغوې په اړوند اوس زه څه نه شم ویلاې ، ځکه چې دهغوې د پاکوالې د بیانولو څخه زه معذور یم ، که چیرې هغوې ستا د پلار او ورونو په وژلو کې شریک وي نو یاد ساته چې زه به د هغوې پر خلاف ستا په څنګ کې اوسم . زه به تا دهغوې دپټنځایونو څخه په پله خبر کړم . زویه ! هغه دوه وسلوالو ځوانانو چې زما لور له ځانه سره وړې وه هغوې هم دهغې د عزت او ابرو ساتنه کړې او لکه څنګه چې ستاسې په کور کې د اوو ورځو د تیرولو وروسته زما لور د خپل ځان ، ابرو ، عزت او عصمت سره خوندي بیرته زما کورته را ورسیده ، نو زما زویه ! دهغې له پاره خو له ما سره الفاظ نه شته او نه پوهیږم چې زه په دې اړه ستاسې د خلکو شکریه او ممنونیت څه ډول اداء کړم. او که نه په اوسنې وخت کې خو خلک د هرویښته څخه هم شات را باسي . علي پاشا ! زما زویه ! که څه هم زه او زما ښځه په دې خبر شوې وو چې زما لور په داسې حال کې چې زما وریرونو له ځانه سره دلته کلي ته بیرته راوستله چا پرې حمله کړې ، په دې حمله کې د ریونا کوژده شوې میړه او زما یو وراره ووژل شول او زما د ورور پاته دوو زامنو ځانونه په تیښته وویستل . په دې حمله کې زما ورور هم خپل ژوند له لاسه ورکړ . مونږ ته دا خبر هم را ورسید چې ریونا چا له ځانه سره و تښتوله ، خو دا زمونږه قسمت ښه وه چې دلته په کلي کې هیچا ته په دې هکله معلومات تر لاسه نه شو . مونږ هم چپ چاب او پټه خوله پاته شو . زمونږ ګاونډیانو دا فکر کاوه چې ریونا تر اوسه هم دخپل کاکا په کور کې اوسي. بیا نوزویه ! په دغه ډول د ریونا په ورکیدو سره چې کومې شپې اور ورځې په مونږ تیریدې نو دهغې ویل خو شونې نه دي ، زه او ښځه به مې تل په دې غم کې ډوب ناست و ، شپه او ورځ په دغه سور اور کې د ناهیلیو سره یو ځاې په خپلو زخمونو کې اوښتو را اوښتو . په داسې وخت کې چي خلک د بوټي بوټي وجود ، او هرې ونې ډډ څیرې کوي تا زما د لورد ریونا د ځان ، جسم ، عصمت ، او ابرو ساتنه کړې او زما د چمن داستان دې ، زما د کفن دټوټه ټوټه کیدو او خپریدو څخه خوندی کړې دې . د ریونا په را تلو سره زه او زما ښځې ته چې څومره خوښې ور په برخه شوې هغه زه په الفاظو کې نه شم بیانولې ، دهغې د راتلو څخه د مخه د ماښام په وخت کې زه او زما ښځه ناست و او فکر مو کاوه چې ریونا به چیرې او په کوم ځاې کې د لمدې مرغۍ په څیر سلګۍ وهي . زما زویه ! تا زمونږ د بدقسمتۍ زنځیرونه غوڅ کړل ، زمونږ د زړه په کتاب کې دې د څیرو ښایسته ټکي ولیکل. علي پاشا زما زویه ! زه ستا په څیر د یو بې غرضه ، انصاف لرونکي او د ضمیر خاوند ته دهغې د ځوانۍ ، دپاکو غوښتنو ، او نیکو موخو لرونکې انسان ته د زړه له کومي سلام وړاندې کوم . زما زویه ! لکه څنګه مې چې لور پاکه صافه او د ابرو او عصمت سره یوځاې دکوره تللې وه ، نو په هماغه توګه تا هغه بیرته را ورسوله ، تا په دې هکله پر مونږ ډیر احسان وکړ او مونږ ددې احسان بدله هیڅکله هم نه شو پوره کولې . تر څو چې د ریونا پلار رستاک خبرې کولې علي پاشا پټه خوله ناست و او غوږ یې نیولې و. که څه هم په دې وخت کې رستاک ، کله دریونا دمور کیتهنا او کله هم دریونا په لور کتل ، کله چې د رستاک خبرې خلاصې شوې نوبیا علي پاشا هغه ته وکتل او ویې ویل : دروند رستاک صیب ! هغه څه چې تا ویل غوښتل هغه دې وویل ، ددې نور زیات هم څه ویل غواړې؟ دعلي پاشا په دې خبره باندې د رستاک او کیتهنا په څیرو باندې مسکا را پیدا شوه خو ریونا په وازه خوله وخندل . بیا علي پاشا رستاک ته وویل چې: دروند رستاک صیب ! ته خو زما داسې ستاینه کوې لکه ما چې تا ته د کوم غره نه په ټوپ وهلو سره ستا د ژوند پانګه تا ته بیرته راستنه کړي وي ، تر هغې چې د ریونا د خدمت کولو پورې اړه لری نو د انسانیت له رویه هغه زمونږ فرض و . د ریونا ساتنه ، د هغې د ابرو ، د هغې د عزت خوندیتوب زمونږ په دندو کې شامل دي ، نو تاسې داسې وپوهیږئ چې در یونا سره مونږ د داسې سلوک په کولو سره مونږ خپله یوه ستر دیني فریضه تر سره کړې ده ، په دې هکله مو کوم احسان په تاسو نه دې کړې، تر اوسه پورې چې تا زمونږ په هکله کوم الفاظ استعمال کړې هغه خو د زغم وړ دی خو ددې نه اخوا به د ریونا په هکله نور څهه نه وایې ، په دې خاطر چې ریونا دلته په خوندی توګه را رسول زما د فرائضو په ترسره کولو کې شامل و ، بلکه زما دغه کار زما د مور د خوښۍ سبب هم و ، په دې خاطر ریونا شاید زما د مور ، زما د خور او زما په هکله ډیر زیات صفت کړې وي نو ځکه تاسې دداسې الفاظو په استعمالولو مجبور شوي یاست . د علي پاشا ددې خبرو په ځواب کې رستاک څه ویل غوښتل خو یو ناڅاپه ریونا د خبرو په منځ کې را ولویده اوعلي پاشا ته یې وویل: علي پاشا ! ته د کومې غلېې انګیرنې او یا کوم فریب ښکار کیږه مه . ما خپل پلار او خپلې مورته ستاسې کوم بې ځایه ستاینه او توصیف نه دې کړې ما خو یواځې په ډیر و ساده ټکو کې هغه حالات بیان کړی دي دکومو په واسطه چې زه له دې ځایه څخه د بروصې ښارګوټي ته ور سول شوم. هغه شپې چې ما له تاسې سره تیرې کړي او بیا بیرته تر دې ځایه د سفر داستان ، ما پرته د کوم زیادت او کمښت دوې ته ویلې دې . په هر صورت هغه څه چې زما پلار وویل هغه په خپل ځاې غلې نه دی . او که نه نن یوه پردۍ نا پيزندل شوې ښایسته نجلۍ څوک داسې په خوندي توګه بیرته تر خپله کوره پورې را رسوي ، څوک به ددې له پاره ځان ځارنه وکړی چې هغه دې خپلې حویلۍ ته سهي او سلامته را ورسوي ، او بیا کور هم دومره لرې چې واټن یې دسلونو کیلومترو پورې رسیږي ، هغه څه چې زما پلار ستا په اړه وویل زما د فکر په اساس همغه ستا سره مناسب او ښایسته الفاظ دي ، په دې باندې باید ته هیڅ ډول نیوکه او اعتراض و