کور / خبرتیا او پيغامونه / یونیسف : افغانستان دماشوم زوکېدو له مخي بد ترین هېواد دئ

یونیسف : افغانستان دماشوم زوکېدو له مخي بد ترین هېواد دئ








 


دماشومانو د نړيوالي ورځي په مناسبت

 


یونیسف : افغانستان دماشوم زوکېدو له مخي بد ترین هېواد دئ


رویټر دجنیوا څخه په خپل تازه خبر کي وایي چي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د فنډ څانګه ( یونیسیف ) نن په خپل راپور کي وویل چی د ماشومانو د زوکړي له مخي افغانستان په نړۍ کی بد ترین حالت لری .


راپور وایی چی د هرو ۱۰۰۰ نوو زوکېدلو کوچنیانو څخه ۲۵۷ یې له منځه ځي او د افغانستان ۷۰٪ خلک د څښلو پاکی اوبه نلري .


راپور زیاتوي چي افغانستان د زوکړي له مخي د دنیا خطرناک ترین ځای دي .


د هېواد ۴۳٪ برخه د مرستندویه مؤسسو څخه بې برخي ده او په تیر کال کښي پر ۳۱۷ مکتبونو حملې سوي چي ۱۲۴ کسه پکښي وژل سوي او ۲۹۰ نور هم ټپیان سوي دي .


راپور زیاتوي چي د امنیت اختلال د دې ټولو بدمرغیو اصلي علت دي .


ستاسو په اند په افغانستان کي په ځانګړې توګه پښتني سيمو کي ماشومان له کومو ستونزو سره مخامخ دي او د حل لاري يې څه دي، که خپل نظر په لنډو ټکو کي وليکئ لوستونکي به يې زیات وي . مننه !

تبصره نسته

  1. زموږ په سيمه کي يوه اندازه کوچنيان د غريبۍ له امله او نور دمشرانو د ناپوهۍ له امله بې تاليمه پاته دي ، دولتونه ، ګوندونه او مدني ټولني دي د تاليم د پرمختګ د پاره هلي ځلي وکړي او په روښانه بېلګو دي ولس ته د تاليم او بې تاليمۍ فرق تشريح او دوی دي تاليمته وهڅوي

  2. د ناټو نه او په سر کي يې د اشغالګري امريکې او مزدوره د ملګرو ملتود سازمان او بيا پخپله ديونيسف څخه بايد پو ښتنه وشي او بايد و شرميږي پر مخ باندي ناړي ورتو شي دوی چي هر هيواد اشغال کړی د کوچنيانو او تنکي ځوانانو يې همدا حال دی . دوی د هرڅه دمخه د ځان د پاره فاحشه خانې او کابارې او پنځ ستاره هوټلونه او شرابخانې جوړوي خو د عام ولس د بچيانو يې بیا دغه حال وی چي يونیسف اعلانوي . دا ميليارډونه ډالر څه شول چي زموږ هيواد ته د کومک په نامه راځي او بيرته يې خپلو جيبو ته اچوي . د امريکې دولت لکه د کرزي دولت او لکه هر بل دولت چي امريکه يې ملاتړ کوي ، ټوله فاسد او د بشریت دښمن دولتونه دی. دغه شیطانان دي خدای دي ژر غرق او پخپل عذاب اخته کړي زموږ بچيانو به خدای وزله وکړي .

  3. څنګه چې سبااوبله ورځ اختر دی اومونږ په په ټولنه کې په لکونوداسې کورنۍ لرو چې له بې سرپرسته ماشومانو اوتورسروڅخه تشکیل شوي وي او دغم خورۍ هيڅ وجه نلري دغه ماشومان هم همداسې زړونه لري لکه زمونږ وروڼه اوزامن همداسې یې کالیوبوټانو او ښوشیانوته زړه کیږي په تیره بیاپه کوچنیوماشومانوکې دسیالي اوله همزولو سره درقابت ماده هم پوره قوي وي اوکله هم نه غواړي چې له سیالانوپاته راشي .
    نومومنو افغانانو
    که په قبرونوکې دیتمانو شهیدان اقرباخوشالوی
    که دغریبو کورنیو زړونه ټکورول غواړئ
    که دیوه زړه په رغولو سره دزرو حجونو ثواب ګټل غواړئ
    که خپل ایماني افغاني او انساني مسولیت اداکول غواړئ
    نو …
    راشئ دبې ځایه مصرفونو اونفلي قربانیو په ځای دیتیموماشومانو کورونواوړه غوړي اوداختردورځې میوه وربرابره کړئ
    راشي خپلو زامنوته دقیمت بهابوټانو اوکالیو درانیولو په ځای یوڅه اقتصادفي النفقه وکړئ او یتیمانوته هم جامې ورپیداکړئ
    که داسې وکړئ یقیناچې په لږقربانۍ ډیرثواب ومومئ ځکه داداجرګټلو ترټولو ښه موکه دي .
    اول دې خدای ماته اوبیاټولو مسلمانانوته توفیق ورکړي آمین .

