لوی درس
په پخوا زمانو کې هلکانو په یو جومات کې درس ویلو.
یوه ورځ هلکان خپلو کې سره راټول شول او ویې ویل: دغه ملا که څه هم ډیر تکړه دی، مګر مونږ ته ښه درس نه راکوي او مونږ ته رښتیا نه وایي. باید یوه ښه موکه وګورو او هغه ته ددې کار بدي ور وښایو.
یوه ورځ د یو زده کوونکي مور ملا ته یوه غورۍ وریجې، یو سور کړی چرګ او یو ګیلاس د لیمو شربت تحفه راوړ.
ملا خوشحاله شو او دوو زده کوونکو ته یی غږ وکړ او ویې ویل: دغه چرګ او ګیلاس زما کورته یوسئ او ښځی ته می ورکړئ. مګر ډیر فکر وکړی چی د چرګې د سر نه دسمال لرې نه شي هسې نه چې چرګ والوځي او دغه ګیلاس ته هم څوک خوله یونه سي ځکه چی وژونکی زهر پکې دي. هلکانو غوری واخست او بهر ووتل. او خپلو کې یې وویل چې همدا ښه وخت دی چې خپل ملا ویښ کړو.
چرګ یې وخوړ او شربت یې وڅکه او خالي غورۍ او ګیلاس یې د ملا کور ته یوړ.
د سهر ډوډۍ وخت ته ملا کورته ولاړ او خپلې ښځې ته یې وویل چی هغه خواړه راوړه. ښځې یی وویل : کوم خواړه، هلکانو خو یواځی یو تش ګیلاس او غوری کورته راوړ.
ملا په غوصه جومات ته لاړو او د زده کوونکو نه یې پوښتنه وکړ: چرګ او شربت څه شو؟
هلکانو وویل: ملا صاحب! تا راته وویل چې پام مو وي چې د چرګې دسرنه دسمال لرې نه کړئ چې چرګ الوځي، مونږ ډیر پام وکړ خو په لاره کې سخت باد راغی دسمال یې ویوړ او چرګه هم والوته، مونږ وویل چی نور نه شو کولای چی تاسوته مخامخ شو او د ګیلاس نه مو زهر وچیکه چې مړه شو، مګر مړه نه شو.
ملا څو د قیقې چپ وو او بیا یی وویل: تاسو راته غټ درس راکړلو مګر کاش چې تاسوت ه مې رښتیا ویلی وای. وعده کوم چې خپل رفتار بدلوم او هم هغه شانته یې وکړ.