نکړې . کله چې ریونا چپ شوه ،نو پلار یې په خبرو پیل وکړ او ویي ویل: «علي پاشا ، زما زویه ! ریونا وویل چې ته د خپل لښکر سره دې لورې ته راغلې یې او ستا سلطان ، سلطان مراد، ته د بلغاریه دحکمران سیسمان او دهغې د زامنو هر یو سائرکن او ایکسلا د ځپلو په خاطر را استولې یې ، خو ګوره زما زویه ! دا ډیره ستونزمنه دنده ده ، په دې خاطر چې د بلغاریه حکمران سیسمان او دهغې دواړه زامن ډیر عیار او دوکه ورکونکي دي ، زویه ! ددې دندې د تر سره کولو دمخه ، زه تا ته د خپل زوې په توګه ، دا وصیت کوم چې د سیسمان پر خلاف پر ډیر احتیاط ، ډیرې هوښیار تیا او تدبر سره ځان تیار کړه ، زما دعا ده چې د مسیح خداې به تا ته په سیسمان او دهغې په عیارو زامنو برې درکړي ،» ریونا ما ته دا هم ویلي چې ددې تر مخه تا په هیڅ جنګ یا معرکه کې برخه نه ده اخستې او نه دې تر اوسه پورې دکوم لښکر قومندانې کړې ده ، هغې لورې ته د تللو څخه یواځې یوه اونۍ تر مخه سلطان مراد تاته دپاشا لقب درکړې ، او ته د علي څخه علي پاشا و ګرځیدې ، اوبیا یې د یوه جنګیدونکې مضبوط فوځ سره ته د بلغاریه دحکمران سیسمان د ځپلو له پاره را استولې یې . زما زویه ! د مسلمانانو د سلطان له لورې دپاشا دلقب په ورکولو سره زه تا ته د زړه له کومی مبارکي وایم . دا یو داسې اعزاز دې چې هر څوک یې خاوند کیدې نه شي . ریونا ما ته دا هم ویلي چې تا خپل لښکرته د کلي نه بهر د پړاو کولو حکم ورکړې دې، زویه! په دې وخت کې زه له تا نه غواړم چې ته نن شپه دلته زمونږ سره تیره کړه . سهار له دې ځایه وخوزیږه . ددې نه ډیر به زه دلته ستا د پاته کیدو په هکله اصرار و نه کړم . د رستاک په دې وړاندیز علي پاشا ټکان وخوړ او ویي ویل : « نه ! دورندرستاک صیب ! زه دلته له تاسې سره ټوله شپه نه شم تیرولې ، ما خپل لښکر ته یواځې د غذا د تیارولو ،خوړلو او د لږ څه ارام کولو له پاره ویلې دي . زه به نژدې نیمه شپه له دې ځایه حرکت کوم او دخپل منزل په لور به روانیږم . زه ډیر ژر خپل کار پیلوم ، او سلطان مراد ته دا خبر ورکول غواړم چې زه دداسې یوې دندې د ترسره کولو همت او جرأت لرم .» د ریونا مور کیتهنا تر اوسه پورې چپه خوله ناسته وه . هغې هم په خبرو پیل وکړ اود علي پاشا په لور یې دکتلو وروسته وویل : «علي پاشا ! زما زویه ! که چیرې ته دکوم مجبوریت له مخې دلته زمونږ سره د شپې نه شې پاته کیدې ، نو بیا خوبه د ماښام ډوډۍ په هر صورت زمونږ سره یو ځاې خورې .» د کیتهنا په دې وړاندیز علي پاشا غوښتل څه ووایې چې ریونا پرې را مخته شوه ، او ویې ویل : محترم علي پاشا صیب ! هغه څه چې زما مور وویل د هغې منل تاته په کار دي ، اوس به کومه بهانه نه جوړوی چې زه ډوډۍ هلته د لښکر سره یو ځاې خورم . سهي ده چې ته د شپې له مونږه سره نه شې پاته کیدې دا به ستا مجبوریت