کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / فسـاد د فسـاد په وړاندي مبارزه كوي

فسـاد د فسـاد په وړاندي مبارزه كوي

نن په هغه هيواد كى چى سياسي چاپيريال يى د هر ډول احتمالاتو په واوړندي پرانيستى دي , حامد كرزي د دويم ځل لپاره د ولسمشرۍ لوړه پځاي كوي , پداسي حال كى چى لوديځ له يو ښكاره كړكيچن وضعيت سره لاس ګريوان دي او پرته له يوى كرغيړنى پايله څخه بل چانس هم نلري , او امريكا او د ناټو قوتونه له دي كړكيچ څخه چى د تيرى شوي ادارى د غلطى كړنلارى په پايله كى ورسره لاس ګريوان شوي په ګړنده توګه د خلاصون لاره ګوري , پدى هكله غواړي افغاني قوتونو ته نظامي واك وسپاري , خو متاسفانه چى د لوديځ په وړاندي په افغانستان كى يو په فساد متهم ولسمشر شتون لري او د دوم ځل د ټاكنو پايله يى هم تر شك لاندي ده او سره لدي ورڅخه غواړي چى د فساد مخنيوي وكړي , عجيبه او د خندا وړ خو دا ده چى احمدي نجاد د افغانستان په هكله د روغي جوړي وړانديز وكړي , چى په خپله يى د ايران ولسمشري ته انتخابيدل شكمن دي , داسي ښكاري چى د افغانستان د سياسي او ټولنيز ثبات او استقرار لپاره د كوم درس وركول غواړي .
سره لدي چى ايران د افغانستان سره د پراخه سرحد په اساس او د مذهبي او ژبنيز او تاريخي تړاو له مخي خپل مصلحتونه لري , او هغه ناوړه اثر چى د كوكناروله كرنه څخه ورسره مخ دي ( دوه مليونه ايراني معتادان ) داسي ښكاري چى د افغانستان په خلاصون كى له خپلى هغى مخ په ودي كشالي څخه د وتلو فرصت ګوري , په داخل كى لا تر اوسه د تزوير تورونه دولت ته متوجي دي , او د مخالفو سياسي پاڅونونو ځپل هم جريان لري او انقسام هم دير ژور شوي دي .
دوم د لوديځ سره هم د اتمي كشالى په هكله د اقتصادي بنديزونو وړانديز ورځ تربلى په لوديځ هيوادونو كى وده مومي اوپه نړيواله كچه قبوليت پيدا كوي , همداراز ايران غواړي چى ديمن د كشالى په هكله د وتلو لاره پيدا كړي , وروسته لدي چى د عربستان له غوڅ دريځ سره مخ شو , او وروسته لدي چى ټول عربي هيوادونه د سعودي عربستان ملګري شول چى د حوثينو په وړاندي د خپلى خاوري څخه دفاع وكړي , آن تر دى چى سوريه چى د ايران استراتيژيك ملګري هيواد هم د سعودي عربستان په څنګ كى ودريد .
دوي ورځي وړاندي يوي لندني ورځپاڼي په ډاګه كړه چى د انګلستان وزارت دفاع محلي قومندانانو ته لارښونه كړي تر څو افغانانو ته رشوت وركړي چى د طالبانو سره د يوځاي كيدو مخه يى ونيول شي طالبان د ورځي لس دالر نويو جنګياليو ته وركوي , او پدي هكله ويل شوي دي چى د مقاومت په وړاندي جګړه نه بلكى د پيسو او د سرو زرو د بوجيو څخه كار اخيستل ضروري دي تر څو په امنيتي وضعيت كى بدلون راشي
او همدا كړنلاره احمدي نجاد د خپل ملت سره خپله كړي وه , ده په يوويشتمه پيړۍ كى د فقر سره د مبارزى لپاره ديره نادره تګلاره خپله كړي او په كليوالو سيمو كى يى په خپلو وطندارنو پيسي و ويشلي , لكه چى د خلكو رايى يى اخيستي وي او همدا لامل وه چى د ايران پيسى خپله بيه له لاسه وركړه او ديره ټيټه شوه ,.
خو امريكايان چى له يو داسي اقتصادي كړكيچ سره مخ شول چى په تاريخ كى سارى نلري , هغه شركتونه او مالي موسسي چى په بلينو دالره خيالي ګټي به يى كولي په ګړنده توګه لمنځه ولاړلي , دوي هم د افغانانو د اخيستلو لاره غوره كړله څرنګه يى چى په عراق كى وكړل , هغه خبري اتري چى په افغانستان كى د ديموكراسي د پلي كولو په هكله په امريكا كى كيږي په ډاګه كوي چى هر يو امريكايى جنګيالى كى چيري ژوندي پاتي شي په كال كى يو مليون دالر لګښت لري , او د څلويښت زرو نويو عسكرو ليږل افغانستان ته دا معنى لري چى د امريكا په هغه بوديجه كى چى د افغانستان د جګړى لپاره ځانګړى كيږي څلويښت بليونه دالر اضافه شي , پداسي حال كي چى دير امريكايان هغه ماليه نه مني چى د اوباما د نوي صحي قانون په پايله كى په دوي حواله كيږي , كه چيري فقر د جګړي لامل دي څرنګه چى 70 په سلو كى افغانان پدي عقيده دي , نو يو ساده حساب په ډاګه كوي چى امريكايانو او لوديځ چى كوم لګښت د 2001 څخه تر اوسه په افغانستان كى كړي د ټول افغان ملت د ((رشوت)) لپاره كافي و حتى چى د افغانستان ګاونډيانو ته هم كفايت كوي .

د الحياة اللندنيه ورځپاڼي څخه ژباړه