کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دافغانستان كابينه كه د بهرنيو ونډه؟

دافغانستان كابينه كه د بهرنيو ونډه؟

افغانستان داسي يو هيواد دي چى له يوى اوږدي مودي څخه د بهرنيو د سياسي كشمكش ډګر ګرځيدلي دي , كه څه هم عام تصور دا دي چى په نړيواله كچه د دوپيژندل شويو بلاكونو ترمنځ د نظامي اخ او ډب سلسله ختمه شوي ده , په افغانستان باندي د ختيځ بلاك د يرغل پاي , او د هغه په پايله كى د برلين د ديوال نړيدل او د لوديځي اوروپا د ګن شمير هيوادونو د خپلواكي اعلان , د دي تصور مهم شواهد ګڼل كيږي , لدي ځاي د لوديځ هغو هيوادونو چى د ختيځ بلاك له لوي ګواښ سره مخ و, اودكمونزم كړه يى لمنه ته رسيدلي وه بي درنګه د سړى جګړى د پاي اعلان وكړ, خو په افغانستان كى هر سياسي بدلون د دى نظامي اخ اوډب د شتون پخلي كوي , د نړي په كچه د روسيى او امريكا تر منځ چى هر سياسي خوزښت كيږي د افغانستان په سياسي وضعيت باندي اغيزمن وي , ديرى سياسي او نظامي جوړي د لوديځ او په نامه نړيدلي ختيځ تر منځ د افغانستان په سياسي سرنوشت پوري تړلي وي , په ظاهري ډول لوديځ د ختيځ بلاك كړي چى د لوديځى اوروپا لمنى ته رسيدلي وه ماته كړي ده , او هغو خټيځ اوروپايى هيوادونه ته يى چى د كمونزم په وحشت اوبربريت په تياره كى يى له كړاواو بد بختي څخه ډك وخت تير كړي و خپلواكي ورپه برخه كړله ده , خو په حقيقت كى د دى جګړى ډګرد ختيځى اوروپا څخه اسلامى نړۍ او په ځانګړي ټوګه افغانستان ته ليږدول شوي دي , هغه افغانستان چى د روسى په لمن كى پروت دي او لوديځ د ختيځ بلاك مشرتابه ( روسيه ) لدي ځاي وشړله او هيبت يى د افغانانو تر پښو لاندي شو .
كوم مهال چى د كمونزم خور شوي ګيلم د لوديځى اوروپا له لمنه څخه ټول شو , د لوديځ بلاك مشرتابه د اسلامي نړي لوري ته په داسي حال كى مخ راواړوه چى په سياسي اداره باندي يى د جمهوريخواهانو ګوند د جورج بوش په مشري مسلط و , هغه ګوند چى له اسلامي نړي سره يى نظامي تګلاره غوره كړه , او په عسكري تصفيه باندي يى ټينګار كاوه , دا تګلاره لامل شوه چى امريكا د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ كى د نظامي كړكيچ سره مخ شي , طبيعي وه چى دا راز نظامي خوزښت اويرغلونه دولسي پاڅونونه د پيدا كيدو لامل شي , چى امريكا يى تصور نه كاوه , په كومه كچه چى نظامي خوزښت په اسلامي نړۍ كى اوږديده په هغه كچه د امريكا په اقتصادي سيستم كى ستونزي را منځ ته كيدلي , آن تر دى چى دا اقتصادي ستونزي د ټولنه د وګړو ټولنيز ژوند له ګواښ سره مخ كړ , دا ستونزي د امريكا د سياسي ادارى د بدلون لامل شوى , او دا ټولنيزي ستونزي د هغه اقتصادي بحران څخه وزيږدلي كوم چى ديرى كار پوهان يى لامل د لوديځ نظامي خوزښت په اسلامي نړۍ كى ګڼي , او د امريكا سياسي واك د جمهوريخواهانو څخه ديموكراتانو ته د اوباما په مشري منتقل شو , ټول هغه سياسي چاپيريال چى امريكا په نړيواله كچه د خپلى سياسي راكړى وركړى لپاره جوړ كړي وه له گواښ سره مخ شو .
