د کندهار اکثره برخي د طالبانو په کنټرول کی دي

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 25th, 2009


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی د کندهار ولایت ( چی اته سوه زره اوسېدونکي لری ) اکثره برخی عملأ د طالبانو په کنټرول کی دي . راپور وایی چی د ولایت د ۱۷ ولسوالیو اکثریت سیمی په باالقوه توګه د طالبانو په واک کی دي . امریکایی جنرال مک کریسټل وویل چی د دې ولایت خلک ورځ په ورځ د طالبانو طرفداره کیږی او برعکس د بهرنیو پوځیانو او حکومت څخه لیری کیږی . ده وویل چی دغو خلکو اوس دا ګومان ډیر کړﺉ دی چی امریکا د پښتنو پر خلاف جنګیږی . راپور وایی چی د طالبانو تبلیغاتو پر خلکو ډیره اغیزه ښندلې او د هغوی پر زړونو یې زیاتېدونکی واک خپریږی . راپور زیاتوی چی د دې ولایت د اکثره ولسوالیو د عملی کنټرول تر څنګ د هغه د خلکو پر ذهنیت هم اوس د طالبانو اثر او واک مسلسل پراخیږی چی دې کار امریکایان ډیر وارخطا کړي دي .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی یو امریکایی پوځی نن د هغو زخمونو له امله مړ سو چی درې ورځي مخکی د کندهار په پاشمول کی د طالبانو د راکټ په ګوزار سره ټپي سوی و .

Copyright Larawbar 2007-2024