  4. د پښتون ماشوم فرياد

    مونږ ماشومان د مور په خيټه کښې د اومې مياشتې نه د خپل مور پلار ژبه زده کولو کوشش شروع کړو۔ او درې څلور کالو کښې د مور پلار ژبه دومره زده کړو چې لږ ډهير په خبرو پوه شو او بل پرې پوهاولې شو، خو څنګه چې مونږ سکول ته تلل شروع کړو تاسو مشران مونږ ته سکول کښې د اولې ورځې نه د نورو قامونو ژبې خودل شروع کړئې، ولې؟ تاسو مونږ ته د مور په ژبه کښې علم ولې نه راکوئې ؟ پکار خو دا وه چې تاسو مونږ ته د سکول د اولې ورځې نه زمونږ مورنئ ژبه کښې خپل ديني، معاشرتي او سائنسي علمونه خودل شروع کړې وې۔ خو تاسو مونږ ماشومان د نورو قامونو په ژبو زده کولو باندې اولګوې، ولې؟ تاسو مشران دومره هم نه پوهيګئ چې علم زده کول زيات ضرورې دې او که د نورو قامونو ژبې آيا زمونږ په مشرانو کښې څوک هم په دهغه ژبو نه پوهيګې چې مونږ له د دهغو ژبو نه علمونه را ترجمه کړې۔ نور قامونه خپلو بچو ته د سکول د اولي ورځې نه خپل مذهبې، معاشرتې او سائنسي علمونه ور مخامخ کړې۔ تاسو زمونږ ډير غيرت مند مور پلار استاذان او د قام مشران مونږ ته نورو قامونو ژبې را مخامخ کړې والې؟ خدائې دپاره د نورو قامونو ژبې به مونږ بيا هم زده کړو مونږ ماشومانو ته د سکول اولې ورځې نه مونئ ژبه کښې علم راکړئي، که داسې نه وې نو مونږ به هميشه د نورو قامونو دپاره مشينان يا د مشينانو پرزې جوړيږو۔ خدئې دپاره مونږ نه انسانان جوړ کړئي مونږ د خپل قام غيرت نه خبر کړئې، زمونږ په خپل ځان بروسه کلکه کړئې۔ داسې نه وې چې مونږ سبا له په خپلو جامو اغوستو او خپله ژبه وائيلو شرميږو۔ د سرکارې سکولونو ماشومان خو بيا هم لګ ډير ده خپلې قبيلې او ملک سره مينه لرې خو په پرائيويټ سکولونو کښې سبق لوستونکې ماشومان خو صرف او صرف د انګريز غلامان جوړيدو دپاره تياريږې۔ هغې کښې د قام قبيلې او ملک مينه بس تر نامې پورې وې۔ او که ورله چا احساس ورنه کړو يو خوا هغې ځان ته په خپل قام قبيله کښې مس فټ (Miss Fit) وائې او بل خوا انګريزان د پاکې((Paki او بلډې ايشينز (Bloody Asians) نومونه ورکوې۔ مطلب دا چې د کوسې سپې نه ده کور شې او نه ده دهوبې خانې۔ مونږ ستاسو بچې يو مونږ ستاسو د قام نښه يو په غړيدلو سترګو مونږ د نورو قامونو غلامان مه جوړه وې۔ دې دپاره خدائې ته اګورئې هم د نن نه مونږ ته په خپله مورنئې ژبه کښې علم راکول شروع کړئې۔ مونږ تاسو سره ده وعده کوو چې د نوې سائنسې علمونو او د ټيکنالجئ په ذريع به د اسلام د کم نه کم پنځه کروړه پښتون فوج به هميشه دپاره بريالې کړو۔