تر كوم مهاله پوري چى د لوديځ بلاك د مشرتابه په اداره كى بدلون نه و رامنځ ته شوي , تر هغه مهاله پوري په روښانه ډول د ختيځ زخمي شوي بلاك خپل غږ د امريكا په وړاندي نه پورته كاوه , په كومه كچه چى د امريكا اقتصاد كمزوري كيده په هغه كچه د روسى اقتصاد وده كوله , خو روسى د نړيوالى پټي سړى جګړي ډګر پيژندلي وه او په افغانستان كى يى د لوديځ راپرزول پلانول , د افغانستان په سياسي چاپيريال كى يى هغه سياسي ډلى په پښو ودرولي چى لوديځ يى له ستونزو سره مخ كړ , څرنګه چى افغانستان د روسيه په لمن كى پروت دي نو افغانستان ته د لوديځ اكمالاتي لارى هم دروسيه په واك كى دي پدي هكله روسى لوديځ ته لوي لوي خنډونه پيدا كړل , او د لوديځ ځواكونه په افغانستان كى له كړاونو سره مخ شول , په هر ډول دا هغه مسايل دي چى فوځي مسولين پري پوهيږي , او دا چى لوديځ تر كومه حده د افغانستان په ګرداب كى له ستونزو سره مخ دي دا په خپله د غربي ليكوالانو له ليكنو او تحليلونواو د دوي د جګړى په ډګر كى د ميشتو نظامي مشرتابه له څرګندونو څخه په ډاګه كيدي شي , خو كومه خبره چى پخه ده هغه دا ده چى روسيى له لوديځ سره د جګړي د پړى سر ندي پريږي , څرنګه چى لوديځ په خپله لمن كى روسيه ماته كړله دا راز روسيه غواړي چى خپلى لمنى ته نږدي په افغانستان كى د افغانانو په ذريعه لوديځ مات كړي او خپور شوي هيبت يى په نړۍ كى د افغانانو تر پښو لاندي شي په كوم ځاي كى چى روسيه ماته شوي وه په هغه خاي كى روسه د لوديځ د ماتي خوبونه ويني .
د افغانستان د ټاكنو په مهال موږ وليدل چى لوديځ څومره له كړاو سره مخ شوي وه , د هغو ټاكنو پايله يى نشوي اعلانولي چى د دوي له ديموكرات سيستم سره سم افغان ولس تر سره كړي وي كه په افغانستان كى د انتخاباتو پايلى نړيواله ټولنه اوافغاني سياسي قوتونه له كړكيچ سره مخ كړي و نو د افغانستان كابينه به ضرورهغه ستونزي يو ځل بيا راژوندي كړي چى دافغانستان سياسي استقرار او ثبات تهديدوي .
د ټولټاكني په مهال د افغانستان بي وزله ملت د هغو هيوادونو لاسوهنه په ښكاره ډول ليدله , دديموكراسي د سيستم د پلي كونكى هيوادونو له لوري د افغانستان د سرنوشت د ټاكلو اړوند لاسوهنه كيدله , هغه پايله چى د ديموكراسي د پروسى سره سمه افغان اولس ټاكلى وه د كافي مودي لپاره وځنډول شوه سره لدي چى دا ټګلاره د ديموكراسي له اصول څخه سرغړونه هم وه , خوتر كومه چى د دوي سياسي لاسته راوړني د افغانستان په سياسي چاپيريال كى نه وي منل شوي دا پايله د ټاكنو خپلواك كميسيون نشوي اعلانولي , كه د افغانستان د ټاكنو پايله دومره كړكيچنه وه نو د افغانستان د كابينى ټاكل به دير ستونزمن كار وي او تر كومه چى په افغانستان كى د دخيلوهيوادونو ونډه په كابينه كى ونه منل شي دا كابينه به وجود ته لاره پيدا نكړي , دا خو څرګنده ده چى امريكا د نانو هيوادونه هم د افغانستان د جګړى ډګر ته راوستي دي او دا هيوادونه په وړيا توګه د امريكا ياري ته د افغانستان كى ندي حاضر شوي بلكه خپله ونډه د افغانستان په سياسي سرنوشت كى غواړي , كه يولوري ته د لوديځ هيوادونو ځاڼګړي سياسي ډلى دي چى خپله ونډه په راتلونكى كابينه كى غواړي , بل لوري ته هغه سياسي ډلى او شخصيتونه دي چى د اوسنى ادارى سره يى تړونونه كړي او اوسنى اداره به د دوي غوښتنو ته متعهده وي چى ديري د دى شخصيتونو د اوباما د ادارى د استراتيژى پلي كيدو ته خنډ كيږي , بل لوري ته هغه قوتونه اوسياسي ډلي دي چى د ختيځ بلاك پلان يى په افغانستان كى په مخ روان كړي دي , او هغه د مقاومت ډلي هم خورا د اهميت وړ دي چى د لوديځ ځواكونه ورسره لاس ګريوان دي , كه لوديځ او اوسني سياسي اداره وغواړي له دوي سره د خبرو له لارى د كړكيچ د اواريدو اړوند حركت وكړي , نو د دوي ونډه به هم په راتلونكى كابينه كى ديره درنه او ځاي به ورته په مشكل پيدا شي .
او كه دا اداره د ملت د رايو په پايله كى را منځ ته شوي وي نو آيا ملت به هم كومه ونډه پدي كابينه كى ولري ؟