وي ځکه چې ته د خپل لښکر سره کوچ کونکې یې ، خو دماښام ډوډۍ به دې په هر صورت زمونږ سره یو ځاې وي . ګوره ریونا ! که چیرې تا خبرې نه واې کړې نو مابه ستا د مور څخه خامخا غوښتي و چې زه به ماښامې د خپل لښکر سره یو ځاې خورم . خو تا چې کوم ګواښن الفاظ استعمال کړل ، نو دهغې په ځواب کې زه څه ویل نه غواړم . په هر حال زه له تاسې سره وعده کوم چې د ماښام ډوډۍ به همدلته له تاسې سره خورم او بیا به خپل لښکر ته ورځم ، علي پاشا دا خبر ي په ډیر غور او توجه سره د ریونا په لور د کتلو سره سم وکړې . ددې سره یو ځاې علي پاشا دخپله ځایه پورته شو او ریونا ته یې مخ کړ او ورته یې وویل : اوس چې د ماښام ډوډۍ دلته له تا سې سره یو ځاې خورم نوبیا دهغې وروسته زه سمدستې خپل لښکر ته ورځم ځکه چې زه باید د لښکر د کوچ کولو تیارې هم په پله وکړم . نو زه غواړ م چې دلته ستاسې سره د ماښامي د خوړولو دمخه خپله خور نریوس هم و وینم ، ایا ته دهغې تر کوره پورې ما ته لار ښوونه کولې شې؟ ریونا سمدستې د خپله ځایه را پورته شو او ویي ویل : علي پاشا ! تا ته ددې خبرې دکولو اړتیا هم نشته چې ووایې د نریوس تر کوره پورې زما لارښوونه کولې شې او که نه . زه په خپله تا د دنریوس تر کوره پورې رسوم ، د هغې سره زه ډیره ښه اشنایې لرم ، دهغې مور هم ما ډیره ښه پیژني ، بلکه د هغې مور خو زما په هکله ډیره زیاته مهربانه ښځه ده . ته لږ ځنډ وکړه ستا مور اوخورد نریوس ، دهغې دمور او ستا ددواړو وریرونو له پاره څه سامان را استولې دې چې هغه هم له ځانه سره راوړم . بیا به د نریوس کره یو ځاې ولاړ شو . ددې خبرې سره سم ریونا د میلمستون څخه را بهر شوه ، علي پاشا بیرته په خپل ځاې کیناست ، د لږځنډ وروسته ریونا د سامان د خلېې سره یو ځاې بیرته میلمستون ته را ننوته او بیا یې خپل پلار ته مخ را واړاوه ، او ورته یې وویل : دروند پلاره ! لکه څنګه مې چې درته په وا ویلي و چې د علي پاشا مور د خپلې نګور ،دعلي پاشا د مشر ورور مجدالدین د کونډې له پاره څه سامان را استولې دې ، زه علی پاشا له ځانه سره هلته د نریوس کور ته وړم او بیا به یې بیرته له ځانه سره راولم که چیرې ما هلته پریښود نو زه ویریږم چې دې به د همغه ځایه د لښکر په لور ولاړ شي او زمونږ کور ته به بیرته سر را ښکاره نه شي . د ریونا د خبرو په اوریدو سره علي پاشا په ژوره وخندل او ریونا ته یې مخ کړ او ویي ویل : ګوره ریونا ! زه ستا ددې ګمان سره متفق نه یم ، په دې خاطر چې زما آس همدلته ستاسې په اخور تړلې ، زه به څنګه هغه پریږدم او همداسې به ولاړ شم ، په هر حال رازه چې لمړۍ د نریوس کور ته ولاړ شو او بیا به بیرته ستا سره یو ځاې دلته راشو . ددې سره یو ځاې علي پاشا دخپله ځایه پورته شو او د ریونا سره یو ځاې دحویلۍ څخه ووت .

Copyright Larawbar 2007-2024