    بانې و چئيرمين ستر سيکتر فنانس سيکتر
    ډاکټر خان تحريک عابد منير خان محمد ادريس خان
    03018968663 03459179944 03339033815

  5. پختون قام ته خواست
    پختنو رونړو خدائي دپاره خپل مينځ کي اختلافات ورک کړئي، او رايوځئ شئ۔ ځه دا منم چې نن پختون قام د ظلم او زياتې خکار دې۔ خو دا هم حقيقت دې چې د دې حالاتو په خرابيدو کي زيات لاس زمونږ ده پختنو پخپله دې۔ او اس به د دې حالاتو د بدلون دپاره هم مونږ پخپله مله تړو۔ځکه چې الله تعالي ارشاد دې (ترجمه) د يو قام حالت الله تعالي نه بدلئ ترسو چې هغوې يي په خپله نه دلئ (پاره 13 سوره الرعد 11)۔ پختنو رونړو نو بيا راځئ چې د خپل قام د حالاتو د بدلون دپاره په يوځئ کوشش شروع کړؤ۔ راځئ چې دنيا ته خکاره کړوچې پختون قام ثه وړوکې يا پاتي قام نه دې، په دي قام کي ميرويس خان، احمد شاه ابدالي، ابراهيم لودهي، شير شاه سوري، او خوشحال خان غوندې سالاران تير شوې دې۔

    په دې قام کي نن هم دا قاضي حسين احمد، اسفنديار، مولانا سميغ الحق، محمود خان اچکزئي، مولانا فضل الرحمان، حامد کرزئي، صبغت الله مجددي، ملامحمد عمر، ګلبدين حکمتيار او عمران خان په شان بي تاج بادشاهان شته۔ بس که نيشته نو په دې قام کي اتفاق نيشته۔ او هم دا وجه ده چې دومره غټ قام باوجود پختنو په تيرشوو شپيتو کالو کي په پاکستان کې خپله زمکه خپله صوبه په خپل نوم نه کړې شوه۔ خپلو بچو ته يي دهغوې په مورنئي ژبه کي تعليم ورنه کړې شو۔ ده خپلې زمکې د وسائلو حق يي وانغستې شو۔ ده خپلو پختنو رونړو خلاف يي جنګ بند نه کړې شو۔په وينا خو مونږ پختون قام د دنيا يو زړور قام ياديګو خو دا حقيقت دې چې مونږ پختانه ده تيرې شوي ديرشو کالو راسې کله د افغان مجاهد په نوم، کله د طالب په نوم او کله ده دهشت ګرد په نوم وژلي کيږو۔ او په مونږ پختنو کي دومره زړه نيشته چې را يو شو او دنيا ته اوائيو چې بس نور نه۔ خدائي دپاره پختنو رايو ځئ شئ په خپلو زړونو کي ديو بل دپاره د قربانئ جذبه راپيدا کړئي۔ چي ستاسو تر مينځه امن قائم شې۔ ديني علمونو سره سره د سائنس او ټيکنالوجئ علمونو طرف ته مخه کړئي، چې تاسو د روحاني اړخ سره سره د شعوري اړخ نه هم يو مضبوط قام جوړ شئ۔ او د دنيا سره مخ په مخ د خبرو جوګه شئي۔

    د نړئي پختنو ځما ملګرتيا اوکړئي، ما باچا جوړولو، دپاره نه، د پختنو سوچ بدلولو لپاره، چې د قام متحد، امن خوخونکي او ترقيافته شې۔

    بانې و چئيرمين ستر سيکتر فنانس سيکتر
    ډاکټر خان تحريک عابد منير خان محمد ادريس خان
    03018968663 03459179944 03339033815

  6. په کابل کی د یوه میرمنی څلور ماشومان پیدا شول د کیور په شفاخانه کی مګر اوس محال د داکترانو تر نظر لاندی دی مګر هیڅ کومک ورسره ندی شوی د مرستندوی مرکزونو نه هیله کوم چی ددی ماشومانو سره کومک وشی